• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید یو کس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د بکاخېل ګمرک په سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. د بنو د پولیسو مشر رب نواز خان ویلي، وسله‌والو له کوادکاپټر څخه چاودېدونکي توکي غورځولي چې له امله یې دغه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځایي چارواکو ویلي، ټپیان د بنو ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. د پولیسو په وینا؛ تر دې وړاندې د امنیتي ځواکونو پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو ګڼ بریدونه شنډ شوي، خو وسله‌والو اوس پر ملکي وګړو بریدونه پیل کړي دي.
امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د پلټنې عملیات هم پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳
ستاسو روایت

په کندهار کې د یو چینايي وګړي واده د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۵

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان اعلی وزیر: د ترهګرۍ پر ضد جګړه اوس په پرېکنده پړاو کې ده

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۱
100%

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په زیارت سیمه کې رسنیو ته ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه پرېکنده پړاو ته رسېدلې ده او حکومت به په دې سختو شرایطو کې خپل ولس هېڅکله یوازې پرېنږدي.

هغه ټینګار وکړ چې که څه هم اوسني شرایط ستونزمن دي، خو د بلوچستان حکومت به له خپلو مسوولیتونو څخه شاته نه شي.

سرفراز بګټي اعلان وکړ چې د زیارت سیمې په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو پولیسو د ماشومانو د زده کړې او پالنې ټول مسوولیت او لګښت به د بلوچستان حکومت پر غاړه واخلي.

د بلوچستان اعلی وزیر خپلې کابینې ته په خطاب کې وویل چې په تړلو خونو کې په ناسته د داسې سختو شرایطو مقابله نه‌شي کېدای. هغه زیاته کړه چې د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره باید چارواکي په خپله ډګر ته ووځي او د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

بګټي په خپلو خبرو کې ومنله چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو زیاته یې کړه چې حکومت د خلکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې په دې روانه جګړه کې به له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخیستل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تحریک طالبان پاکستان د بلوچستان په زیارت سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې ادعا کړې ده چې په دغه برید کې یې له ۲۰ څخه زیاتو پاکستاني ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

شنونکي او سياستوال: له ټي‌ټي‌پي څخه د جماعت الاحرار جلا کېدل به امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۱
100%

پاکستاني سياستوال او شنونکي وايي، په خيبرپښتونخوا او ځانګړې توګه له افغانستان سره پر ډیورڼد کرښه پرتو سيمو کې له وړاندې څخه ناامني او ترهګري په زور کې ده، او د پاکستاني طالبانو له تحريک څخه د جماعت الاحرار ډلې جلا کېدل ښيې چې امنيتي وضعيت لا نور پېچلی کړی.

پر ډیورڼد کرښه پرتې د خيبرپښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند سیمه ييز مشر اخوندزاده چټان وايي، د پښتونخوا په شمالي او جنوبي سيمو کې د ناامنۍ څپه روانه ده او په شمالي سيمو کې بيا باجوړ تر ټولو زيات د ناامنۍ سره مخ سيمه ده.

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «که نوې ډله جوړيږي او که زړې وي کوم توپير نه لري همدغه جماعت الاحرار و، چې یوه جلا ډله وه او بیا طالبان ټول يو ځای شول او اوس که بيا جلا شو نو په امنيت یې کوم فرق نه پرېوځي زما په خيال حالات به همدغسې وي».

هغه زياته کړه، «دوی (جماعت الاحرار) که د ټي ټي پي سره و نو د هاغه ډلې لخوا به یې بریدونه کول او اوس به یې په جلا توګه کوي، همغه حالات به بيا هم وي».

د باجوړ سره څېرمه پرتې بلې قبايلي ولسوالۍ مومندو کې د جماعت اسلامي ګوند سیمه ييز مشر ملک فردوس خان صاپی هم تاييدوي چې په باجوړ کې ناامني زياته ده او هره ورځ هلته پېښې کيږي. او په «مومندو کې هم بیا حالت بدل نه دی، وسله وال په ښکاره ګرځي، د ماښام نه وروسته د خلکو نه قلنګ اخلي په زوره د خلکو نه چای ډوډۍ خوري او سهار بيا امنيتي ادارې په ځايي خلکو پسې ورځي او په دې یې ځوروي چې تاسو وسله والو ته ولې چای ډوډۍ ورکوئ».

