د ایران دولتي رسنۍ: د سیریک سوداګریزې بېړۍتمځای په برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي

د ایران د اسلامي جمهوریت دولتي راډیو او ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په سوداګریزې بېړۍتمځای کې د یوې چاودېدونکې مرمۍ د ټوټو د لګېدو له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، ټپیان د درملنې لپاره د میناب ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا د ایران په سوېل کې د امریکا د وروستیو بریدونو له پیل راهیسې لومړنی رسمي راپور دی چې پکې د ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکول کېږي.
