مهاجر فراهي: موږ د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پر پاکستان هوايي «عملیات» کړي

د طلبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي په پنجشېر کې د خبریالانو د فکري روزنې لپاره په جوړ شوي سیمینار کې وویل، دوی د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې د «شر او فساد» مرکزونه په نښه کړي دي.