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، په مومندو کې د باجوړ څخه حالات يو څه بدل دي او هغه په دې ډول چې «دلته په مومندو کې هدفي وژنې نشته خو وسله والې ډلې ډېرې په ښکاره ګرځي، خلکو ته بلنې ورکوي ځان ورسره معرفي کوي چې موږ جماعت الاحرار او ټي ټي پي والا يُو».

هغه زياته کړه، په مومندو کې چې کومو سياسي مشرانو ته د امنيت لپاره امنيتي ساتونکي ورکړل شوي هغه ترې بېرته اخېستل شوي، د سيمې خلک دې روان وضعيت ته سخت اندېښمن دي.

ساپي وويل، «ماته په خپله هم د وسله والو ډلو لخوا د ګواهونو ټيليفونونه راځي».

په مومندو کې د جماعت الاحرار په اړه هغه زیاته کړه، «موږ اول دلته ټي ټي پي پېژندله اوس پکې دا جماعت الاحرار ډله رامنځته شوه دلته ځايي خلکو ته اوس دا ستونزه پېښه شوې ده چې دا دواړه ډلې په کليو ګرځي چې بلې ته به پيسې نه ورکوئ او بله بيا وايي چې بلې ډلې ته به پيسې نه ورکوئ دوی په خپل منځ کې اختلاف لري خو د خلکو څخه په قلنګ اخېستو او په تکليف رسولو کې بیا یو شان دي».

شنونکی او خبريال افتخار فردوس وايي، جماعت الاحرار له دې وړاندې هم په ۲۰۱۴م کال کې د ټي ټي پي څخه جلا شوې وه او هاغه وخت یې په بلوچستان، پنجاب او کراچۍ پورې بریدونه کړي وو.

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «جماعت الاحرار په خيبرپښتونخوا کې شتون لري خو د نورو هغو ډلو سره هم ژورې اړيکې لري کومو سره چې دا نورې ناقانونه ګرځول شوې ډلې اړيکې نه لري او جماعت الاحرار چې د ۲۰۱۴م کال نه تر ۲۰۲۰م پورې څومره بريدونه کړي دي هغه یې د نورو ډلو سره په همکارۍ کې کړي دي».

هغه وويل، «دا ډله ادعا لري چې ټي ټي پي د پښتنو يا قبايلي سيمو نه چې کوم بهر سيمې دي ټي ټي پي په دغو سيمو کې بيا تل په دې ډله تکيه کوله».

يو بل خبريال ناصر داوړ وايي، په جماعت الاحرار کې چې څومره خلک پاتې شوي او اوس هم پکې دي، دوی په ټي ټي پي کې پاتې شوي دي، دوی چې وړاندې د ټي ټي پي څخه جلا شوي خپل عمليات به یې چټکول اوس چې دوی بیا د جلا کېدو اعلان وکړو بيا نه ښکاري چې په اسانۍ سره د ټي ټي پي سره يو ځای شي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خبرو کې هغه وويل، «دا ډله چې څنګه جلا شوه دا په اول سر کې خيبر ته راغله او د ټي ټي پي ځای یې ونيولو، ټي ټي پي چې کوم قلنګ اخستو د کاروباري او شتمنو خلکو څخه، نو دوی هغه وا ايستل او هغه کار اوس دوی کوي، دغه شان په اورکزو کې یې هم د ټي ټي پي ځای ونيولو او هلته هم دوی اوس د خلکو نه پيسې اخلي، دغه ډول د پېښور سره نزدې (اېف ار پېښور) سيمه کې دوی ځان پياوړی کړی دی».

د امنیتي چارو کار پوه پخوانی د لوا قومندان محمود شاه وايي، د ده په نظر جماعت الاحرار دومره لوی قوت نه دی خو دوی له ټي ټي پي څخه جدا ايډيالوژي لري، دوی خپل فعاليتونه لري او په «پاکستان کې چې دوی څومره بريدونه کړي هغه ډېر خطرناک و» خو جلا کېدل یې ډېره لويه خبره نه ده.

سیاستوال او شنونکي وايي، ښيې چې د جماعت الاحرار سره امنیتي وضعيت د وړاندې په پرتله لا پسې نور خراب شي.

