د بلوچستان په کوټه او دکۍ ولسوالۍ کې په دوو جلا چاودنو کې درې کسان وژل شوي

د بلوچستان په مرکز کوټه او دکۍ ولسوالۍ کې په دوو جلا چاودنو کې درې کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي دی. د پولیسو په وینا؛ د کوټې د سریاب سیمې د عیدګاه په میدان کې د یوې دیني مدرسې دوه زدهکوونکي هغه مهال ووژل شول، چې د لوبو پرمهال پرې یو لاسي بم وچاودېده.
د کوټې د ملکي روغتون چارواکو ویلي، دواړه ماشومان د چاودنې له امله سخت ټپيان شوي وو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. ځایي ادارو له پلټنو وروسته ویلي، چې چاودنه د یوه لاسي بم له امله شوې او پولیسو د دې پلټنې پیل کړې چې دغه بم څنګه د لوبو میدان ته رسېدلی و.
بل لور ته د دکۍ ولسوالۍ د لوني په سیمه کې یو موټرسایکل چلوونکی د سړک غاړې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. پولیس وايي، ناڅرګندو کسانو د سړک پر غاړه چاودېدونکي توکي اېښي وو چې د موټرسایکل د تېرېدو پرمهال وچاودېدل او چلوونکی یې پر ځای وواژه.
ځایي چارواکو د پېښې دوسیه ثبت کړې او ویلي یې دي، چې د برید د عاملانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.
