• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي د طالبانو د هرات له والي سره کتلي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱

طالبانو خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال برونو لیمارکي د طالبانو د هرات له والي سره لیدلي او ویلي یې دي، چې هرات د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې، اقتصادي هڅو او د کډوالو د مدیریت په برخو کې پام وړ لاسته راوړنې لري.

د طالبانو د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د ادارو د خدمتونو، فعالیتونو او روانو پروګرامونو په اړه نوموړي وویل چې ملګري ملتونه هڅه کوي خپل پروګرامونه د طالبانو له مسوولانو سره په همغږۍ او همکارۍ پلي کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي اسلام جار د ملګرو ملتونو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو ته په اشارې یې وویل چې طالبان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې، د معتادینو راټولولو، د فساد پر ضد مبارزې او د بېوزلۍ د کمولو هڅو ته په پوره توان دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې چې دا ستونزې د هېواد د څلوېښت کلنې جګړې پاتې شونې دي او طالبان یې دده په وینا، د حل لپاره جدي هڅې کوي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کرنې وزیر په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۱
د طالبانو د کرنې وزیر په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د چارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال پابیترا مارګریتا سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

مارګریتا له دې لیدنې وروسته ویلي چې د هند او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په اړه مثبتې خبرې شوې دي.

نوموړي په «ایکس» کې لیکلي چې د خبرو اصلي موضوع د افغانانو د هوساینېاو د افغانستان د پرمختګ لپاره روانې همکارۍ وې.

هغه لیکلي، « نن په نوي ډیلي کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیرمولوي عطاءالله عمري سره په لیدو خوښ شوم.په دې لیدنه کې د هند او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وشوې، چې د افغانانو د هوساینې او پرمختګ لپاره پکې روانه همکاري هم شامله وه».

عطاءالله عمري د سې شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ نوي ډیلي ته لاړ.

دا د هند او پاکستان د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالبانو څلورم وزیر دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

طالبانو له پاکستان سره له د اړیکو له خرابېدو وروسته د هند په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره راشه درشه ډېره کړې ده.

بېنېټ: د کرېکټ نړیواله شورا دې د افغان ښځو کرېکټ لوبډله په رسمیت و پيژني

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱
بېنېټ: د کرېکټ نړیواله شورا دې د افغان ښځو کرېکټ لوبډله په رسمیت و پيژني
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي‌ د کرېکټ له نړۍوالې شورا غوښتې، چې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډله په رسمیت و پېژني او ملاتړ یې وکړي.

نوموړي د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې څخه د ملاتړ په موخه او کرېکټ د نړۍوالې شورا د کلنۍ عمومي غونډې د پیلېدو پرمهال د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۸مه پر اېکس لیکلي، چې د کړېکټ نړۍواله شورا دې د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډله په رسمیت وپیژني.

بېنېټ زیاته کړې، چې د روان کال په اګسټ میاشت کې د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډلې مالي مرستې پای ته رسیږي او د کرېکټ نړۍواله شورا باید د یادې لوبډلې ملاتړ دوامداره وساتي.

نوموړي د فوټبال نړۍوال فدراسیون ته په اشارې ویلي، لکه څنګه چې فیفا د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې د ستونزې د حل او ملاتړ لپاره لاره پیدا کړه، د کرېکټ نړۍواله شورا هم ورته اقدام کولای شي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د افغان ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې د ملاتړ یوازینۍ لاره د یادې لوبډلې په رسمیت پېژندل دي.

ملا عبدالغني برادر له ملګرو ملتونو د پراختیایي مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱
ملا عبدالغني برادر له ملګرو ملتونو د پراختیایي مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره د افغان کډوالو وضعیت، راستنېدونکو ته د بشري او پراختیایي مرستو او راتلونکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي. برادر د ملګرو ملتونو د پراختیایي مرستو زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې برادر له افغان کډوالو سره د بشري مرستو له امله له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نړیوال بنسټونه دې خپلې مرستې تر ډېره پراختیایي برخو ته ځانګړې کړي.

هغه زیاته کړه چې دا مرستې به راستنېدونکو کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شوو کسانو ته د سرپناه، ښوونځیو، برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، کاري فرصتونو او نورو بنسټیزو خدمتونو د برابرولو زمینه برابره کړي.

د خبرپاڼې له مخې، بهرام صالح په پراختیایي برخو کې د طالبانو دادارې د هڅو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو د جلب لپاره به اړینې هڅې وکړي، څو د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو زمینه برابره شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ډي اېن‌اې د چټکې پېژندنې سیستم د فعالولو خبر ورکړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ډي اېن‌اې د چټکې پېژندنې سیستم د فعالولو خبر ورکړی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې د جنايي تخنیک ریاست د بیولوژیکي لابراتوار د ډي‌اېن‌اې د چټکې پېژندنې سیستم فعال کړی دی. یاد وزارت ویلي، چې د دغه سیستم په فعاله کېدو سره به د مجرمانو موندل اسانه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د ډي‌این‌اې د چټکې پېژندنې سیستم تر فعاله کېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د یاد سیستم په فعاله کېدو سره به د ناامنیو اوجرمونو کچه راټیټه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، د (DNA) د چټکې پېژندنې سیستم د جرمونو په کشف کې د دقت لوړولو، د مجرمینو په پېژندنه، د بې‌ګناه کسسانو په ملاتړ او عدلي او قضايي مراجعو ته د علمي او باوري شواهدو په وړاندې کولو کې مرستندوی تمامیږي.

د وزارت په وینا، دا به د هېواد د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتییا او د عدالت د تامین بهیر پیاوړی کړي.

طالبانو د سیکا له سرمنشي سره په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر دایمي غړیتوب خبرې کړې دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
 طالبانو د سیکا له سرمنشي سره په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر دایمي غړیتوب خبرې کړې دي
100%

په قزاقستان کې د طالبانو شارژدافیر د سیکا کنفرانس له سرمنشي کایرات ساریبای سره لیدلي او په یاد کنفرانس کې یې د افغانستان پر دایمي غړیتوب، د کنفرانس په غونډو کې د فعال ګډون او په اسیا او سیمه کې د افغانستان د رول په تړاو ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د طالبانو سفیر مفتي عبدالرحمان د سیکا کنفرانس له سرمنشي کایرات ساریبای سره د نشه یي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې په موخه افغان بزګرانو ته د بدیلو تخمونو او کیمیاوي سرو د برابرولو او همدارنګه د دولتي کارکوونکو لپاره د لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په اړه هم غږیدلی دي.

افغانستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سیکا (په اسیا کې د متقابل باور جوړونې اقداماتو کنفرانس) غړی دی، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان استازیتوب او په دې ډول سیمه ییزو غونډو کې د ګډون څرنګوالی ناڅرګند دی.

طالبان هڅه کوي له سیمه ییزو سازمانونو سره خپلې اړیکې پراخې او د افغانستان د ګډون او دایمي غړیتوب په اړه ملاتړ ترلاسه کړي.