پر ډیورڼد کرښه پرتې د خيبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند سیمه ييز مشر اخوندزاده چټان وايي، د پښتونخوا په شمالي او جنوبي سيمو کې د ناامنۍ څپه روانه ده او په شمالي سيمو کې بيا باجوړ تر ټولو زيات د ناامنۍ سره مخ سيمه ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «که نوې ډله جوړيږي او که زړې وي کوم توپير نه لري همدغه جماعت الاحرار و، چې یوه جلا ډله وه او بیا طالبان ټول يو ځای شول او اوس که بيا جلا شو نو په امنيت یې کوم فرق نه پرېوځي زما په خيال حالات به همدغسې وي».
هغه زياته کړه، «دوی (جماعت الاحرار) که د ټي ټي پي سره و نو د هاغه ډلې لخوا به یې بریدونه کول او اوس به یې په جلا توګه کوي، همغه حالات به بيا هم وي».
د باجوړ سره څېرمه پرتې بلې قبايلي ولسوالۍ مومندو کې د جماعت اسلامي ګوند سیمه ييز مشر ملک فردوس خان صاپی هم تاييدوي چې په باجوړ کې ناامني زياته ده او هره ورځ هلته پېښې کيږي. او په «مومندو کې هم بیا حالت بدل نه دی، وسله وال په ښکاره ګرځي، د ماښام نه وروسته د خلکو نه قلنګ اخلي په زوره د خلکو نه چای ډوډۍ خوري او سهار بيا امنيتي ادارې په ځايي خلکو پسې ورځي او په دې یې ځوروي چې تاسو وسله والو ته ولې چای ډوډۍ ورکوئ».
افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، په مومندو کې د باجوړ څخه حالات يو څه بدل دي او هغه په دې ډول چې «دلته په مومندو کې هدفي وژنې نشته خو وسله والې ډلې ډېرې په ښکاره ګرځي، خلکو ته بلنې ورکوي ځان ورسره معرفي کوي چې موږ جماعت الاحرار او ټي ټي پي والا يُو».
هغه زياته کړه، په مومندو کې چې کومو سياسي مشرانو ته د امنيت لپاره امنيتي ساتونکي ورکړل شوي هغه ترې بېرته اخېستل شوي، د سيمې خلک دې روان وضعيت ته سخت اندېښمن دي.
ساپي وويل، «ماته په خپله هم د وسله والو ډلو لخوا د ګواهونو ټيليفونونه راځي».
په مومندو کې د جماعت الاحرار په اړه هغه زیاته کړه، «موږ اول دلته ټي ټي پي پېژندله اوس پکې دا جماعت الاحرار ډله رامنځته شوه دلته ځايي خلکو ته اوس دا ستونزه پېښه شوې ده چې دا دواړه ډلې په کليو ګرځي چې بلې ته به پيسې نه ورکوئ او بله بيا وايي چې بلې ډلې ته به پيسې نه ورکوئ دوی په خپل منځ کې اختلاف لري خو د خلکو څخه په قلنګ اخېستو او په تکليف رسولو کې بیا یو شان دي».
شنونکی او خبريال افتخار فردوس وايي، جماعت الاحرار له دې وړاندې هم په ۲۰۱۴م کال کې د ټي ټي پي څخه جلا شوې وه او هاغه وخت یې په بلوچستان، پنجاب او کراچۍ پورې بریدونه کړي وو.
افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «جماعت الاحرار په خيبرپښتونخوا کې شتون لري خو د نورو هغو ډلو سره هم ژورې اړيکې لري کومو سره چې دا نورې ناقانونه ګرځول شوې ډلې اړيکې نه لري او جماعت الاحرار چې د ۲۰۱۴م کال نه تر ۲۰۲۰م پورې څومره بريدونه کړي دي هغه یې د نورو ډلو سره په همکارۍ کې کړي دي».
هغه وويل، «دا ډله ادعا لري چې ټي ټي پي د پښتنو يا قبايلي سيمو نه چې کوم بهر سيمې دي ټي ټي پي په دغو سيمو کې بيا تل په دې ډله تکيه کوله».
يو بل خبريال ناصر داوړ وايي، په جماعت الاحرار کې چې څومره خلک پاتې شوي او اوس هم پکې دي، دوی په ټي ټي پي کې پاتې شوي دي، دوی چې وړاندې د ټي ټي پي څخه جلا شوي خپل عمليات به یې چټکول اوس چې دوی بیا د جلا کېدو اعلان وکړو بيا نه ښکاري چې په اسانۍ سره د ټي ټي پي سره يو ځای شي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «دا ډله چې څنګه جلا شوه دا په اول سر کې خيبر ته راغله او د ټي ټي پي ځای یې ونيولو، ټي ټي پي چې کوم قلنګ اخستو د کاروباري او شتمنو خلکو څخه، نو دوی هغه وا ايستل او هغه کار اوس دوی کوي، دغه شان په اورکزو کې یې هم د ټي ټي پي ځای ونيولو او هلته هم دوی اوس د خلکو نه پيسې اخلي، دغه ډول د پېښور سره نزدې (اېف ار پېښور) سيمه کې دوی ځان پياوړی کړی دی».
