• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د پولیو بشپړ له منځه وړل لا هم ګډو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، ویلي چې افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره لا هم دوامداره او ګډو هڅو ته اړتیا شته.

هغه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د کندهار ولایت د سفر پر مهال یې له هغو ماشومانو او کورنیو سره لیدلي چې د پولیو د واکسین په پروګرامونو کې یې ګډون کړی دی.

هغه ویلي، هر هغه ماشوم چې د پولیو واکسین ترلاسه کوي، افغانستان یو ګام د پولیو له ناروغۍ پاک راتلونکي ته نږدې کوي او د دې ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د یونیسف استازي همداراز د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت له شریکانو مننه کړې چې په افغانستان کې یې د واکسیناسیون له پروګرامونو ملاتړ کړی او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

یونیسف یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول خورا مهم دي او غوښتنه یې کړې چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د بیا خپرېدو د مخنیوي لپاره دې روانې هڅې دوام ومومي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

جرمني د ۷۷ افغان کډوالو د ایستلو لپاره له یو میلیون یورو ډېر لګښت کړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۱
جرمني د ۷۷ افغان کډوالو د ایستلو لپاره له یو میلیون یورو ډېر لګښت کړی
100%

د جرمني حکومت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۷ افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي. د دغو کسانو له ډلې ۷۷ تنه د درېیو ځانګړو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د درېیو چارټر الوتنو ټول لګښت یو میلیون او ۶۰ زره یورو ښودل شوی دی.

دغه ایستل د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې ترسره شوي دي.

د جرمني حکومت دغه معلومات د دې هېواد په پارلمان کې د کيڼ ګوند د استازو د پوښتنو په ځواب کې خپاره کړي دي. د حکومت د څرګندونو له مخې، د استوګنې د قانون پلي کول او د کډوالو ایستل د ایالتونو مسؤلیت دی، خو فدرالي حکومت له دې بهیر څخه ملاتړ کوي.

حکومت دا هم تایید کړې چې د هغو کسانو د هویت د تثبیت، د پاسپورټونو او د سفر د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره چې د ایستلو پرېکړه یې شوې، د طالبانو له استازو سره یې غونډې کړې دي. خو د شخصي معلوماتو د خونديتوب او نړیوالو همکاریو د ملاحظاتو له امله یې د دغو استازو نومونه نه دي خپاره کړي.

د جرمني حکومت په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې طالبانو ته پیسې ورکړل شوې دي، او ویلي یې دي چې فدرالي پولیسو د افغان وګړو د هویت د تثبیت د غونډو لپاره طالبانو ته هېڅ ډول پیسې نه دي ورکړې.

خو حکومت د وري میاشتې د ۲۸مې هغې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د فدرالي ادارې په دفتر کې، د بن ښار کې جوړه شوې وه. دغه غونډه وروسته له هغې جنجالي شوه چې د جرمني د زېډ‌ ډي اېف او اېن ډي ار رسنیو راپور ورکړ چې یو شمېر افغانان چې د ایستلو له ګواښ سره مخ وو، د هویت د تثبیت او د سفر د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو استازي ته ورپېژندل شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا بهیر د فدرالي پولیسو له خوا ترسره شوی او د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې یوازې د غونډې ځای برابر کړی و.

د جرمني حکومت ټینګار کړی چې د ایستلو د بهیر د عملي کولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي او کاري اړیکې اړینې دي، خو دا د طالبانو د سیاسي رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

طالبان: پاکستان او ایران د چهارشنبې په ورځ ۳۳۵۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۱
طالبان: پاکستان او ایران د چهارشنبې په ورځ ۳۳۵۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي
100%

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د چهارشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۶۳۵ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۳۳۵۱ تنه کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۴۶۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۴۵۱ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د چهارشنبې په ماخوستن (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۸۰ کېږي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۸ کېږي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷ کېږي او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې سربېره له ۴۵۱ کورنیو سره مرستې شوي او همداراز له کابل څخه ۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۱ کېږي خپلو ولایتونو ته د تللو لپاره څه باندې ۳۵۳ زره افغانۍ کرایې ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام مسوولینو سره په کتنه کې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.

