په بلوچستان کې د روانې اونۍ په بریدونو کې ۴۲پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ وایي، په بلوچستان ایالت کې د جولای له شپږمې راهیسې په دریو وسلهوالو بریدونو کې ۴۲ پوځيان او پولیس وژل شوي دي. پوځ د چارشنبې په ورځ ویلي چې په دغو پېښو کې ټولټال ۵۴ وسلهوال هم وژل شوي دي. د پوځ ویاند یوځل بیا افغان طالبان د وسله والو په ملاتړ تورن کړل.
وړاندې په بلوچستان کې ځايي رسمي سرچینو ویلي و، چې د چارشنبې په ورځ د بلوچستان او سند پر عمومي لاره د جاو کراس په سیمه کې د پوځیانو پر کاروان د وسله والو برید په ترڅ کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او په سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۱۹ وسله وال هم وژل شوي دي.
