ډونالډ ټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی

ډونالډ ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په اړه ویلي، د هغه په اند دغه اوربند پای ته رسېدلی او نور له تهران سره د تعامل لېوالتیا نهلري.

ډونالډ ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په اړه ویلي، د هغه په اند دغه اوربند پای ته رسېدلی او نور له تهران سره د تعامل لېوالتیا نهلري.
هغه په انقره کې د خبریالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا یوه ډېره په زړه پورې پوښتنه ده. زما په اند اوربند پای ته رسېدلی. زه نور نه غواړم له دوی سره کار وکړم».د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې له خپلو امریکايي مذاکره کوونکو سره به خبرې وکړي؛ خو ټینګار یې وکړ: «هغوی غواړي خبرې اترې وکړي؛ خو زما په اند له هغوی سره د تعامل دوام یوازې د وخت ضایع کول دي».
امریکا او ایران (د غبرګولي ۲۷مه) یو تفاهملیک لاسلیک کړی و، چې له مخې یې د دواړه هېوادونو ترمنځ پوځي نښتې ودرېدې او دواړه خواوو ژمنه کړې وه چې د ۶۰ ورځو په موده کې به د یوې وروستۍ او تلپاتې سولې د هوکړې لپاره مذاکرات وکړي.
د امریکا ځواب د ایران د بریدونو پرتله ۲۰ برابره سخت و
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره د غونډې په څنډه کې د چهارشنبې په سهار د ایران پر ځینو موخو د امریکا د بریدونو په اړه وویل، امریکايي ځواکونو پر ایران «ډېر سخت برید» کړی چې د هغه په وینا «۲۰ برابره سخت» و.
ټرمپ وویل، د ایران حکومت پر بېړیو د توغندیزو بریدونو لړۍ پیل کړه او امریکا هم په ځواب کې برید وکړ. هغه زیاته کړه: «هر ځل چې هغوی برید وکړي، موږ به ځواب ورکړو».
د امریکا ولسمشر د ایران د حکومت چارواکي «ډېر خطرناک» او «ناروغ» وبلل او ویې ویل، چې د ایران چارواکي له کلونو راهیسې نوموړی د خپلو هدفونو په نوملړ کې شامل کړی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. سینټکام زیاته کړې، چې د دغه عملیاتو پرمهال یې له ۸۰ ډېرې موخې د کره لارښوونې لرونکو مهماتو په وسیله په نښه کړي دي.
بل لور ته سپاه پاسداران اعلان کړی، د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد ۸۵ پوځي مرکزونه چې پهکې د سلمان بندر، په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ مرکز او په کوېټ کې د علي السالم هوايي اډه هم شامل دي، په توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو کې په نښه کړي دي.