• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

ثریا دلیل: ټوپک په لاس طالبان د افغان نجونو له پوهاوي او کتاب څخه ډار لري

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل د نجونو د ګډون پرته د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې د پایلو پر اعلان سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبان د افغان نجونو او ښځو له بیدارۍ او د فکر له ازادۍ څخه وېره لري.

مېرمن دلیل پر خپلې اېکس پاڼې په یوه خپره کړې لیکنه کې پوښتنه کړې چې په داسې یوه نجلۍ کې چې کتاب ورسره وي، څه شته چې یو وسله‌وال سړی ترې دومره وېره لري. هغې زیاته کړې چې د افغان نجونو او ښځو مبارزه د هغوی د خپل ځواک له ژور او عمیق درک څخه سرچینه اخلي.

د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو دغه بیداري او اګاهي د هغوی په وړاندې د طالبانو د وېرې اصلي لامل دی. د هغې په وینا، د افغانستان ښځو او نجونو دا حقیقت درک کړی او له همدې امله یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

دا غبرګونونه وروسته له هغې راپورته کېږي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ازموینو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، خو سږ کال هم په دې ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې. د طالبانو دغه پرېکړه په کورنۍ او نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

په همدې حال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دغه ازموینه کې د نجونو پر نشتوالي او بې‌برخې کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. ښاغلي کرزي هیله ښودلې چې هرڅه ژر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او هغوی ته د زده کړې او تحصیل زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

مهاجر فراهي: موږ د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پر پاکستان هوايي «عملیات» کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۱
مهاجر فراهي: موږ د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پر پاکستان هوايي «عملیات» کړي
100%

د طلبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي په پنجشېر کې د خبریالانو د فکري روزنې لپاره په جوړ شوي سیمینار کې وویل، دوی د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د «شر او فساد» مرکزونه په نښه کړي دي.

د پنجشنېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، حیات‌الله مهاجر فراهي په ننني سیمینار کې د پاکستان نظام ته د «رژيم» په خطاب کولو سره وویل، دغه «رژيم» څو ځلي د افغانستان هوايي حریم نقض کړی، خو په وینا یې، دوی هم په مناسب وخت کې د پاکستان یادو اقداماتو ته ځواب ورکړی دی.

هغه څرګنده کړه، چې د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له افغان خاورې په پاکستان کې د «شر او فساد» مرکزونه په نښه شوي او زیاته یې کړه: «په پاکستان او په ځانګړې توګه په اسلام‌اباد، پېښور او بلوچستان کې د شر او فساد د مرکزونو پر وړاندې ترسره شوي عملیات د هېواد په تاریخ کې بې‌ساري او د لومړي ځل لپاره ترسره شوي دي. دغه ډول اقدامات د هېواد د دفاعي ځواک د پیاوړتیا ښکارندويي کوي».

فراهي همداراز په اوسني عصر کې د رسنیو پر اهمیت له ټينګار سربېره له خبریالانو وغوښتل، چې د «منفي تبلیغاتو او شایعاتو» پر وړاندې ودرېږي او د ملي یووالي او «اسلامي نظام» د تقویت په برخو کې خپل اغېزناک نقش ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې له ۲۰۲۲ کال راهيسې پاکستان پر افغانستان ۱۰ لوی بریدونه کړي او د طالبانو په وینا، د یادو بریدونو له امله سلګونه بې‌ګناه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او په ځواب کې یې طالبانو هم په بې‌پیلوټه الوتکو سره په خیبر پښتونخوا، اسلام‌اباد او بلوچستان کې یو شمېر هدفونه په نښه کړي دي.

امرالله صالح: پاکستان بالاخره درې لسیزې وروسته اعتراف وکړ چې طالبان مشروعیت نه لري

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
امرالله صالح: پاکستان بالاخره درې لسیزې وروسته اعتراف وکړ چې طالبان مشروعیت نه لري
100%

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر (ای‌ایس‌پی‌ار) د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان له ۳۰ کلونو وروسته بالاخره پر دې اعتراف وکړ چې طالبان مشروعیت نه لري.

ښاغلي صالح د پاکستان پر دغه نوي دریځ ملنډې وهلې او ویلي یې دي چې د دې حقیقت په درک کولو کې دغه هېواد درې لسیزې وخت تېر کړ.

امرالله صالح پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د بلوچستان په زیارت سیمه کې تر برید وروسته د پاکستاني پوځ د ویاند خبري غونډه یې لیدلې ده. هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځ په لومړي ځل داسې څه کشف کړي چې دی یې ورته حیران کړی دی او هغه د طالبانو نامشروع بلل دي. د صالح په وینا، د پاکستان د پوځ ویاند په خپلو خبرو کې مسلکي اصطلاحات کارولي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې بریدونه روښانه همغږي، قومانده، کنټرول، لوژستیک او تبلیغاتي بستر لري.

د افغانستان دغه مخکیني چارواکي وړاندیز کړی چې پاکستان باید اوس په خپل منځ کې یو جدي چاڼ پیل کړي او د خپلې استخباراتي ادارې (ای‌ایس‌ای) هغه ښوونکي وپېژني چې طالبانو ته یې تر اړتیا ډېر مهارتونه او پوهه ور زده کړې ده. هغه په طنزیه ډول لیکلي چې دا ډېره دردوونکې ده کله چې د یو چا خپل نیابتي ځواک نامشروع شي او د خپل بادار پر وړاندې سرکښه شي. ښاغلي صالح ټینګار کړی چې دی له ۳۰ کلونو راهیسې طالبان د پاکستان د پوځ د مرکزي دفتر (جي‌ایچ‌کیو) نامشروع نیابتي ډله بولي.