د پولیو څارنې نړیوال بورډ: د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ مهار لپاره بېړني اقدامات اړین دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱
د پولیو څارنې نړیوال بورډ: د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ مهار لپاره بېړني اقدامات اړین دي
100%

د پولیو د څارنې نړیوال بورډ مشرتابه پلاوي د افغانستان د سفر پر مهال کابل او کندهار ولایتونو کې د طالبانو له چارواکو سره د روغتیايي وضعیت ارزونې او پولیو ناروغۍ د بشپړ مخنیوي په اړه لیدنې او خبرې کړي. دوی ویلي په دغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ مهار لپاره بېړني اقدامات اړین دي.

د دغه بورډ مشرې، حنان بلخي، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د کابل او کندهار د سفر پر مهال یې د روغتیايي کارکوونکو هڅې له نږدې لیدلې دي. د هغې په وینا، دغه کارکوونکي د سختو بشري او محدودو امکاناتو سربېره، د افغانستان ماشومانو ته حیاتي روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

بلخي ویلي، په دغو ناستو کې د پولیو ویروس د بشپړ مهار لپاره پر بېړنیو اقداماتو خبرې شوې دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هر ماشوم ته د پولیو واکسین رسېږي، د ناروغۍ د څارنې سیستم پیاوړی کېږي او د لومړنیو روغتیايي خدماتو په چوکاټ کې د ماشومانو د منظم او دوره‌يي واکسین پروګرام لا غښتلی شي.

هغې زیاته کړې چې د پولیو تر څنګ، په لرې پرتو سیمو کې د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د افغانستان د روغتیايي نظام د مهمو لومړیتوبونو په اړه هم هر اړخیزې خبرې ترسره شوې دي.

د پولیو د څارنې د نړیوال بورډ مشرې ټینګار کړی چې د دغو حیاتي بشري پروګرامونو دوام د نړیوالو مرستندویانو پر دوامداره مالي ملاتړ پورې تړلی دی.

بلخي ویلي، د دوی هڅې به دوام ولري څو بشري مرستې په شفاف او اغېزناک ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي. هغې زیاته کړې چې د افغانستان پر روغتیايي نظام پانګونه نه یوازې د پولیو د له منځه وړلو لپاره مهمه ده، بلکې د سیمې د روغتیايي امنیت د خوندي ساتلو او میلیونونو خلکو ته د اړینو روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

طالبان وايي په هلمند کې یې نږدې ۱۲نیم ټُنه قاچاقي مواد سوځولي دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱
 طالبان وايي په هلمند کې یې نږدې ۱۲نیم ټُنه قاچاقي مواد سوځولي دي
100%

په هلمند کې سیمه‌ییز طالب مسوولین وايي، د هلمند د فرعي ګمرکاتو له لوري قاچاقي ۱۲۴۶۸ کیلوګرامه انساني او کرنیز درمل له ترلاسه کولو وروسته نن (چهارشنبه) په ګرمسېر ولسوالۍ کې وسوځول شول. دوی د مبدا هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې دغه ډول توکي له پاکستان څخه واردېدل.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم له اخیستلو پرته ویلي، دغه قاچاقي مواد له ګاونډي هېواد څخه په تېرو دوو میاشتو کې راوړل شوي وو.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه مواد د دوی د محکمې د حکم پر بنسټ نن د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې وسوځول شول.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادرونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې دغه ډول توکي د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه راواردېدل.

له دې سره سم، د هلمند لپاره د طالبانو د فرعي ګمرکاتو رييس حقمل خبرداری ورکړی: «هېڅ کوم کس ته اجازه نه‌ورکوو چې په غیر قانوني توګه له هېواد څخه کوم توکی صادر او یا هم هېواد ته راوارد کړي».

له نږدې یوه کال راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي، چې په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره همکاري پیاوړې کوو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره همکاري پیاوړې کوو
100%

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مشر سره یې د افغانستان د کډوالو او بې‌ځایه شویو خلکو د ملاتړ په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، په ایکس خواله رسمۍ کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ پر روانې همکارۍ، د ګډو برنامو پر پیاوړتیا او هغو کسانو ته د همغږو او دوامدارو مرستو پر برابرولو خبرې وشوې چې تر ټولو ډېرې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د استازولۍ په وینا، د دواړو لورو ترمنځ د حل‌لارې پر بنسټ د ملاتړ پر میکانېزمونو او د افغانستان د زیانمنو خلکو لپاره د اغېزناکو مرستو پر دوام هم ټینګار شوی دی.

اروپايي ټولنې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له فعالیتونو او بشري هڅو څخه خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم له پراخ بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه کډوال، بې‌ځایه شوي او نور زیانمن خلک د بشري مرستو او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.