مکرون: ایران د امریکا پر اډو له بریدونو سره لنډمهالی تړون مات کړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د ایران له لوري فارس خلیج کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونو د امریکا او ایران ترمنځ لنډمهالی تړون نقض کړی او تهران په دې اقدام سره تېروتنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د ایران له لوري فارس خلیج کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونو د امریکا او ایران ترمنځ لنډمهالی تړون نقض کړی او تهران په دې اقدام سره تېروتنه کړې ده.
مکرون د چهارشنبې په ورځ د ناټو سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، سره له دې چې ایران د اوربند له چوکاټه سرغړونه کړې، خو تمه لري د امریکا او ایران ترمنځ د ۶۰ ورځني اوربند په چوکاټ کې سیاسي او ډیپلوماټیکې ناستې دوام ومومي.
تر دې مخکې د همدې سرمشریزې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره معامله او خبرې اترې یوازې د وخت ضایع کول دي او د ده په اند نور له تهران سره د خبرو بهیر پای ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې وه چې د خبرو اترو دوام ته لېوالتیا نه لري.
د فرانسې ولسمشر همداراز وویل، د ناټو د مشرانو په غونډه کې یې د ټرمپ له لوري د اروپايي متحدانو په اړه کومه نیوکه نه ده اورېدلې.
هغه زیاته کړه، د فرانسې او بریتانیا هغه ګډ وړاندیز چې د هرمز تنګي د امنیت لپاره د یو سمندري ماموریت د جوړولو په اړه دی، لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره معامله او خبرې اترې یوازې د وخت ضایع کول دي او د ده په اند نور له تهران سره د خبرو بهیر پای ته رسېدلی دی.
ټرمپ د ترکیې په انقره کې د ناټو سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې د ایران چارواکي په خبرو اترو کې رښتیني نه دي او له هرې هوکړې وروسته خپلې ژمنې ماتوي.
ټرمپ وویل: «زما په اند، هر څه پای ته رسېدلي دي. نور نه غواړم ورسره معامله وکړم. هغوی ناروغان، زورزیاتي کوونکي او بې رحمه خلک دي». هغه ادعا وکړه، چې که تهران اټومي وسلې لرلی، خامخا به یې کارولې.
ټرمپ وویل: «موږ پر یوه تړون هوکړه کوو، خو کله چې له غونډې ووځي (ایران) او له رسنیو سره خبرې وکړي، وایي چې موږ هېڅکله ورسره خبرې نه دي کړې. هغوی درواغ وایي».
د ټرمپ په وینا، له ایران سره معامله کول یوازې د وخت ضایع کول دي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ده مذاکره کوونکي لا هم خبرو ته چمتو دي، خو وروستۍ پرېکړه به خپله کوي.
ډونالډ ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په اړه ویلي، د هغه په اند دغه اوربند پای ته رسېدلی او نور له تهران سره د تعامل لېوالتیا نهلري.
هغه په انقره کې د خبریالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا یوه ډېره په زړه پورې پوښتنه ده. زما په اند اوربند پای ته رسېدلی. زه نور نه غواړم له دوی سره کار وکړم».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې له خپلو امریکايي مذاکره کوونکو سره به خبرې وکړي؛ خو ټینګار یې وکړ: «هغوی غواړي خبرې اترې وکړي؛ خو زما په اند له هغوی سره د تعامل دوام یوازې د وخت ضایع کول دي».
امریکا او ایران (د غبرګولي ۲۷مه) یو تفاهملیک لاسلیک کړی و، چې له مخې یې د دواړه هېوادونو ترمنځ پوځي نښتې ودرېدې او دواړه خواوو ژمنه کړې وه چې د ۶۰ ورځو په موده کې به د یوې وروستۍ او تلپاتې سولې د هوکړې لپاره مذاکرات وکړي.
د امریکا ځواب د ایران د بریدونو پرتله ۲۰ برابره سخت و
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره د غونډې په څنډه کې د چهارشنبې په سهار د ایران پر ځینو موخو د امریکا د بریدونو په اړه وویل، امریکايي ځواکونو پر ایران «ډېر سخت برید» کړی چې د هغه په وینا «۲۰ برابره سخت» و.
ټرمپ وویل، د ایران حکومت پر بېړیو د توغندیزو بریدونو لړۍ پیل کړه او امریکا هم په ځواب کې برید وکړ. هغه زیاته کړه: «هر ځل چې هغوی برید وکړي، موږ به ځواب ورکړو».
د امریکا ولسمشر د ایران د حکومت چارواکي «ډېر خطرناک» او «ناروغ» وبلل او ویې ویل، چې د ایران چارواکي له کلونو راهیسې نوموړی د خپلو هدفونو په نوملړ کې شامل کړی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. سینټکام زیاته کړې، چې د دغه عملیاتو پرمهال یې له ۸۰ ډېرې موخې د کره لارښوونې لرونکو مهماتو په وسیله په نښه کړي دي.
بل لور ته سپاه پاسداران اعلان کړی، د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد ۸۵ پوځي مرکزونه چې پهکې د سلمان بندر، په بحرین کې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ مرکز او په کوېټ کې د علي السالم هوايي اډه هم شامل دي، په توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو کې په نښه کړي دي.
د ناټو سرمنشي مارک روټه د ایران پر پوځي مرکزونو د امریکا د وروستیو بریدونو ملاتړ کړی او هغه یې «اړین» بللي. نوموړي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو د مشرانو غونډې په څنډه کې وویل: «کله چې ایران په عملي ډول له اوربند سرغړونه کوي؛ اړینه ده چې امریکا په قاطع ډول غبرګون وښيي».
