• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سمنګان کې د ډبرو سکرو کان پېښه؛ یوه کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د سمنګان امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یوه کان د رالوېدو له امله یو کان‌کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني، ویلي چې دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، د مړه شوي کان‌کیندونکي جسد له کان څخه رایستل شوی او د دره‌صوف بالا ولسوالۍ د اوسېدونکي کارګر جسد یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د ډبرو سکرو په کانونو کې ورته مرګونې پېښې رامنځته کېږي. تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو کانونو د لوېدو او نورو پېښو له امله ګڼو کان‌کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کارپوهانو په باور، د خوندیتوب د معیاري تدابیرو نشتوالی، د مناسبو تجهیزاتو کمښت او د ژغورنې د امکاناتو نشتون د دغو مرګونو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

•
•
•

نور کیسې

د ملک سلمان خیریه بنسټ په نورستان کې له ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۱
د ملک سلمان خیریه بنسټ په نورستان کې له ۱۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې
100%

د نورستان لپاره د طالبانو ځايي مسوولین وايي، د ملک سلمان خیریه بنسټ په دغه ولایت کې له زرو اړمنو او بې‌وزلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته کړې. د دوی په وینا، د دغو مرستو ټول ارزښت نږدې ۴ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د نورستان ځايي طالب مسوولین وايي، دغه مرستې نن (چهارشنبه د چنګاښ ۱۷مه) په مرکز پارون ښار کې پر زرو بې‌وزلو، اړمنو، بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو په شفاف ډول وېشتل شوي دي.

د یاد خیره بنسټ د مسوولینو په وینا، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۵،۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا او ۵ کیلو وریژي وېشل شوي او همداراز یې د مرستو د دوام ژمنه هم وکړه.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له یادو مرستو خوښي څرګنده کړه او د ملک سلمان خیریه بنسټ له مسوولینو څخه یې مننه وکړه، چې په دې سخت وخت کې یې لاسنیوی وکړ.

دوی له نورو مرستندویه بنسټونو د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

فوزیه کوفي: افغانستان ته د ملګرو ملتونو تلونکې ښځینه چارواکې باید د طالبانو روایت وننګوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
فوزیه کوفي: افغانستان ته د ملګرو ملتونو تلونکې ښځینه چارواکې باید د طالبانو روایت وننګوي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه ییزې مشرې حنان بلخي غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو محدودونکی روایت په کلکه وننګوي.

مېرمن کوفي ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د تلپاتې او هراړخیزو روغتیايي خدماتو وړاندې کول د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو له فعال شتون او ګډون پرته هېڅکله ممکن نه دی.

فوزیه کوفي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او د نورو لومړنیو روغتیايي خدماتو د رسولو لپاره د ښځو لاسرسی، پوهاوی او د تصمیم نیونې له مرحلې نیولې تر پلي کېدو پورې په ټولو پروسو کې د هغوی ونډه حیاتي ده. هغې زیاته کړې، دا تمه کېږي هغه ښځې چې تر هر نوم لاندې افغانستان ته سفر کوي، باید د طالبانو د واکمن روایت پر وړاندې په کلکه ودرېږي او هغه وننګوي.

دې پخوانۍ افغان سیاستوالې خبرداری ورکړی چې په هېواد کې روان وضعیت باید عادي ونه ښودل شي او یوازې د بودیجې کمښت د اصلي ستونزې په توګه معرفي نه شي. د مېرمن کوفي په وینا، څومره چې ښځې له زده کړو او کاري ځواک څخه لرې ساتل کېږي، په هماغه اندازه به افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو او بحران سره مخامخ شي.

دا غبرګون په داسې حال کې څرګندېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو او نجونو باندې په بېلابېلو برخو کې سخت محدودیتونه لګول شوي او هغوی د زده کړو او کار له ډېرو حقونو بې‌برخې شوې دي. کوفي ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو نادیده نیول به د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي جوړښت باندې ویجاړونکي اغېزې ولري.

له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د خپل تازه سفر په لړ کې خبرداری ورکړی و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي. د هغې په وینا، د دې وضعیت دوام د میلیونونو کسانو روغتیايي خدماتو او واکسیناسیون ته لاسرسی له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.

