خوشحال کاکړ: که وسلهوال له افغانستان نه راځي نو هنه اوړک او زیارت ته څنګه رسېږي

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د کوټې د هنه اوړک د برید پرضد احتجاجي پرلت ته په وینا کې د پاکستان پر امنیتي ادارو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، که حکومت ادعا کوي چې وسلهوال له افغانستان نه راځي؛ نو له ډیورنډ کرښې ۱۵۰ کیلومتره لرې هنه اوړک او زیارت ته څنګه رسېږي.
