د طالبانو محدودیتونه؛ افغان سلمانیان وایي کار، عاید او ازادي یې له سختو ستونزو سره مخ شوې

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یو سلمان د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سلمانۍ کاروبار او د خلکو د خوښې د وېښتانو ډولونه له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