په غزني کې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
په غزني کې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو
100%

په غزني کې د کورنیو تولیداتو دویم درې ورځنی نندارتون نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو. ځايي طالب مسوولینو د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د هېواد د صنعتي تولیداتو معرفي کول، د پانګونې جذب او د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې پیاوړتیا بللې ده.

د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال شهاب‌ الدین ثاقب په غزني کې د صنعتي پارکونو جوړېدو او نورو اړینو اسانتیاوو له برابرولو ډاډ ورکړ او تر څنګ یې له هېوادوالو وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو په کارولو سره له داخلي صنعت څخه ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا، د صنعت د پراختیا لپاره په ټول هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او ډېر ژر به په غزني ولایت کې هم د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شي.

له دې سره سم، د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره د طالبانو رييس عبدالرحمان احمدي وویل، دمګړۍ په دغه ولایت کې ۱۲۰ لویې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالیت لري، خو د منظم ښارګوټي د نشتوالي له امله د ښار په بېلابېلو سیمو کې خواره واره پراته دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د غزني لپاره د طالبانو د والي مرستیال سردار محمد مدني له صنعتکارانو او سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، چې تولیدات په لوړ کیفیت بازار ته وړاندې کړي او خلکو د کار زمینه هم برابره کړي.

د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوالو د برېښنا کمښت، د منظم صنعتي ښارګوټي نشتوالی او د بازار موندنې په برخه کې ستونزې د خپلو چارو پر وړاندې سترې ننګونې یادې کړې او له اړوندو چارواکو یې د حل غوښتنه وکړه.

فضل محمود فضلي: پاکستان خپل ولس ته په لوی لاس فرضي دښمنان جوړ کړي دي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
فضل محمود فضلي: پاکستان خپل ولس ته په لوی لاس فرضي دښمنان جوړ کړي دي
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان پر پوځ سختې نیوکې کړې دي او دغه هېواد یې د خپل ولس د تېر ایستلو او د جګړې د دوام لپاره د فرضي دښمنانو په جوړولو تورن کړی دی.

ښاغلي فضلي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر دوه فرضي دښمنان د «فتنه الخوارج» او «فتنه هندوستان» په نومونو جوړ کړي دي او خپل ولس ته یې د داسې ګواښونو په توګه وړاندې کوي چې ګواکې د دوی د بقا لپاره لوی خطرونه دي.

د چارو د ادارې دغه پخواني چارواکي زیاته کړې چې اسلام‌اباد غواړي د دغو ناڅرګندو او فرضي جوړښتونو په وړاندې د جګړې له لارې په سیمه کې د وېرې او ناامني فضا جوړه کړي. د هغه په وینا، دا هڅې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره کیږي.

فضل محمود فضلي ټینګار کړی چې پاکستان د دغو جوړو شویو دښمنانو په مرسته هڅه کوي چې خپلې بې پایه امنیتي مبارزې توجیه کړي او د وېرې او بې ثباتۍ خپرولو له لارې د عامه افکارو ذهنیتونه کنټرول کړي. پاکستان د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو وسله‌والو ډلو لپاره دغه فرضي نومونه کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکېچ زیات شوی دی. د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري په بلوچستان کې په وروستیو نښتو کې د ۴۲ امنیتي ځواکونو او ۵۴ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی او ادعا یې کړې ده چې افغان طالبان د پاکستان د مخالفو وسله والو ډلو مالي ملاتړ کوي او پناه ځایونه یې ورکړي دي.

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱
•
خبرخونه
له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟
100%

له پوتین او نتنیاهو تر هبت‌الله اخندزاده پورې، د نړۍ ګڼ لوړپوړي مشران د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو له حکم سره مخ شوي، خو د سیاسي واک، د دولتونو د ملاتړ او یا د هېوادونو د نه همکارۍ له امله نه دي نیول شوي. دا راپور د دغو قضیو حقوقي او سیاسي خنډونه څېړي.

نړیوالې جزایي محکمې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم د بشریت ضد جرمونو، د جنسیتي ځورونې او تعقیب په تور صادر کړ.

