• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: پاکستان بالاخره درې لسیزې وروسته اعتراف وکړ چې طالبان مشروعیت نه لري

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر (ای‌ایس‌پی‌ار) د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان له ۳۰ کلونو وروسته بالاخره پر دې اعتراف وکړ چې طالبان مشروعیت نه لري.

ښاغلي صالح د پاکستان پر دغه نوي دریځ ملنډې وهلې او ویلي یې دي چې د دې حقیقت په درک کولو کې دغه هېواد درې لسیزې وخت تېر کړ.

امرالله صالح پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د بلوچستان په زیارت سیمه کې تر برید وروسته د پاکستاني پوځ د ویاند خبري غونډه یې لیدلې ده. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ په لومړي ځل داسې څه کشف کړي چې دی یې ورته حیران کړی دی او هغه د طالبانو نامشروع بلل دي. د صالح په وینا، د پاکستان د پوځ ویاند په خپلو خبرو کې مسلکي اصطلاحات کارولي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې بریدونه روښانه همغږي، قومانده، کنټرول، لوژستیک او تبلیغاتي بستر لري.

د افغانستان دغه مخکیني چارواکي وړاندیز کړی چې پاکستان باید اوس په خپل منځ کې یو جدي چاڼ پیل کړي او د خپلې استخباراتي ادارې (ای‌ایس‌ای) هغه ښوونکي وپېژني چې طالبانو ته یې تر اړتیا ډېر مهارتونه او پوهه ور زده کړې ده. هغه په طنزیه ډول لیکلي چې دا ډېره دردوونکې ده کله چې د یو چا خپل نیابتي ځواک نامشروع شي او د خپل بادار پر وړاندې سرکښه شي. ښاغلي صالح ټینګار کړی چې دی له ۳۰ کلونو راهیسې طالبان د پاکستان د پوځ د مرکزي دفتر (جي‌ایچ‌کیو) نامشروع نیابتي ډله بولي.

ښاغلي صالح د خپلو څرګندونو په دوام کې د کندهار د والي یادونه کړې چې په خپل زغره‌وال موټر کې په پرله پسې ډول کوېټې ته سفر کوي ترڅو هلته له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي. نوموړي پوښتنه کړې چې ایا د کندهار والي هم د همدې نامشروع ډلې برخه دی که نه؟ صالح د پاکستان د پوځ له عامه اړیکو دفتر څخه غوښتي چې د افغان ولس لپاره د طالبانو د تاریخ او د هغوی د پاکستاني ریښو په اړه معلومات ورکړي او د طالبانو بنسټګر نصیرالله بابر ته یې د عذاب غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په بلوچستان کې په تېرو څلورو ورځو کې د دغه هېواد د ۴۲ امنیتي سرتېرو او ۵۴ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. چودري افغان طالبان تورن کړي چې د پاکستان مخالفو وسله‌والو ډلو ته یې پناهځایونه او مالي اسانتیاوې برابرې کړې دي او له هغوی څخه ملاتړ کوي، خو طالبانو تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کرنې وزیر له خپل هندي سیال سره د کرنیزو مسایلو په تړاو غږېدلی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
د طالبانو د کرنې وزیر له خپل هندي سیال سره د کرنیزو مسایلو په تړاو غږېدلی دی
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې او بزګرانو هوساینې له وزیر شیوراج سنګ‌چوهان سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنیزو مسایلو په تړاو د هند او افغانستان د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې د څېړنو، کرنیزو زده کړو، کیفیت لرونکو تخمونو، د کرنې د عصري لارو چارو، اوبو لګولو، د اوبو د اغېزناکې کارونې، د ظرفیتونو د لوړولو، د للمي کرنې او د کمو اوبو لرونکو سیمو لپاره د اقلیم پر وړاندې د مقاومت لرونکي کرنې په تړاو د هند او افغانستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا خبرې اترې د کرنې په برخه کې د همکاریو د ژورولو او په هند او افغانستان کې د بزګرانو د ګټو لپاره د تلپاتې کرنیزې پراختیا د رامنځته کولو په موخه د دواړو هېوادونو کلک هوډ څرګندوي».

د یادونې وړ ده، عطاءالله عمري د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) د یوه پلاوي په مشرۍ نوي ډیلي ته تللی دی.

دا د پاکستان او طالبانو تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالبانو څلورم وزیر دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

د طالبانو د کرنې وزیر په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو له پاکستان سره د اړیکو له خرابېدو وروسته د هند په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره راشه درشه ډېره کړې ده.

د سیاسي استازولیو شورا: د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه درنه ضایعه ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
 د سیاسي استازولیو شورا: د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه درنه ضایعه ده
100%

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د پخواني نامتو لوبغاړي شاپور ځدراڼ مړینه د کرېکټ او هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

په یو رسمي پیغام کې، چې د چنګاښ په ۱۷مه خپور شوی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د شاپور ځدراڼ کورنۍ، خپلوانو، د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې غړو او ټولو ورزش‌پالو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کړی دی.

د همغږۍ شورا په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې ارواښاد شاپور ځدراڼ د خپل ځانګړي استعداد، ملي ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې د نورو غښتلو لوبغاړو تر څنګ، په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان ملي بیرغ رپانده وساتلی و. د دغې شورا په وینا، نوموړي د افغانستان د کرېکټ په نړیوال معرفي کولو کې خورا ارزښتمنه او تاریخي ونډه درلوده او د هغه میراث به د هېواد د ورزشي تاریخ یوه روښانه برخه پاتې شي.

