• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د ماهرنګ بلوڅ لپاره د عمري بند سزا د عدالت ضد کړنه ده

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو یوشمېر خپلواکو کارپوهانو د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ پر ضد د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې دوه ځله عمري بند سزا په کلکه غندلې او دا یې د عدالت خلاف پرېکړه بللې ده.

کارپوهانو ویلي، پر ماهرنګ بلوڅ د سوله‌ییزو اعتراضونو، د بیان او ټولنې ازادۍ د ځپلو لپاره د «ترهګرۍ او قتل» تورونه لګول شوي او پرې ناعادلانه محاکمه شوې ده.
د چنګاښ په لومړۍ نېټه د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې ماهرنګ بلوڅ ته د «اېف‌سي» یوه سرتېري د وژنې اړوند قضیه کې د عمري بند سزا واوروله. د محکمې د پرېکړې له مخې؛ د ګوادر غونډې پرمهال د ډبرو وېشتلو پېښه کې یاد سرتېری لومړی ټپي او وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د نوموړې ترڅنګ د یادې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ یو بل مخکښ غړي صبغت الله ته هم په یوې قضیې کې د عمري بند سزا اورول شوې ده. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د محکمې پرېکړه یوازې د دوی د اعتراض په ګډون ولاړه وه او دا یې د ترهګرۍ عمل بللی؛ حال دا چې د عادلانه محاکمې اصول نه‌دي رعایت شوي.
دوی زیاته کړې، د ماهرنګ بلوڅ پر ضد لسګونه نورې دوسیې هم روانې دي او شاوخوا ۵۰ نورې قضیې هم د هغې پر ضد ثبت شوې دي چې موخه یې د هغې او نورو بلوڅ فعالانو وېرول او چوپ کول دي.
کارپوهانو د هغې د روغتیايي وضعیت او د زندان د شرایطو په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې نوموړې کافي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د کورنۍ پر غړو یې هم فشار راوړل شوی دی.
دوی له پاکستان نه غوښتي، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق او اساسي قانون له مخې د عادلانه محاکمې حق ته درناوی وکړي او د ترهګرۍ ضد قوانینو له ناوړه کارونې ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د ماهرنګ بلوڅ محکومیت به په بلوچستان کې مدني فضا نوره هم محدوده کړي او د بشري حقونو د مدافعینو، په ځانګړي ډول د ښځینه فعالانو پر وړاندې به د ګواښونو کچه لوړه کړي.
دوی همداراز ویلي، په بلوچستان کې د سوداګریزو او کان‌کېندنې پروژو پرمهال باید د سیمه‌ییزو خلکو او اصلي اوسېدونکو حقونه خوندي شي او خلکو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلې اندېښنې په ازاد ډول څرګندې کړي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

تېره اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۶۰۰ زیات افغانان خوشې شوي دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۱
تېره اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۶۰۰ زیات افغانان خوشې شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) خبر ورکړی، په تېره اونۍ کې ۶۳۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوشې شویو کسانو کې د طب پوهنځي یوشمېر محصلان هم شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله نیول شوي وو او بېلابېلو مودو پورې بندیان وو.

دغه وزارت زیاته کړې، چې له دې ډلې ۵۱۸ کسان د تورخم او ۱۲۰ نور د سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لاهم دوام لري. د پاکستان حکومت له‌خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل هم نن پای ته رسېږي او سر له سبا به د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پرضد د نیولو عملیات پیل شي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۲،۱ مېليونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. یوشمېر افغان کډوال بیا نیوکه کوي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

سینټکام: امریکا د بریدونو په وروستي پړاو کې په ایران کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
سینټکام: امریکا د بریدونو په وروستي پړاو کې په ایران کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران پر وړاندې د بریدونو په وروستي پړاو کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي. یادې مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې، چې دغه بریدونه د تېرې شپې د عملیاتو دوام و.

د سېنټکام په وینا؛ په دغه موخو کې د هوايي دفاع سیستمونه، د ساحلي څار تجهیزات، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د ساتنې ځایونه، سمندري پوځي وړتیاوې او د ایران د ساحلونو په اوږدو کې پوځي لوژستیکي تاسیسات شامل دي.

