له پاکستان نه ستانه شوي افغان کډوال: بېکارۍ او لوږې ماشومان درنو کارونو ته اړ اېستي

له پاکستان نه په جبري ډول ستانه شوي ګڼ افغان کډوال وايي، په افغانستان کې د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو د دوی ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی او ډېری کورنۍ اړې دي چې ماشومان هم درنو کارونو ته واستوي.
