• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۱

په خوست ولایت کې د طالبانو د ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» د پکتیا د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په سروټي سیمه کې ځان ته مجلل کور جوړ کړی. محلي سرچینې وايي، «ددغه کور لګښت د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ور کړی دی».

له خوست څخه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانګړې قطعې قوماندان جان محمد همت، مشهور په «جرکي»، د پکتیا د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د سروټي سیمې په علي احمدخېل کلي کې د شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت ځان ته مجلل کور جوړ کړی دی.

د سرچینو په وینا، «ددغه کور لګښت د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ور کړی دی».

جان محمد همت د بادشاه خان ځدراڼ په قبیلې پورې تړاو لري، چې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلال الدین حقاني د کورنۍ سیاله کورنۍ ګڼل کیږي.

جان محمد همت د حقاني شبکې غړی دی او دمګرۍ په خوست ولایت کې د ځانګړې قطعې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.

یوې محلي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « سراج الدین حقاني غواړي په ځدراڼو قبیله کې د پاچاخان ځدراڼ بدیل پیدا کړي او په همدې هدف پر جان محمد همت پانګونه کوي».

سراج الدین حقاني ته نږدې کسانو او د طالبانو د خوست د ځانګړو ځواکونو قوماندان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

100%

سراج الدین حقاني له دې وړاندې هم په خوست او پکتیا ولایتونو کې په شخصي لګښت د سړکونو جوړولو او ترافیکي نښو لګولو پروژې پلې کړې دي.

تازه نوموړي د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې د یوه تن د ړنګ شوي کور لګښتونه هم پرغاړه اخېستي دي.

دغه کور د هغه ځایي اوسېدونکي د کورنۍ لپاره جوړېږي چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ۱۷ غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

د ۱۴۰۲ کال په لیندي میاشت کې طالبانو په خوست کې د پاچا خان ځدراڼ هغه کلا ونړوله چې ځمکه یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ ورکړل شوې وه.

پاچا خان ځدراڼ د خوست - ګردیز پر لویه لاره له دې ځمکې د کور په توګه ګټه اخیسته، خو طالبانو په بولدوزرو ړنګ کړ.

د باچاخان ځدراڼ کورنۍ هغه وخت وویل، چې د دې جایداد ټول قانوني اسناد لري او د تېر جمهوریت پرمهال یې دا ځمکه د پيسو په بدل کې د فرمان له مخې اخیستې وه.

د معلوماتو له مخې پاچا خان ځدراڼ په دغه ځمکه کې پر باغ او مرغدارۍ سربېره په کلا باندې یو میلیون ډالره مصرف کړی و.

باچاخان ځدراڼ له ډېرو کلونو راهیسې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د حقاني شبکې سیال ګڼل کېده.

ډېر لیدل شوي

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه
۱

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۳

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۴

د بېځایه شویو سازمان: په امریکا کې د افغان ښځو د بشپړ ادغام بهیر لا هم بشپړ شوی نه دی

۵

ملي بسیج جبهه: له طالبانو سره د سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل بشپړ بندول دایمي ثبات تضمینوي