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د هرمز تنګي وضعیت د ناټو د مشرانو د غونډې له مهمو بحثونو څخه دی. د راپور له مخې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ایران له لوري په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو له بریدونو وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د چهارشنبې په سهار د دغه بریدونو په ځواب کې د ایران دننه پر څه باندې ۸۰ موخو بریدونه کړي دي. بل لور ته سپاه پاسداران ویلي، د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې د امریکا ۸۵ پوځي موخې چې پهکې د سلمان بندر، په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مرکز او په کوېټ کې د علي السالم هوايي اډه هم شامله ده د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په برېدونو کې په نښه شوې دي.
د سياېناېن شبکې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د سیمې ځینې متحد هېوادونه تهران او واشنګټن ته پیغامونه استوي؛ څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او اوربند وساتل شي.
که څه هم تهران او واشنګټن (د غبرګولي ۲۵مه) د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي وو؛ خو د سیمې په اوبو کې کړکېچونه لاهم دوام لري. د امریکا د خزانې وزارت پرون د هرمز په تنګي کې د ایران د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ایران د تېلو د خرڅلاو لنډمهاله جواز لغوه کړ او د پخوانیو معاملو د پای ته رسولو لپاره یې ۱۰ ورځنی وخت وټاکه.
امریکا تر دې مخکې د ۶۰ ورځني معافیت په اعلانولو سره د ایران د تېلو او کیمیاوي محصولاتو صادرات د زمري تر ۳۰مې له بندیزونو مستثنا کړي وو. وال سټریټ ژورنال تر دې مخکې لیکلي و، چې د تېلو نړۍوال بازار چټک بېرته عادي کېدل، د خلیجي هېوادونو له لوري د تېلو د عرضې زیاتوالی او د نړۍ د تېلو د زېرمو تدریجي بیارغونه ښايي د ایران هغه وړتیا کمه کړي چې له امریکا سره په مذاکراتو کې د فشار د وسیلې په توګه د هرمز له تنګي څخه ګټه واخلي.
د ناټو د یووالي د ساتلو هڅې
د ایران پر وړاندي د امریکا او اسراییل پوځي عملیات د واشنګټن او د ناټو اروپایي متحدانو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو میاشتو کې څو ځله د ناټو غړي هېوادونه تورن کړي، چې د ایران پر وړاندي جګړه کې یې له امریکا کافي ملاتړ نهدی کړی.
هغه ان خبرداری ورکړی، چې واشنګټن ښايي له ناټو ووځي او یا هم د دغه پوځي ټلوالې د ګډې دفاع ژمنو ته نور ژمن پاتې نهشي. ټرمپ پرون د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو د مشرانو غونډې په لومړۍ ورځ یو ځل بیا پر اروپایي هېوادونو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ایران په جګړه کې له امریکا سره د ناټو همکاري «د متحدانو د وفادارۍ د کچې د ارزونې ازموینه» ده.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اروپایي مشران په انقره کې هڅه کوي ډونالډ ټرمپ وهڅوي؛ څو یو ځل بیا ناټو ته د امریکا پر ژمنتیا ټینګار وکړي. د ناټو سرمنشي مارک روټه د دغه اختلافونو په اړه وویل، د یادې ټلوالې په وړاندې د واشنګټن د «بشپړې ژمنتیا» په اړه هېڅ شک نهشته او ناټو د امریکا امنیت هم تضمینوي.
هغه زیاته کړه: «په ورته وخت کې تمه کېږي، چې اروپایي هېوادونه او کاناډا خپل دفاعي لګښتونه د امریکا له کچې سره برابر کړي او زما په اند دا یوه بشپړه عادلانه غوښتنه ده». روټه همدارنګه د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي بودجې زیاتوالی د ډونالډ ټرمپ لپاره «بریا» او د کرملین ماڼۍ لپاره «ماته» وبلله.
د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ويلي، ځواکونو یې د هرمز په تنګي کې د ايران له لوري په سوداګريزو بېړيو د بریدونو په غبرګون کې د ایران پر نظام سخت بريدونه پيل کړي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په خپله اېکس پاڼه وويل، امریکايي ځواکونو پر ایران د پراخو او ځواکمنو بریدونو لړۍ پیل کړې، څو د نړیوالې سمندري لارې د ملکي بېړیو او د هغو د عملې په نښه کولو په بدل کې پر تهران دروند لګښت وتپي.
سېنټکام زياته کړه، دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې د ایران له خوا د هرمز تنګي له لارې پر درېیو سوداګریزو بېړیو بریدونه وشول.
د امریکا پوځ د ایران دا اقدام بېدلیله، خطرناک او له اوربند ښکاره سرغړونه بللې ده.
تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د دغو ادعاوو او بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په اسلاماباد کې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس پیتکو دویکوف او د دغه هېواد له سفیرې ایرینا ګانچیوا سره لیدلي او پر دوه اړخیزو مسایلو او افغانسان کې د وسلهوالو ډلو د شتون په اړه یې ورسر خبرې کړي.
په دې کتنه کې دواړو لورو په ځانګړي ډول د پولې هاخوا ترهګرۍ او له افغانستان څخه د فعالو وسله والو ډلو لخوا د سیمې سولې او ثبات ته پر پېښو ګواښونو تمرکز کړی دی.
محمد صادق پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د بلغاریا له جګپوړو ډپلوماټانو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ګټو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مفصلې خبرې وشوې. د هغه په وینا، په دې خبرو اترو کې تر ټولو لویه اندېښنه د هغو وسله والو ډلو په اړه وه چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کوي.
د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې چې د افغانستان له دننه څخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د پولې هاخوا بریدونه نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې ثبات او ارامتیا خرابوي. په دې لیدنه کې د بلغاریا سفیرې ایرینا ګانچیوا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
تر اوسه په کابل کې د طالبانو چارواکو د پاکستان د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تل د هغو ادعاوو رد کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول کېږي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.