د امنیتي چارو کار پوه پخوانی د لوا قومندان محمود شاه وايي، د ده په نظر جماعت الاحرار دومره لوی قوت نه دی خو دوی له ټي ټي پي څخه جدا ايډيالوژي لري، دوی خپل فعاليتونه لري او په «پاکستان کې چې دوی څومره بريدونه کړي هغه ډېر خطرناک و» خو جلا کېدل یې ډېره لويه خبره نه ده.
سیاستوال او شنونکي وايي، ښيې چې د جماعت الاحرار سره امنیتي وضعيت د وړاندې په پرتله لا پسې نور خراب شي.
ملک فردوس خان ساپي وايي، په قبايلي سيمو کې غټ روزګار لکه په مومندو کې د ناامنۍ له لاسه د سنګ مرمرو کارخانې او کانونه وتړل شو، شتمن خلک د قبايلي او پښتونخوا له نورو سيمو څخه پنجاب ته لاړل او «موږ ته اقتصادي ډېر غټ تاوان وشو دلته اوس څوک پانګونې نه کوي».
هغه زياته کړه، «په څرګنده خو ښکاري چې جماعت الاحرار په قبايلي سيمو کې قوت لري او له دوی سره افغانان په ګڼ شمېر کې راغلي دي هغوی ورسره ګزمې کوي، ولس ته د دواړو ډلو (جماعت الاحرار او ټي ټي پي) څخه مسله ده ولس دې په دې منځ کې ښکېل دی چې د چا سره خبره وکړي».
همداراز هغه وويل، «د ناامنۍ څخه يو څوک هم خوندي نه دي، مذهبي ګوندونه هم د ګواښونو سره مخ دي».
افتخار فردوس وايي، له وخته سره د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ اختلاف و خو اوس به زياتې ستونزې پاکستان ته جوړيږي.
هغه وويل، «د ټي ټي پي په اړوند ځینې وړاندوينې کېدی شوې ځکه چې هغوی د جماعت الاحرار په پرتله د افغان طالبانو د زيات اثر لاندې دي او بل د دوی د ديوبندي شريعت لاندې اهداف او سيمې معلومې دي خو د جماعت الاحرار او هغوی سره نورې اړونده ډلې د ۲۰۲۱م کال وروسته غځېدلې دي، دغه ډلې او جماعت الاحرار د کراچۍ نه تر ګلګت بلتستان پورې او د بلوچستان نه تر خيبرپښتونخوا پورې د بريدونو مسووليت مني نو دا ستونزه به نوره هم زیاته شي».
نوموړي دا هم وويل، «يوه بله خبره دا ده چې د طالبانو د تحریک لاندې چې د ۲۰۱۸م کال وروسته د هغو په فرقه ييزه بريدونو کې کمی راغلی دی نو د جماعت الاحرار د جلا کېدو څخه فرقه ييزه بريدونه ښيې زیات شي».
ناصر داوړ وايي، د جماعت الاحرار جلا کېدل «د حکومت او خلکو لپاره په راتلونکې وخت کې يو خطرناک شکل جوړېدی شي، دوی به په اورکزو او کورمه کې ځان ډېر پياوړی کوي که چېرته دوی دغلته داعش ته لاس ورکړ نو دا به امنیتي وضعيت نور پيچلی کړي».
خو پخوانی بريګيډيير محمود شاه بيا وايي، جماعت الاحرار ډله د مومندو څخه پورې غاړې افغانستان کې موقعيت لري او ټي ټي پي په وزيرستان کې شتون لري، «که جماعت الاحرار په کراچۍ بريد وکړ د هغې څخه دا معنی نه شي اخېستل کېدای چې دا ډله دومره لويه ده چې په ټول پاکستان کې فعاليتونه کولی شي».
هغه زياته کړه، «پاکستان د ټي ټي پي په کمپونو باندې بریدونه کوي او کومه ډېره د خطرې خبره نشته».
اخوندزاده چټان په سيمه کې د بشپړ امنیت پر ځای کېدو په اړه وايي، «دا وخت باجوړ د لوبې ميدان جوړ کړل شوی دی، ولسي اعتراضي لاريونونه بې معنې شوي دي او د ناامنۍ مخنيوی کېدی شي خو که رياست وغواړي، ځکه چې په پاکستان د ترهګرۍ کومه جګړه تپل شوې ده نو دا د رياست د غلطو پالیسيانو له امله تپل شوې ده اوس هم که دوی خپلې پاليسيانې سمې کړي نو کېدای شي چې دا حالت سم شي».
هغه وويل، «د سياسي فعال په حيث زه دا ګڼم چې جګړه د مسلې حل نه دی د مسلو بشپړ حل د خبرو د لارې کېدی شي».