• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیازي د خوشې کېدو په اړه د خبریالانو مرکز: د هغه ازادي باید له پیله نه وای اخیستل شوې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱

د افغان خبریالانو مرکز د پیګرد خبري اژانس د مشر جاوید نیازي د خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د هغه ۶۳ ورځنی بند د خبریال د بشري او مسلکي حقونو څخه ښکاره سرغړونه وه او د هغه ازادي باید له پیله نه وای اخیستل شوې.

یاد مرکز ویلي، چې اوس‌مهال شپږ خبریالان او د رسنیو کارکونکي د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جاوېد نیازی چې د پیګرد خبري اژانس مسوول او خبریال دی؛ د طالبانو د استخباراتو د ۴۰م ریاست له زندانه تر ۶۳ ورځني بند وروسته خوشې شوی دی.

د یاد مرکز په وینا؛ پیګرد خبري اژانس لاهم تړلی دی او د دغه رسنۍ ضبط شوي وسایل هم بېرته مسوولینو ته نه‌دي سپارل شوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د پیګرد خبري اژانس بې‌له کوم شرطه بېرته پرانیزي، د یادې رسنۍ او نورو خبریالانو ضبط شوي وسایل بېرته وسپاري او د خبریالانو او رسنیزو فعالانو حقونو ته درناوی وکړي.

دغه بنسټ همداراز د طالبانو له استخباراتو غوښتي، چې ټول نیول شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي خوشې کړي. د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، اوس‌مهال لږترلږه شپږ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لاهم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې ساتل کېږي او د رسنیز فعالیت له ازادۍ بې‌برخې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۵

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېر یوه کال کې ۱۸۱ غلا شوي موټر خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱
طالبان: په تېر یوه کال کې ۱۸۱ غلا شوي موټر خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خپل د یوه کال لاسته‌راوړنو په راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸۱ غلا شوي موټر موندل شوي او له تعقیب وروسته خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

په راپور کې یوازې د هغو موټرو شمېر یاد شوی چې د طالبانو د ادارو له لوري موندل شوي، خو د تېر کال په اوږدو کې د غلا شویو موټرو ټولیز شمېر نه دی خپور شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د هېواد پر لویو لارو یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ۲۴ ساعته څارنه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو شمېر د پام وړ زیات شوی او لسګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د وروستۍ بېلګې په توګه، د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، د کابل ـ کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د شاهجوی ولسوالۍ او د کابل ـ مزارشریف پر لویه لار د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او لږ تر لږه ۳۷ نور ټپیان شول.

بشري حقونو څار بنسټ: اروپايي ټولنه باید د کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره معامله ونه‌کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۱
بشري حقونو څار بنسټ: اروپايي ټولنه باید د کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره معامله ونه‌کړي
100%

د بشري حقونو د څار سازمان په یو نوي راپور کې له اروپایي ټولنې په کلکه غوښتي چې له طالبانو سره د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه هېڅ ډول معامله او هوکړه ونه کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره په هېڅ صورت خوندي ځای نه دی او هلته جبري استول شوي کسان د طالبانو له لوري له سختې ځورونې، نیول کېدو او شکنجې سره مخ کېدای شي.

د راپور له مخې، د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۲مه نېټه په بروکسل کې د اروپایي ټولنې او د طالبانو د یوې غونډې کوربه توب وشو. اروپایي کمیسیون دغه ناسته یوازې تخنیکي او د کډوالو پر بېرته ستنېدو متمرکزه بللې، خو د طالبانو ویاند بیا دا لیدنه تاریخي او له اروپایي هېوادونو سره د قونسلي اړیکو د عادي کولو په لور یو مهم ګام بللی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه دا خبرې اترې داسې مهال کېږي چې اروپایي ټولنه د طالبانو له خوا د بشري حقونو له سختو سرغړونو پوره خبره ده. دغه سازمان ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې د هغو کډوالو جبري ستنول منع دي چې په خپل هېواد کې یې ژوند، ازادي او امنیت له خطر سره مخ وي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار سخت بندیزونه لګېدلي او د سویډن، ډنمارک، اتریش او هالنډ په څېر یو شمېر اروپایي هېوادونه افغان ښځو ته په اتوماتیک ډول د کډوالۍ حق ورکوي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج هم هغوی له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ سره مخ کړي دي او له طالبانو سره د کډوالو د شړلو په برخه کې همکاري د اروپایي ټولنې د بشري حقونو له شعارونو سره په ټکر کې ده.