سېنټکام زیاته کړې، دغه بریدونه د تېرې شپې د عملیاتو دوام و چې پرمهال یې شاوخوا ۸۰ پوځي موخې، د سپاه پاسداران تر ۶۰ زیاتې چټکې پوځي بېړۍ هم په نښه شوې وې. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ دغه عملیات په هرمز تنګي کې د ایران د حکومت له‌خوا پر درېیو سوداګریزو بېړیو د برید په غبرګون کې شوي دي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د واشنګټن وروستي بریدونه پر درېیو بېړیو د ایران د برید په غبرګون کې شوي. هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران هر نوی برید به له «۲۰ چنده سخت» ځواب سره مخ شي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي «تپل شوي حکومتونه» خلکو ته امنیت نه‌شي برابرولی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۳ GMT+۱
د جمعیت علمای اسلام ګوند وايي «تپل شوي حکومتونه» خلکو ته امنیت نه‌شي برابرولی
100%

د پاکستان د پوځ په وینا، په تېرو ۳ ورځو کې په بلوچستان کې په درېیو وسله‌والو بریدونو کې ۴۲ پوځيان او پولیس وژل شوي دي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام دغه وضعیت د واکدارانو غفلت، بې‌غوري او بې‌کفایتي پایله بولي او د یوې لویې غمیزې د رامنځته کېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د جمعیت علمای اسلام ګوند په بلوچستان کې د امنیت پر وړاندې اوسنی «ګډوډ حالت» د اندېښنې وړ او د خلکو د ژوند او مال ساتنه یو بنسټیز حق بللی دی او په وینا یې، د نا امنیو دغې څپې ته په جدي توګه پام نه‌کول او په دولتي کچه د اغېزناکو ګامونو نشتوالی «د لازیاتې اندېښنې لامل دی».

د دغه ګوند ویاند اسلم غوري د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې: «د واکدارانو غفلت، بې‌تفاوتي او بې‌کفایتي د یوې لویې غمیزې د رامنځته کېدو بوی ورکوي. ترکیبي نظام په تدریجي ډول خپل منطقي پای ته نږدې کېږي».

غوري څرګنده کړې: «د خلکو د هیلو خلاف، تحمیل شوي حکومتونه د دې وړتیا نه‌لري چې خلکو ته امن او امان برابر کړي».

نوموړي په بلوچستان کې د ناامنیو روان وضعیت د بې‌برخې توبونو پایله بللې او په ډاګه یې ویلي: «د خلکو بې‌برخې توب او د سرچینو غیرعادلانه وېش د ناامنیو بنسټیز لاملونه دي».

دغه ګوند وړاندیز کړی، چې چارواکي باید په بېړني ډول سره کېني او د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او کشمیر د وضعیت په اړه د اجماع پر بنسټ یوه کړنلاره جوړه کړي.

په بلوچستان کې د روانې اونۍ په بریدونو کې ۴۲پاکستاني سرتېري وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په بلوچستان ایالت کې د جولای له شپږمې راهیسې په درېیو وسله‌والو بریدونو کې ۴۲ پوځيان او پولیس او همداراز ۵۴ وسله‌وال وژل شوي دي.

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱
تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
100%

د جرمني حکومت غواړي له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې جرمي مخینه نه لري. د جرمني تاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه پنځه افغانان، چې هېڅ یو یې جرم نه دی کړی، دا مهال له جرمني د ایستلو په تمه دي.

ورځپاڼه وايي، دغه معلومات یې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له شوراګانو ترلاسه کړي دي. د جرمني د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو د هغو افغانانو د دقیق شمېر له خپرولو ډډه کړې چې په ورته وضعیت کې دي.

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.

اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی او په بدل کې یې په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د شمېر له زیاتېدو سره موافقه کړې ده.

د تاز د راپور له مخې، له هغو پنځو افغانانو څخه چې اوس د ایستلو په تمه دي، څلور یې د بایرن او یو یې د هسن په ایالت کې په توقیف کې ساتل کېږي. یو بل افغان چې د نیدرزاکسن ایالت د ایستلو په توقیف‌خونه کې بندي و، د سې‌شنبې په ورځ خوشې شو.

د نیدرزاکسن د کډوالو شورا ویلي، د هغه د خوشې کېدو لامل دا و چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې د یوې رسمي پرېکړې په خبرولو کې تېروتنه کړې وه.

تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.

بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.

کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.

د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو که هر ډول برید ترسره کړي، واشنګټن به ورته څو برابره سخت ځواب ورکړي.

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپد «ایر فورس ون» الوتکې په ترڅ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ایراني چارواکو څه موده وړاندې ورسره اړیکه نیولې او د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هیله یې څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري پر ایران ترسره شوي بریدونه، د ایران له لوري پر سوداګریزو بېړیو د شویو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او د غبرګون کچه یې «یو پر شل» وه.

ټرمپ ټینګار وکړ: «موږ پر هغوی ډېر سخت ګوزار وکړ. هر کله چې هغوی برید وکړي، موږ به څو چنده سخت ځواب ورکړو.»

د امریکا ولسمشر د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو څرګندونې یې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او پوځي ترینګلتیا لا هم دوام لري.