کله چې تورن کسان خپله د واک په سر کې وي او د یوه هېواد ټول امنیتي او اجرایي بنسټونه د دوی تر واک لاندې وي، د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو حکم څنګه عملي کېږي؟

ایا له هبت‌الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني پرته نور داسې مشران هم شته چې د واک، د دولتونو د ملاتړ یا د هېوادونو د نه همکارۍ له امله له نیول کېدو ژغورل شوي وي؟

دا لیکنه همدې پوښتنې ته ځواب وايي او د هغو مشرانو دوسیې څېړي چې نړیوالې جزايي محکمې یې د نیولو حکم صادر کړی، خو سیاسي واک، حکومتي ملاتړ او یا د هېوادونو سیاسي محاسبې د هغوی د نیولو مخه نیولې ده.

عمر حسن احمد البشیر؛ هغه ولسمشر چې سفرونه یې وکړل، خو ونه نیول شو

عمر حسن احمد البشیر د هغو مهمو مشرانو له ډلې دی چې نړیوالې جزايي محکمې یې د نیولو حکم صادر کړی، خو هېڅکله هاګ ته ونه سپارل شو.

محکمې د ۱۳۸۷ کال د حوت په ۱۴مه د دارفور د جګړې پر مهال د جګړه‌ییزو جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د هغه د نیولو لومړنی حکم صادر کړ او د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ په ۲۱مه یې د نسل‌وژنې تور هم ورزیات کړ.

تر هغه چې البشیر د سوډان ولسمشر و، پوځ، امنیتي ادارو او حکومتي جوړښت ترې ساتنه کوله. هغه څو هېوادونو ته سفرونه هم وکړل، خو ونه نیول شو.

وروسته له هغې چې په ۱۳۹۸ کال کې د ولسي اعتراضونو په پایله کې له واکه لرې شو، د سوډان پوځ ونیو، خو دغه نیول د نړیوالې جزايي محکمې د حکم د عملي کېدو له امله نه و او سوډان هغه هاګ ته ونه سپاره.

100%

معمر القذافي؛ د نیولو هغه حکم چې د تورن له مړینې سره پای ته ورسېد

نړیوالې جزايي محکمې د ۱۳۹۰ کال د سرطان په ۶مه د معمر القذافي، د هغه د زوی سیف الاسلام قذافي او د لیبیا د استخباراتو د مشر عبدالله السنوسي د نیولو حکم صادر کړ.

دوی د ۱۳۹۰ کال د ولسي پاڅون پر مهال د ملکي وګړو د وژنې او ځورونې په تور د بشریت ضد جرمونو باندې تورن شوي وو.

خو قذافي هېڅکله ونه نیول شو. د کورنۍ جګړې، د دولت د پرځېدو او د حکومتي جوړښت د نشتوالي له امله د هغه ژوندي سپارل ناممکن شول.

هغه د ۱۳۹۰ کال د تلې په ۲۸مه د خپلو مخالفانو له خوا ووژل شو او محکمې یې وروسته دوسیه وتړله.

100%

ولادیمیر پوتین؛ هغه ولسمشر چې حکم لري، خو هېواد یې د محکمې غړی نه دی

د یوه هېواد د نړیوالې جزايي محکمې غړیتوب نه لرل، د محکمې حکم په خپله نه باطلوي.

که یو هېواد د روم د اساسنامې غړی وي، د محکمې له حکمونو سره همکاري ورته لازمه ده. خو روسیه د روم د اساسنامې غړې نه ده.

محکمې د ۱۴۰۱ کال د حوت په ۲۶مه د پوتین او د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ماشومانو د حقونو د کمېشنرې ماریا لووا-بیلووا د نیولو حکم صادر کړ.

دوی د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه روسیې ته د ماشومانو د ناقانونه لېږد په تور د جګړه‌ییز جرم په ارتکاب تورن دي.

د پوتین د نه نیول کېدو اصلي لامل د روسیې سیاسي او پوځي ځواک دی. روسیه د محکمې صلاحیت نه مني او د حکم د عملي کولو لپاره هېڅ کورنی میکانیزم نه لري.

که پوتین د روم د اساسنامې غړي هېواد ته سفر وکړي، هغه هېواد له قانوني پلوه د هغه د نیولو مکلفیت لري، خو د ۱۴۰۳ کال په وږي کې مغولستان، سره له دې چې د محکمې غړی و، پوتین ونه نیوه او وروسته محکمې وویل چې مغولستان د همکارۍ له مکلفیت څخه سرغړونه کړې ده.

100%

سرګي شویګو او والري ګراسیموف

محکمې د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۴مه د دغو دواړو روسي چارواکو د نیولو حکم هم صادر کړ.

