• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناټو سرمنشي: د ایران پر پوځي مرکزونو د امریکا بریدونه اړین وو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د ناټو سرمنشي مارک روټه د ایران پر پوځي مرکزونو د امریکا د وروستیو بریدونو ملاتړ کړی او هغه یې «اړین» بللي. نوموړي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو د مشرانو غونډې په څنډه کې وویل: «کله چې ایران په عملي ډول له اوربند سرغړونه کوي؛ اړینه ده چې امریکا په قاطع ډول غبرګون وښيي».

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د هرمز تنګي وضعیت د ناټو د مشرانو د غونډې له مهمو بحثونو څخه دی. د راپور له مخې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ایران له لوري په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو له بریدونو وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د چهارشنبې په سهار د دغه بریدونو په ځواب کې د ایران دننه پر څه باندې ۸۰ موخو بریدونه کړي دي. بل لور ته سپاه پاسداران ویلي، د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې د امریکا ۸۵ پوځي موخې چې په‌کې د سلمان بندر، په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مرکز او په کوېټ کې د علي السالم هوايي اډه هم شامله ده د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو په برېدونو کې په نښه شوې دي.

د سي‌اېن‌اېن شبکې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د سیمې ځینې متحد هېوادونه تهران او واشنګټن ته پیغامونه استوي؛ څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او اوربند وساتل شي.

که څه هم تهران او واشنګټن (د غبرګولي ۲۵مه) د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي وو؛ خو د سیمې په اوبو کې کړکېچونه لاهم دوام لري. د امریکا د خزانې وزارت پرون د هرمز په تنګي کې د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ایران د تېلو د خرڅلاو لنډمهاله جواز لغوه کړ او د پخوانیو معاملو د پای ته رسولو لپاره یې ۱۰ ورځنی وخت وټاکه.

امریکا تر دې مخکې د ۶۰ ورځني معافیت په اعلانولو سره د ایران د تېلو او کیمیاوي محصولاتو صادرات د زمري تر ۳۰مې له بندیزونو مستثنا کړي وو. وال سټریټ ژورنال تر دې مخکې لیکلي و، چې د تېلو نړۍوال بازار چټک بېرته عادي کېدل، د خلیجي هېوادونو له لوري د تېلو د عرضې زیاتوالی او د نړۍ د تېلو د زېرمو تدریجي بیارغونه ښايي د ایران هغه وړتیا کمه کړي چې له امریکا سره په مذاکراتو کې د فشار د وسیلې په توګه د هرمز له تنګي څخه ګټه واخلي.

د ناټو د یووالي د ساتلو هڅې

د ایران پر وړاندي د امریکا او اسراییل پوځي عملیات د واشنګټن او د ناټو اروپایي متحدانو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو میاشتو کې څو ځله د ناټو غړي هېوادونه تورن کړي، چې د ایران پر وړاندي جګړه کې یې له امریکا کافي ملاتړ نه‌دی کړی.

هغه ان خبرداری ورکړی، چې واشنګټن ښايي له ناټو ووځي او یا هم د دغه پوځي ټلوالې د ګډې دفاع ژمنو ته نور ژمن پاتې نه‌شي. ټرمپ پرون د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو د مشرانو غونډې په لومړۍ ورځ یو ځل بیا پر اروپایي هېوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ایران په جګړه کې له امریکا سره د ناټو همکاري «د متحدانو د وفادارۍ د کچې د ارزونې ازموینه» ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اروپایي مشران په انقره کې هڅه کوي ډونالډ ټرمپ وهڅوي؛ څو یو ځل بیا ناټو ته د امریکا پر ژمنتیا ټینګار وکړي. د ناټو سرمنشي مارک روټه د دغه اختلافونو په اړه وویل، د یادې ټلوالې په وړاندې د واشنګټن د «بشپړې ژمنتیا» په اړه هېڅ شک نه‌شته او ناټو د امریکا امنیت هم تضمینوي.

هغه زیاته کړه: «په ورته وخت کې تمه کېږي، چې اروپایي هېوادونه او کاناډا خپل دفاعي لګښتونه د امریکا له کچې سره برابر کړي او زما په اند دا یوه بشپړه عادلانه غوښتنه ده». روټه همدارنګه د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي بودجې زیاتوالی د ډونالډ ټرمپ لپاره «بریا» او د کرملین ماڼۍ لپاره «ماته» وبلله.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی
100%

د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ويلي، ځواکونو یې د هرمز په تنګي کې د ايران له لوري په سوداګريزو بېړيو د بریدونو په غبرګون کې د ایران پر نظام سخت بريدونه پيل کړي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په خپله اېکس پاڼه وويل، امریکايي ځواکونو پر ایران د پراخو او ځواکمنو بریدونو لړۍ پیل کړې، څو د نړیوالې سمندري لارې د ملکي بېړیو او د هغو د عملې په نښه کولو په بدل کې پر تهران دروند لګښت وتپي.

سېنټکام زياته کړه، دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې د ایران له خوا د هرمز تنګي له لارې پر درېیو سوداګریزو بېړیو بریدونه وشول.

د امریکا پوځ د ایران دا اقدام بې‌دلیله، خطرناک او له اوربند ښکاره سرغړونه بللې ده.

تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د دغو ادعاوو او بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان استازی له بلغاریایي چارواکو سره په افغانستان کې د وسله‌والو د شتون اړه غږېدلی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱
د پاکستان استازی له بلغاریایي چارواکو سره په افغانستان کې د وسله‌والو د شتون اړه غږېدلی
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په اسلام‌اباد کې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس پیتکو دویکوف او د دغه هېواد له سفیرې ایرینا ګانچیوا سره لیدلي او پر دوه اړخیزو مسایلو او افغانسان کې د وسله‌والو ډلو د شتون په اړه یې ورسر خبرې کړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ځانګړي ډول د پولې هاخوا ترهګرۍ او له افغانستان څخه د فعالو وسله والو ډلو لخوا د سیمې سولې او ثبات ته پر پېښو ګواښونو تمرکز کړی دی.

محمد صادق پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د بلغاریا له جګپوړو ډپلوماټانو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ګټو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مفصلې خبرې وشوې. د هغه په وینا، په دې خبرو اترو کې تر ټولو لویه اندېښنه د هغو وسله والو ډلو په اړه وه چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کوي.

د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې چې د افغانستان له دننه څخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د پولې هاخوا بریدونه نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې ثبات او ارامتیا خرابوي. په دې لیدنه کې د بلغاریا سفیرې ایرینا ګانچیوا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

تر اوسه په کابل کې د طالبانو چارواکو د پاکستان د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تل د هغو ادعاوو رد کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول کېږي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

بنیامین نتنیاهو: زه او ټرمپ د ایران د اساسي مسایلو په اړه همغږي او ګډ دریځ لرو

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱
بنیامین نتنیاهو: زه او ټرمپ د ایران د اساسي مسایلو په اړه همغږي او ګډ دریځ لرو
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران په تړاو د ځینو اختلافونو سربېره، د دواړو هېوادونو مشران د اساسي مسایلو په اړه همغږي او ګډ دریځ لري.

نتنیاهو د سې‌شنبې په ورځ له سي‌اېن‌اېن شبکې سره په مرکه کې وویل، که څه هم د ایران د موضوع په اړه کله ناکله د هغه او ټرمپ ترمنځ د نظر اختلاف رامنځته کېږي، خو د مهمو او بنسټیزو موضوعاتو په اړه دواړه یو شان لیدلوری لري.

د اسراییل لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د تهران د اټومي پروګرام او د سیمې د امنیت په څېر مهمو موضوعاتو کې د واشنګټن او تل‌ابیب همغږي دوام لري.

د هغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران د اټومي پروګرام او د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه بېلابېل بحثونه او اټکلونه زیات شوي دي.

ټرمپ وايي ګرینلنډ باید د ډنمارک نه بلکې د امریکا تر کنټرول لاندې وي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۱
ټرمپ وايي ګرینلنډ باید د ډنمارک نه بلکې د امریکا تر کنټرول لاندې وي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال ویلي چې ګرینلنډ باید د ډنمارک پر ځای د امریکا تر کنټرول لاندې وي. هغه ادعا کړې چې د دې موضوع له امله له ناټو سره د امریکا اړیکې زیانمنې شوې دي.

د رویټرز د خبر له مخې، ټرمپ چې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته خبرې کولې، وويل، « د ګرینلنډ د کنټرول موضوع له ناټو سره د امریکا اړیکې زیانمنې کړې دي».

هغه زیاته کړه چې ډنمارک د ګرینلنډ لپاره د پام وړ لګښت نه ورکوي، په داسې حال کې چې دا سیمه د امریکا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او شاوخوا یې د چین او روسیې بېړۍ ګرځي.

هغه زیاته کړه: «هغوی له دې سره موافق نه وو، سره له دې چې موږ د روسیې پر وړاندې د هغوی د ملاتړ لپاره ډېرې پیسې لګوو.»

د امریکا له خوا د ډنمارک نیمه خپلواکې سیمې ګرینلنډ د ترلاسه کولو یا کنټرولولو غوښتنو د واشنګټن او کوپنهاګن، چې دواړه د ناټو بنسټګر غړي دي، ترمنځ او همدارنګه په اروپا کې پراخې سیاسي ترینګلتیاوې رامنځته کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جون په میاشت کې ویلي وو چې د ډنمارک او ګرینلنډ له چارواکو سره خبرې اترې هره میاشت دوام لري.

ډونالډ ټرمپ: زه فکر کوم پوتین او زېلېنسکي دواړه هوکړه غواړي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: زه فکر کوم پوتین او زېلېنسکي دواړه هوکړه غواړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره یې خبرې کړې دي او هیله لري د اوکراین جګړه ډېر ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ په ترکیه کې د ناټو سرمشریزې په څنډه کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې پر مهال وویل،« ما له ولسمشر پوتین سره ډېرې ښې خبرې وکړې. زموږ خبرې اوږدې وې او ډېر وخت یې ونیو. له هغه وروسته مې له ولسمشر زېلېنسکي سره هم خبرې وکړې. زه فکر کوم چې دواړه غواړي یوه هوکړه وکړي».

نوموړي زیاته کړه، « زه فکر کوم چې موږ به دا موضوع هواره کړو، هیله ده ډېر ژر».

ټاکل شوې ده چې زېلېنسکي او ټرمپ د چارشنبې په ورځ د ناټو د سرمشریزې پر مهال سره وګوري.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې اوکراین د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو خپل بریدونه زیات کړي او مسکو هم پر اوکراین پراخ بریدونه کړي، چې یوازې د جولای په میاشت کې یې د اوکراین په پلازمېنه کې ۵۰ کسان وژلي دي.

زېلېنسکي ویلي چې له ټرمپ سره به په دې لیدنه کې د اوکراین د هوايي دفاعي سیستمونو د جدي اړتیا په اړه خبرې وکړي، څو د روسیې د ویجاړوونکو بالستیکي توغندیو پر وړاندې دفاع وشي.