قالیباف: په هرمز تنګي کې به د امریکا لهخوا هیڅ ډول لاسوهنې ته اجازه ورنهکړو

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف په تهران کې د علي خامنهیي او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازې د مراسمو په څنډه کې له چینایي چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې ایران به په هرمز تنګي کې د امریکا هیڅ ډول لاسوهنې ته اجازه ورنهکړي.
قالیباف زیاته کړې:« اسراییل هڅه کوي، چې له امریکا سره زموږ تفاهم ګډوډ کړي؛ خو په سیمه کې د ایران د مخنیوي ځواک به د دوی لهخوا د جګړې بیا پیلولو مخه ونیسي». محمد باقر قالیباف ویلي، د ایران او چین ترمنځ د اړیکو پراختیا به په نړۍ کې د کړکېچونو په کمښت کې اغېزمن رول ولوبوي.
ورته مهال بلومبرګ راپور ورکړی، چې د اوربند او د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د تفاهم لیک لاسلیک سره، سره زرګونه کښتۍ چلوونکي لاهم له هرمز تنګي څخه د تېرېدو لپاره په فارس خلیج کې د ۱۰۰ ورځو راهیسې بندپاتې دي.
له بل پلوه خپاره شوي تصویرونه د چهارشنبې په سهار د ایران په سویل بندر عباس سیمه کې د زورورو چاودنو شېبه ښیي. د امریکا مرکزي قوماندنۍ (سېنټکام) ویلي، په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو د ایران د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