دوی د اوکراین د برېښنايي زیربناوو پر ضد د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله د جګړه‌ییزو جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په ارتکاب تورن شوي دي.

د دوی د نه نیول کېدو لامل هم د پوتین په څېر د روسیې نه همکاري او د واک په جوړښت کې د دوی شتون دی.

100%

بنیامین نتنیاهو او یوآو ګالانټ؛ د متحدانو د سیاسي ملاتړ تر سیوري لاندې

نړیوالې جزايي محکمې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادر کړ.

محکمې ویلي چې د غزې په جګړه کې د لوږې د جګړه‌ییزې وسیلې په توګه د کارولو، وژنو، ځورونو او نورو غیرانساني کړنو په تړاو د جګړه‌ییزو او د بشریت ضد جرمونو د ترسره کولو معقول دلایل شته.

د دوی د نه نیول کېدو اصلي لاملونه دا دي چې اسراییل د محکمې غړی نه دی، د محکمې صلاحیت نه مني او متحده ایالات یې نږدې متحد دی.

سربېره پر دې، ځینو غړو هېوادونو هم سیاسي ملاحظې کړې دي. د بېلګې په توګه، نتنیاهو هنګري ته سفر وکړ، خو ونه نیول شو او وروسته محکمې وویل چې هنګري هم د همکارۍ له مکلفیت څخه سرغړونه کړې ده.

100%

محمد ضیف؛ هغه قوماندان چې د نیولو تر حکم مخکې وژل شوی و

محکمې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه د محمد ضیف د نیولو حکم هم صادر کړ.

هغه د ۱۴۰۲ کال د تلې د ۱۵مې د بریدونو په تړاو د بشریت ضد او جګړه‌ییزو جرمونو په تور تورن شوی و.

خو د هغه د نه نیول کېدو اصلي لامل لومړی جګړه او پټ ژوند و، او وروسته یې مړینه وه. محکمې د هغه له مړینې وروسته دوسیه وتړله.

100%

هبت‌الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني؛ کله چې تورن خپله د واک په سر کې وي

نړیوالې جزايي محکمې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده او د دغه ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.

د محکمې په وینا، داسې معقول دلایل شته چې دواړو د ښځو، نجونو او هغو کسانو پر ضد چې د جنسیت له امله په نښه شوي، د جنسیتي ځورونې او تعقیب په بڼه د بشریت ضد جرمونو کې رول درلود.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دوه لوړپوړي چارواکي د ښځو او نجونو پر ضد د رسمي تګلارو له امله د نړیوالې جزايي محکمې د نیولو له حکم سره مخ کېږي.

د دوی د نه نیول کېدو تر ټولو لوی لامل دا دی چې خپله د افغانستان واکمنان دي. طالبان د پولیسو، استخباراتو، محکمو، زندانونو او رسمي پولو کنټرول په لاس کې لري، نو په افغانستان کې داسې خپلواک اجرایي ځواک نشته چې د نړیوالې جزايي محکمې حکم عملي کړي.

له حقوقي پلوه افغانستان د روم د اساسنامې غړی هېواد دی او د نړیوالې جزايي محکمې صلاحیت پرې نافذ دی، خو دا غړیتوب هغه مهال عملي اغېز لري چې واکمنه اداره له محکمې سره همکاري وکړي.

طالبانو د محکمې صلاحیت رد کړی دی. د دوی د بهرنیو چارو وزارت او ویاند د محکمې دا اقدام سیاسي او مغرضانه بللی او ویلي یې دي چې د محکمې واک نه مني.

100%

له همدې امله، د افغانستان دننه د دې حکم عملي کېدل تر هغو ناشوني ښکاري، څو چې یا د واک انډول بدل نه شي او یا داسې ځواک رامنځته نه شي چې له محکمې سره همکاري وکړي.

له حقوقي اړخه، که هبت‌الله اخندزاده یا عبدالحکیم حقاني د روم د اساسنامې غړي هېواد ته سفر وکړي او هغه هېواد خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي، د دوی د نیولو او هاګ ته د سپارلو قانوني زمینه موجوده ده. خو د پوتین او نتنیاهو د قضیو تجربې ښيي چې سیاسي، امنیتي او ډیپلوماتیک فشارونه کله ناکله د دې حکمونو د عملي کېدو مخه هم نیسي.