اوچا: د افغانستان د بشري مرستو لپاره ۳۵ میلیونه ډالر نوې بودجه ځانګړې شوه

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱
اوچا: د افغانستان د بشري مرستو لپاره ۳۵ میلیونه ډالر نوې بودجه ځانګړې شوه
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق د دغه هېواد د بېړنیو مرستندویه پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۳۵ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

اوچا ویلي، دا بودجه به هغو پروګرامونو ته ځانګړې شي چې موخه یې د افغانستان د خلکو د بېړنیو او ژوند ژغورونکو اړتیاوو پوره کول دي.

د یاد دفتر په وینا، دغه مرستې به د همکارو بنسټونو له لارې تر ټولو زیانمنو او اړمنو کسانو ته ورسول شي.

اوچا زیاته کړې چې دا بودجه د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ د مشر په رهبرۍ د «په یو وخت کې یو ژوند»تر عنوان لاندې د نوښت په چوکاټ کې ځانګړې شوې ده. د دې پروګرام موخه دا ده چې بشري مرستې د بې‌طرفۍ، حساب‌ورکونې او روڼتیا له اصولو سره سم اړمنو خلکو ته ورسول شي.

دغه بنسټ د هغو هېوادونو مننه کړې چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یې مالي مرسته کړې او ویلي یې دي، دا ملاتړ به د مرستندویه ادارو وړتیا لوړه کړي څو د افغانستان له روان بشري ناورین سره ښه مبارزه وکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، او میلیونونه کسان لا هم د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له جدي کمښت سره مخ دي.

یوراج سینګ او شعیب اختر د شاپور ځدران مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره لویه ضایع بللې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
یوراج سینګ او شعیب اختر د شاپور ځدران مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره لویه ضایع بللې
100%

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي یوراج سېنګ او پاکستاني پخواني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر د افغانستان د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دواړو شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ لپاره یو ریښتینی اتل بللی دی.

یوراج سېنګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د داسې چا له لاسه ورکول چې لوبې ته یې ډېر څه ورکړي دي، تل زړه ماتوونکی وي. هغه زیاته کړې چې د شاپور ځدراڼ مینه او ژمنتیا به تل په یاد وساتل شي.

د هند دغه پخواني ستوري د شاپور ځدراڼ کورنۍ او د افغانستان د کرېکټ ټولنې ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. د شاپور ځدراڼ مړینې په کورني او نړیواله کچه د کرېکټ د مینه والو او لوبغاړو غبرګونونه پارولي دي.

هم‌مهاله د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شعیب اختر هم د شاپور ځدراڼ مړینه لویه ضایع بللې او د افغانستان د کرېکټ په وده کې یې د هغه رول د پام وړ بللی دی.

یوراج سېنګ په خپل پیغام کې د شاپور ځدراڼ مړینه د کرېکټ د نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده. هغه ویلي چې د افغانستان کرېکټ په نړیواله کچه د داسې لوبغاړو د هڅو له امله نن دغه مقام ته رسېدلی دی.

شاپور ځدراڼ چې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخوانی چپ‌لاستی تېز توپ‌اچوونکی او د هېواد د کرېکټ له بنسټ اېښودونکو څخه و، د ۳۸ کلونو په عمر په نوې ډیلي کې د یوې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی له څو میاشتو راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې و او د افغانستان کرېکټ بورډ د هغه مړینه تایید کړې ده.

د پاکستان استازی له بلغاریایي چارواکو سره په افغانستان کې د وسله‌والو د شتون اړه غږېدلی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱
د پاکستان استازی له بلغاریایي چارواکو سره په افغانستان کې د وسله‌والو د شتون اړه غږېدلی
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په اسلام‌اباد کې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس پیتکو دویکوف او د دغه هېواد له سفیرې ایرینا ګانچیوا سره لیدلي او پر دوه اړخیزو مسایلو او افغانسان کې د وسله‌والو ډلو د شتون په اړه یې ورسر خبرې کړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ځانګړي ډول د پولې هاخوا ترهګرۍ او له افغانستان څخه د فعالو وسله والو ډلو لخوا د سیمې سولې او ثبات ته پر پېښو ګواښونو تمرکز کړی دی.

محمد صادق پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د بلغاریا له جګپوړو ډپلوماټانو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ګټو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مفصلې خبرې وشوې. د هغه په وینا، په دې خبرو اترو کې تر ټولو لویه اندېښنه د هغو وسله والو ډلو په اړه وه چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کوي.

د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې چې د افغانستان له دننه څخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د پولې هاخوا بریدونه نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې ثبات او ارامتیا خرابوي. په دې لیدنه کې د بلغاریا سفیرې ایرینا ګانچیوا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

تر اوسه په کابل کې د طالبانو چارواکو د پاکستان د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تل د هغو ادعاوو رد کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول کېږي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.