د دغه پخواني ملي لوبغاړي مړینې په کورني او نړیوال کچه د کریکټ مینه وال او لوبغاړي د خپګان په ټغر کېنولي دي. د افغانستان کرېکټ بورد هم د نوموړي د مړینې له امله د درناوي او همدردۍ په توګه د اشپګیزه کریکټ لیګ سیالۍ د دوو ورځو لپاره وځنډولې ترڅو د هېواد د دغه پخواني ستوري له کورنۍ سره غمشریکي وشي.

له بلې خوا، د شاپور ځدراڼ جسد نن له هندوستان څخه کابل ته انتقال شو او هلته د کرېکټ د اوسنیو او پخوانیو ستورو، د ورزشي ادارو د مسوولینو او په سلګونو مینه والو له خوا یې تود هرکلی وشو. د کرېکټ د دغه پیاوړي لوبغاړي جسد د کابل په هوایي ډګر کې د هغه د هم‌لوبو او مینه والو پر اوږو بدرګه شو او د خاورو ته سپارلو لپاره چمتو شو.

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان پېښه؛ یوه کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
سمنګان کې د ډبرو سکرو کان پېښه؛ یوه کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی
100%

د طالبانو د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان د رالوېدو له امله یو کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني، ویلي چې دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د مړه شوي کان‌کیندونکي جسد له کان څخه رایستل شوی او د دره‌صوف بالا ولسوالۍ د اوسېدونکي کارګر جسد یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د ډبرو سکرو په کانونو کې ورته مرګونې پېښې رامنځته کېږي. تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو کانونو د لوېدو او نورو پېښو له امله ګڼو کان‌کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کارپوهانو په باور، د خوندیتوب د معیاري تدابیرو نشتوالی، د مناسبو تجهیزاتو کمښت او د ژغورنې د امکاناتو نشتون د دغو مرګونو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د ملک سلمان خیریه بنسټ په نورستان کې له ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱
د ملک سلمان خیریه بنسټ په نورستان کې له ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې
100%

د نورستان لپاره د طالبانو ځايي مسوولین وايي، د ملک سلمان خیریه بنسټ په دغه ولایت کې له زرو اړمنو او بې‌وزلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته کړې. د دوی په وینا، د دغو مرستو ټول ارزښت نږدې ۴ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د نورستان ځايي طالب مسوولین وايي، دغه مرستې نن (چهارشنبه د چنګاښ ۱۷مه) په مرکز پارون ښار کې پر زرو بې‌وزلو، اړمنو، بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو په شفاف ډول وېشتل شوي دي.

د یاد خیره بنسټ د مسوولینو په وینا، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۵،۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا او ۵ کیلو وریژي وېشل شوي او همداراز یې د مرستو د دوام ژمنه هم وکړه.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له یادو مرستو خوښي څرګنده کړه او د ملک سلمان خیریه بنسټ له مسوولینو څخه یې مننه وکړه، چې په دې سخت وخت کې یې لاسنیوی وکړ.

دوی له نورو مرستندویه بنسټونو د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

فوزیه کوفي: افغانستان ته د ملګرو ملتونو تلونکې ښځینه چارواکې باید د طالبانو روایت وننګوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
فوزیه کوفي: افغانستان ته د ملګرو ملتونو تلونکې ښځینه چارواکې باید د طالبانو روایت وننګوي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه ییزې مشرې حنان بلخي غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو محدودونکی روایت په کلکه وننګوي.

مېرمن کوفي ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د تلپاتې او هراړخیزو روغتیايي خدماتو وړاندې کول د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له فعال شتون او ګډون پرته هېڅکله ممکن نه دی.

فوزیه کوفي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او د نورو لومړنیو روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره د ښځو لاسرسی، پوهاوی او د تصمیم نیونې له مرحلې نیولې تر پلي کېدو پورې په ټولو پروسو کې د هغوی ونډه حیاتي ده. هغې زیاته کړې، دا تمه کېږي هغه ښځې چې تر هر نوم لاندې افغانستان ته سفر کوي، باید د طالبانو د واکمن روایت پر وړاندې په کلکه ودرېږي او هغه وننګوي.

دې پخوانۍ افغان سیاستوالې خبرداری ورکړی چې په هېواد کې روان وضعیت باید عادي ونه ښودل شي او یوازې د بودیجې کمښت د اصلي ستونزې په توګه معرفي نه شي. د مېرمن کوفي په وینا، څومره چې ښځې له زده کړو او کاري ځواک څخه لرې ساتل کېږي، په هماغه اندازه به افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو او بحران سره مخامخ شي.

دا غبرګون په داسې حال کې څرګندېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو او نجونو باندې په بېلابېلو برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي او هغوی د زده کړو او کار له ډېرو حقونو بې‌برخې شوې دي. کوفي ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو نادیده نیول به د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي جوړښت باندې ویجاړونکي اغېزې ولري.

له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د خپل تازه سفر په لړ کې خبرداری ورکړی و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي. د هغې په وینا، د دې وضعیت دوام د میلیونونو کسانو روغتیايي خدماتو او واکسیناسیون ته لاسرسی له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.