د اعلامیې لهمخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه له ۹۰۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي او تمه ده چې د روان کال تر پایه به ۲،۵ میلیونه نور هم بېرته هېواد ته ستانه شي.
په اعلامیه کې راغلي، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو نازکو اقتصادلرونکو هیوادونو دی چې ۹۲ سلنه وروستي راستنېدونکي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای او په هغو ولایتونو کې چې د راستنېدونکو شمېر ډېر دی، یوازې درې سلنه خلک رسمي دندې لري، په داسې حال کې چې ۷۸ سلنه یې پر ورځني مزدورۍ تکیه کوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو او کډوالو عالي کمېشنر برهام صالح افغانستان ته د خپل ګډ سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او په مزارشریف کې یې د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمن پروګرامونه هم څارلي.
جان محمد همت د بادشاه خان ځدراڼ په قبیلې پورې تړاو لري، چې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلال الدین حقاني د کورنۍ سیاله کورنۍ ګڼل کیږي.
جان محمد همت د حقاني شبکې غړی دی او دمګرۍ په خوست ولایت کې د ځانګړې قطعې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.
یوې محلي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « سراج الدین حقاني غواړي په ځدراڼو قبیله کې د پاچاخان ځدراڼ بدیل پیدا کړي او په همدې هدف پر جان محمد همت پانګونه کوي».
سراج الدین حقاني ته نږدې کسانو او د طالبانو د خوست د ځانګړو ځواکونو قوماندان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سراج الدین حقاني له دې وړاندې هم په خوست او پکتیا ولایتونو کې په شخصي لګښت د سړکونو جوړولو او ترافیکي نښو لګولو پروژې پلې کړې دي.