ملک فردوس خان ساپي وايي، په قبايلي سيمو کې غټ روزګار لکه په مومندو کې د ناامنۍ له لاسه د سنګ مرمرو کارخانې او کانونه وتړل شو، شتمن خلک د قبايلي او پښتونخوا له نورو سيمو څخه پنجاب ته لاړل او «موږ ته اقتصادي ډېر غټ تاوان وشو دلته اوس څوک پانګونې نه کوي».

هغه زياته کړه، «په څرګنده خو ښکاري چې جماعت الاحرار په قبايلي سيمو کې قوت لري او له دوی سره افغانان په ګڼ شمېر کې راغلي دي هغوی ورسره ګزمې کوي، ولس ته د دواړو ډلو (جماعت الاحرار او ټي ټي پي) څخه مسله ده ولس دې په دې منځ کې ښکېل دی چې د چا سره خبره وکړي».

همداراز هغه وويل، «د ناامنۍ څخه يو څوک هم خوندي نه دي، مذهبي ګوندونه هم د ګواښونو سره مخ دي».

افتخار فردوس وايي، له وخته سره د ټي ټي پي او جماعت الاحرار ترمنځ اختلاف و خو اوس به زياتې ستونزې پاکستان ته جوړيږي.

هغه وويل، «د ټي ټي پي په اړوند ځینې وړاندوينې کېدی شوې ځکه چې هغوی د جماعت الاحرار په پرتله د افغان طالبانو د زيات اثر لاندې دي او بل د دوی د ديوبندي شريعت لاندې اهداف او سيمې معلومې دي خو د جماعت الاحرار او هغوی سره نورې اړونده ډلې د ۲۰۲۱م کال وروسته غځېدلې دي، دغه ډلې او جماعت الاحرار د کراچۍ نه تر ګلګت بلتستان پورې او د بلوچستان نه تر خيبرپښتونخوا پورې د بريدونو مسووليت مني نو دا ستونزه به نوره هم زیاته شي».

نوموړي دا هم وويل، «يوه بله خبره دا ده چې د طالبانو د تحریک لاندې چې د ۲۰۱۸م کال وروسته د هغو په فرقه ييزه بريدونو کې کمی راغلی دی نو د جماعت الاحرار د جلا کېدو څخه فرقه ييزه بريدونه ښيې زیات شي».

ناصر داوړ وايي، د جماعت الاحرار جلا کېدل «د حکومت او خلکو لپاره په راتلونکې وخت کې يو خطرناک شکل جوړېدی شي، دوی به په اورکزو او کورمه کې ځان ډېر پياوړی کوي که چېرته دوی دغلته داعش ته لاس ورکړ نو دا به امنیتي وضعيت نور پيچلی کړي».

خو پخوانی بريګيډيير محمود شاه بيا وايي، جماعت الاحرار ډله د مومندو څخه پورې غاړې افغانستان کې موقعيت لري او ټي ټي پي په وزيرستان کې شتون لري، «که جماعت الاحرار په کراچۍ بريد وکړ د هغې څخه دا معنی نه شي اخېستل کېدای چې دا ډله دومره لويه ده چې په ټول پاکستان کې فعاليتونه کولی شي».

هغه زياته کړه، «پاکستان د ټي ټي پي په کمپونو باندې بریدونه کوي او کومه ډېره د خطرې خبره نشته».

اخوندزاده چټان په سيمه کې د بشپړ امنیت پر ځای کېدو په اړه وايي، «دا وخت باجوړ د لوبې ميدان جوړ کړل شوی دی، ولسي اعتراضي لاريونونه بې معنې شوي دي او د ناامنۍ مخنيوی کېدی شي خو که رياست وغواړي، ځکه چې په پاکستان د ترهګرۍ کومه جګړه تپل شوې ده نو دا د رياست د غلطو پالیسيانو له امله تپل شوې ده اوس هم که دوی خپلې پاليسيانې سمې کړي نو کېدای شي چې دا حالت سم شي».

هغه وويل، «د سياسي فعال په حيث زه دا ګڼم چې جګړه د مسلې حل نه دی د مسلو بشپړ حل د خبرو د لارې کېدی شي».

