• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرو درېیو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې ۶۶زره ټُنه کورني تولیدات بهر ته صادر شوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۴ GMT+۱

په بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې نږدې یو مېلیون او ۵۰۰ زره ټُنه خوراکي، ودانیز او نور توکي افغانستان ته وارد شوي او شاوخوا ۶۶زره ټُنه کورني تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د یادې خونې په وینا؛ اوس‌مهال هره ورځ ۲۴ ساعته دغه بندر د انتقالاتو د لېږد لپاره فعال وي. خو له بلې خوا سوداګر په دغه بندر کې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي. سوداګر دارنګه د تګ‌راتګ پرمهال پر دوی د لوړو فیسونو له کبله شکایت کوي او له طالبانو غواړي چې دغه فیسونه پرې کم کړي. وړاندې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی و،‌ چې په تېرې غبرګولي میاشت کې د حیرتان بندر له لارې ۵۳۸زره او ۸۸۹ مټریک ټنه انتقالات شوي‌ دي.
له بل پلوه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له پاکستان سره د لارو تر بندېدو وروسته د حیرتان بندر له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري پراخه شوې او په ۲۰۲۵ کال کې صادرات ۷۷ سلنه او واردات ۴۳ سلنه زیات شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد د طالبانو اړوند رسنیو ته ویلي، چې افغانستان له ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغیزستان او ترکمنستان سره پراخه سوداګریزه راکړه ورکړه تجربه کړې ده.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۴

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۵
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

•
•
•

نور کیسې

تېرو درېیو میاشتو کې؛ په کندهار کې تر ۴۴ ټنه زیات شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۴ GMT+۱
تېرو درېیو میاشتو کې؛ په کندهار کې تر ۴۴ ټنه زیات شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي
100%

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ۱۴۰۵کال د پسرلي په موسم کې په دغه ولایت کې د شاتو تولید د تېرکال د ورته مودې پرتله زیات شوی. دوی زیاته کړې، چې په دغه موده کې ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو یادې ادارې سږکال د شاتو په تولید کې د زیاتوالي لاملونه ځانګړې پاملرنه، د شاتو مچیو د معیاري فارمونو د شمېر زیاتېدل او د مالدارانو د ظرفیت لوړول ښودلي دي.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ادارې د مالدارۍ مسوول عبدالوارث حمل وویل: « د روان کال په پسرلي موسم کې د کندهار په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي».

طالبانو ویلي، دامهال په کندهار کې د شاتو مچیو ۲۶ سیمه‌ییز او ۴۲ عبوري فارمونه فعال دي چې د کندهار ښار ترڅنګ په ارغنداب، شاه‌ولي‌کوټ، ژړۍ، پنجوایي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې فعالیت کوي.

طالب مسوولینو زیاته کړې، په تېر ۱۴۰۴کال کې په ټولیز ډول ۴۳ فارمونه فعال وو؛ خو سږکال یوازې د پسرلي تر پایه د فعالو فارمونو شمېر ۶۸ ته لوړ شوی، چې له امله یې د شاتو تولید هم په څرګند ډول زیات شوی دی.
دوی دا هم ویلي، د ۱۴۰۴کال د پسرلي او دوبي په موسمونو کې ټولټال ۵۶ مټریک ټنه شات تولید شوي وو چې له دې ډلې ۲۱ مټریک ټنه یې د پسرلي شات وو. خو سږکال یوازې د پسرلي په موسم کې د شاتو تولید ۴۴.۴ مټریک ټنو ته رسېدلی، چې د تېرکال د ورته مودې پرتله څه باندې ۲۳ مټریک ټنه زیاتوالی ښيي او د کندهار د شاتو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.

تېره اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۶۰۰ زیات افغانان خوشې شوي دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۱
تېره اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۶۰۰ زیات افغانان خوشې شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) خبر ورکړی، په تېره اونۍ کې ۶۳۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوشې شویو کسانو کې د طب پوهنځي یوشمېر محصلان هم شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله نیول شوي وو او بېلابېلو مودو پورې بندیان وو.