ښاغلي صالح د خپلو څرګندونو په دوام کې د کندهار د والي یادونه کړې چې په خپل زغره‌وال موټر کې په پرله پسې ډول کوېټې ته سفر کوي ترڅو هلته له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي. نوموړي پوښتنه کړې چې ایا د کندهار والي هم د همدې نامشروع ډلې برخه دی که نه؟ صالح د پاکستان د پوځ له عامه اړیکو دفتر څخه غوښتي چې د افغان ولس لپاره د طالبانو د تاریخ او د هغوی د پاکستاني ریښو په اړه معلومات ورکړي او د طالبانو بنسټګر نصیرالله بابر ته یې د عذاب غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په بلوچستان کې په تېرو څلورو ورځو کې د دغه هېواد د ۴۲ امنیتي سرتېرو او ۵۴ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. چودري افغان طالبان تورن کړي چې د پاکستان مخالفو وسله‌والو ډلو ته یې پناهځایونه او مالي اسانتیاوې برابرې کړې دي او له هغوی څخه ملاتړ کوي، خو طالبانو تل دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو د کرنې وزیر له خپل هندي سیال سره د کرنیزو مسایلو په تړاو غږېدلی دی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
د طالبانو د کرنې وزیر له خپل هندي سیال سره د کرنیزو مسایلو په تړاو غږېدلی دی
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کرنې او بزګرانو هوساینې له وزیر شیوراج سنګ‌چوهان سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنیزو مسایلو په تړاو د هند او افغانستان د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د هند د کرنې او بزګرانو د هوساینې وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې د څېړنو، کرنیزو زده کړو، کیفیت لرونکو تخمونو، د کرنې د عصري لارو چارو، اوبو لګولو، د اوبو د اغېزناکې کارونې، د ظرفیتونو د لوړولو، د للمي کرنې او د کمو اوبو لرونکو سیمو لپاره د اقلیم پر وړاندې د مقاومت لرونکي کرنې په تړاو د هند او افغانستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا خبرې اترې د کرنې په برخه کې د همکاریو د ژورولو او په هند او افغانستان کې د بزګرانو د ګټو لپاره د تلپاتې کرنیزې پراختیا د رامنځته کولو په موخه د دواړو هېوادونو کلک هوډ څرګندوي».

د یادونې وړ ده، عطاءالله عمري د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) د یوه پلاوي په مشرۍ نوي ډیلي ته تللی دی.

دا د پاکستان او طالبانو تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالبانو څلورم وزیر دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

د طالبانو د کرنې وزیر په ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو له پاکستان سره د اړیکو له خرابېدو وروسته د هند په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره راشه درشه ډېره کړې ده.

د سیاسي استازولیو شورا: د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه درنه ضایعه ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
 د سیاسي استازولیو شورا: د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه درنه ضایعه ده
100%

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د پخواني نامتو لوبغاړي شاپور ځدراڼ مړینه د کرېکټ او هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

په یو رسمي پیغام کې، چې د چنګاښ په ۱۷مه خپور شوی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د شاپور ځدراڼ کورنۍ، خپلوانو، د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې غړو او ټولو ورزش‌پالو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کړی دی.

د همغږۍ شورا په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې ارواښاد شاپور ځدراڼ د خپل ځانګړي استعداد، ملي ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې د نورو غښتلو لوبغاړو تر څنګ، په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان ملي بیرغ رپانده وساتلی و. د دغې شورا په وینا، نوموړي د افغانستان د کرېکټ په نړیوال معرفي کولو کې خورا ارزښتمنه او تاریخي ونډه درلوده او د هغه میراث به د هېواد د ورزشي تاریخ یوه روښانه برخه پاتې شي.

د دغه پخواني ملي لوبغاړي مړینې په کورني او نړیوال کچه د کریکټ مینه وال او لوبغاړي د خپګان په ټغر کېنولي دي. د افغانستان کرېکټ بورد هم د نوموړي د مړینې له امله د درناوي او همدردۍ په توګه د اشپګیزه کریکټ لیګ سیالۍ د دوو ورځو لپاره وځنډولې ترڅو د هېواد د دغه پخواني ستوري له کورنۍ سره غمشریکي وشي.

له بلې خوا، د شاپور ځدراڼ جسد نن له هندوستان څخه کابل ته انتقال شو او هلته د کرېکټ د اوسنیو او پخوانیو ستورو، د ورزشي ادارو د مسوولینو او په سلګونو مینه والو له خوا یې تود هرکلی وشو. د کرېکټ د دغه پیاوړي لوبغاړي جسد د کابل په هوایي ډګر کې د هغه د هم‌لوبو او مینه والو پر اوږو بدرګه شو او د خاورو ته سپارلو لپاره چمتو شو.

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان پېښه؛ یوه کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
سمنګان کې د ډبرو سکرو کان پېښه؛ یوه کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی
100%

د طالبانو د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان د رالوېدو له امله یو کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني، ویلي چې دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د مړه شوي کان‌کیندونکي جسد له کان څخه رایستل شوی او د دره‌صوف بالا ولسوالۍ د اوسېدونکي کارګر جسد یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د ډبرو سکرو په کانونو کې ورته مرګونې پېښې رامنځته کېږي. تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو کانونو د لوېدو او نورو پېښو له امله ګڼو کان‌کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کارپوهانو په باور، د خوندیتوب د معیاري تدابیرو نشتوالی، د مناسبو تجهیزاتو کمښت او د ژغورنې د امکاناتو نشتون د دغو مرګونو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.