بشرا ګوهر: پاکستان پښتانه د «ښو او بدو طالبانو» په جګړه کې ښکېل کړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د بشري حقونو پېژندل شوې پښتنې فعالې بشرا ګوهر، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او د بلوچستان پر حکومت سختې نیوکې کړې دي او پوښتنه یې کړې چې که عام وګړي له «طالب ترهګرو سره جګړې» ته اړ کېږي، نو امنیتي ځواکونه د څه لپاره دي.

مېرمن ګوهر خبرداری ورکړی چې د «ښو» او «بدو» طالبانو په جګړه کې د پښتنو ښکېلول په سیمه کې د کورنۍ جګړې د پیلولو په مانا دي. د هغې په وینا، په پښتون مېشته سیمو کې ګډوډي او انارشي په سیمه کې د یو بل نیابتي جنګ لپاره لاره هواروي.

دې پښتنې فعالې د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې په دې نوي نیابتي جنګ کې به یو ځل بیا د دوی ماشومان د جګړې د سون توکو په توګه وکارول شي. هغې همدارنګه پوښتنه کړې چې چا دا نیابتي ډلې په سیمه کې ځای پر ځای کړې او پیاوړې کړې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پښتون مېشته سیمو او بلوچستان کې د ناامنیو او وسله والو بریدونو له امله د ځايي خلکو اندېښنې په بې ساري توګه زیاتې شوې دي او عام خلک احساسوي چې دولتي ځواکونه د دوی په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

په سیمه کې د دغو ناامنیو په لړ کې، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په دې وروستیو کې د بلوچستان ایالت په زیارت سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې له ۲۰ څخه زیاتو پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې دا په سیمه کې د روان تاوتریخوالي او ناامنیو کچه ښيي.

جمایمه اپریدۍ: بورقه هېڅکله د پښتنو او افغان ښځو د فرهنګي هویت استازیتوب نه کوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
100%

په پښتونخوا کې د ښځو حقونو فعاله جمایمه اپریدۍ وایي، چې چادري (بورقه) د پښتنو او افغان ښځو د تاریخي او فرهنګي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د هغې په وینا د ترهګرۍ، افراطیت او بهرنیو تحمیل شویو سیاستونو پایله ده.

هغې په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د نسلونو او کلونو په اوږدو کې پښتنې او افغان ښځې د چادرۍ له مخې نه پېژندل کېدې، خو اوس د نړۍ په ذهن کې د هغوی په اړه رامنځته شوی انځور له واقعیت سره سمون نه لري.

اغلې اپریدۍ ټینګار کړی چې ښځې تل د ظلم او محدودیتونو تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي او بورقه باید د دوی د اصلي هویت پر ځای د هغو شرایطو د محصول په توګه وکتل شي چې پرې تحمیل شوي دي.

هغې همداراز د ټولنیزو رسنیو پر اغېزناکو څېرو نیوکه کړې چې د هغې په خبره، د څو لایکونود ترلاسه کولو او د مشهور کېدو لپاره د لنډمهال لپاره بورقه اغوندي او هغه د ستاینې وړ سمبول په توګه انځوروي.

د نوموړې په وینا، هغه کسان چې یوازې د لنډ وخت لپاره بورقه اغوندي، هېڅکله نه شي درک کولای چې په دې لباس کې د اوږدې مودې ژوند او له محدودیتونو سره مخامخ کېدل څه معنا لري.

په کویټه کې د ځایي خلکو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې ۲ کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
100%

په بلوچستان کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د کوټې ښار اوړوند د هنه وړک په ببري سیمه کې د ځايي خلکو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې دوه تنه وژل شوي او ۱۵نور ټپیان شوی دي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نښته نن مازيګر رامنځته شوې ده.

پولیسو ویلي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د ځنیو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د وسله‌والو پر ضد یې عملیات پیل کړي دي او په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د سرچینو په خبره، له پېښې وروسته په سیمه کې ويره او اندېښنه خپره شوې ده.

بل خوا د یادې پېښې پر ضد ځایي خلکو د اعتراض په ډول د کویټې هوایي ډګر لاره هم تړلې ده.

تر دې مهاله روښانه نه ده چې یادې نښتې اصلي علت څه دی.