دغه وزارت زیاته کړې، چې له دې ډلې ۵۱۸ کسان د تورخم او ۱۲۰ نور د سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لاهم دوام لري. د پاکستان حکومت له‌خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل هم نن پای ته رسېږي او سر له سبا به د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد د نیولو عملیات پیل شي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۲،۱ مېليونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. یوشمېر افغان کډوال بیا نیوکه کوي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
100%

د جرمني حکومت غواړي له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې جرمي مخینه نه لري. د جرمني تاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه پنځه افغانان، چې هېڅ یو یې جرم نه دی کړی، دا مهال له جرمني د ایستلو په تمه دي.

ورځپاڼه وايي، دغه معلومات یې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له شوراګانو ترلاسه کړي دي. د جرمني د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو د هغو افغانانو د دقیق شمېر له خپرولو ډډه کړې چې په ورته وضعیت کې دي.

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.

اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی او په بدل کې یې په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د شمېر له زیاتېدو سره موافقه کړې ده.

د تاز د راپور له مخې، له هغو پنځو افغانانو څخه چې اوس د ایستلو په تمه دي، څلور یې د بایرن او یو یې د هسن په ایالت کې په توقیف کې ساتل کېږي. یو بل افغان چې د نیدرزاکسن ایالت د ایستلو په توقیف‌خونه کې بندي و، د سې‌شنبې په ورځ خوشې شو.

د نیدرزاکسن د کډوالو شورا ویلي، د هغه د خوشې کېدو لامل دا و چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې د یوې رسمي پرېکړې په خبرولو کې تېروتنه کړې وه.

تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.

بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.

کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.

د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.

طالبانو له ازبکستاني سوداګرو د زړه او رواني ناروغانو د درملو برابرولو د همکارۍ غوښتنه کړې

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
طالبانو له ازبکستاني سوداګرو د زړه او رواني ناروغانو د درملو برابرولو د همکارۍ غوښتنه کړې
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې رييس شهاب‌ الدین دلاور له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره په کتنه کې د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو غوښتنه وکړه. ازبکستاني سوداګرو هم په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې رييس شهاب‌ الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره په کتنه کې د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو او نورو روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، ازبکستاني سوداګرو هم په دې کتنه کې ډاډ څرګند کړی، چې د یادو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو په برخه کې به له دې ادارې سره لازمې همکارۍ وکړي.

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له‌مخې، دې ادارې د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تخصصي روغتون جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به خپل فعالیت پیل کړي او په کلني ډول به شاوخوا ۲۰۰۰ د سوري زړه ناروغانو ته د عملیاتو او درملنې خدمتونه وړاندې کړي.

افغاني سره میاشت دا مهال د هېواد په بېلابېلو مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې لري او څه د پاسه ۱۵۰۰ نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه او دوامداره درمل وړاندې کوي.

یونیسف: په افغانستان کې د پولیو بشپړ له منځه وړل لا هم ګډو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱
یونیسف: په افغانستان کې د پولیو بشپړ له منځه وړل لا هم ګډو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، ویلي چې افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره لا هم دوامداره او ګډو هڅو ته اړتیا شته.

هغه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د کندهار ولایت د سفر پر مهال یې له هغو ماشومانو او کورنیو سره لیدلي چې د پولیو د واکسین په پروګرامونو کې یې ګډون کړی دی.

هغه ویلي، هر هغه ماشوم چې د پولیو واکسین ترلاسه کوي، افغانستان یو ګام د پولیو له ناروغۍ پاک راتلونکي ته نږدې کوي او د دې ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د یونیسف استازي همداراز د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت له شریکانو مننه کړې چې په افغانستان کې یې د واکسیناسیون له پروګرامونو ملاتړ کړی او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

یونیسف یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول خورا مهم دي او غوښتنه یې کړې چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د بیا خپرېدو د مخنیوي لپاره دې روانې هڅې دوام ومومي.