• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

افغان پناه‌غوښتونکي: موږ د عدالت، روڼتیا او د قضیو عادلانه بیاکتنې غوښتونکي یو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۵۰ GMT+۱

یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پيغام کې ویلي، دوی د برېتانیا د «ARAP» پروګرام له ډلې د پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او د نورو امنیتي ادارو پخواني سرتېري دي چې د ډېرو کلونو لپاره یې له برتانوي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

دوی وایي، د دغه ماموریتونو ترسره کولو لپاره یې ژوند له ګواښ سره مخ کړی و: «موږ له برتانوي ځواکونو سره یوځای جګړه وکړه، په ګډو عملیاتو کې مو برخه واخیسته او خپل مسوولیتونه مو ادا کړل. نن د همدې ملګرتیا له امله موږ او زموږ کورنۍ له امنیتي ګواښونو سره مخ یو».
د دوی په وینا؛ له کلونو انتظار وروسته یې د پناه‌غوښتنې ګڼ غوښتنلیکونه د تکراري لاملونه په وړاندې کولو رد شوي دي. دوی زیاته کړې: «زموږ له ډلې ځینو د دغه پرېکړې لپاره تر درېیو کلونو ډېر انتظار وکړ او په پای کې یې ورته برېښنالیک ترلاسه کړ».
دغه پناه‌غوښتونکي وایي: «په ترلاسه شویو برېښنالیکونو کې یو ورته لامل دا و، چې موږ په مستقیم ډول د برېتانیا حکومت له‌خوا ګومارل شوي نه وو؛ خو موږ افغان سرتېري وو، نه ملکي کارکوونکي یا شخصي قراردادیان چې د برېتانیا حکومت سره قراردادونه لري. زموږ همکاري د ګډو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې وه او دا حقیقت د اسنادو او شواهدو سره ثابتېدای شي».
د یادو پناه‌غوښتونکو په وینا؛ د ګډو عملیاتو او خدمتونو اړوند ټول اسناد لري او چمتو دي، چې دغه اسناد له رسنیو، پارلماني غړو، د بشري حقونو ادارو او له هرې خپلواکې ادارې سره شریک کړي؛ څو د قضیو د بیاکتنې لړۍ په بې‌پرې توګه وارزول شي.
دوی وایي: «ژوند یې له ناروښانه وضعیت او وېرې سره مخ دی. هره ورځ د طالبانو له‌خوا د نیولو، غچ اخیستنې او ځورونې له ګواښ سره مخ دي. موږ په عادلانه، شفافه او خپلواکه توګه د دغه قضیو د بیاکتنې غوښتنه کوو».
دوی له برېتانیا حکومت، رسنیو، د پارلمان غړو، د بشري حقونو سازمانونو او خلکو غوښتي، چې د دوی غږ واوري او په دې اړه اقدام وکړي؛ څو دغه قضیې په عادلانه توګه بیا له سره وارزول شي.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو د غږیزې ککړتیا د مخنیوي غوښتنه کړې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
100%

د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتي چې په سیمه کې د لاس‌پلورونکو او هټۍ‌والو له لوري د رامنځته شوې غږیزې ککړتیا مخه ونیسي. دوی وایي، د سهار له اوو بجو د شپې تر لسو بجو پورې دوامداره شور او ځوږ یې استراحت، زده‌کړې او ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو افغانستان انترنشل ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې په دې سیمه کې د لاس پلورونکو او هغو کسانو شمېر چې د لوډسپیکر یا په لوړ غږ د خپلو توکو اعلان کوي، په بېساري ډول زیات شوی دی.

دوی وایي، هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د شپې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د خټکیو، هګیو، معدني اوبو، مرچو، رومي بانجانو، قابلي پلو او نورو توکو د پلور دوامداره غږونه، د هټیو او لاس پلورونکو له شور او ځوږ سره یوځای، د سیمې د اوسېدونکو ارامي له منځه وړې ده.

د شکایت له مخې، دغه وضعیت د سیمې د اوسېدونکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې او د خوب، استراحت، مطالعې، درس ویلو او د ازموینو لپاره د چمتووالي تمرکز یې له منځه وړی دی.

اوسېدونکو له اړوندو طالب چارواکو غوښتي چې دې دې ستونزې ته رسیدګې وکړي.

د ننګرهار په حصارک کې د ځمکې جنجال؛ یوه اوسېدونکي ځايي طالبان پر غصب تورن کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار د حصارک غلجي ولسوالۍ د علیشیرو غواګیزي کلي یو اوسېدونکی فضل ادعا کوي، چې ځايي طالب مسوولین او د ناصرو قوم یو ملک ضابط خان یې د ځمکې د غصبولو هڅه کوي. نوموړی وایي، چې د دې ځمکې د مالکیت په اړه شرعي قباله او ټول اړین اسناد لري.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو د محکمې پرېکړه هم د ده په ګټه شوې، خو په ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکي د محکمې دغه حکم نه پلی کوي.

د دغه ننګرهاري اوسېدونکي په وینا، د حصارک ولسوالۍ لپاره طالب چارواکي غواړي، دغه ځمکه په زوره د ملک ضابط خان په نوم کړي او په دې لاره کې یې ورته یوه لویه دسیسه هم جوړه کړې ده. فضل زیاتوي، چې د دغې قضیې په دوام، پرون غرمه یو ځل بیا وسله‌والو کسانو د ده پر کور چاپه وهلې او د ده د کورنۍ ښځې او ماشومان یې ځورولي دي، چې د دغه برید او ځورونې په اړه ویډیويي اسناد او ثبوتونه هم ورسره شته.

هغه له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره یوه ویډیو شریکه کړې، چې په‌کې نوموړی په وینو ککړ لیدل کېږي‌ او کالي یې څیرې دي. په ویډیو کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم ښکاري چې د نښتې پر مهال ژړا او واویلا کوي.

فضل په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د حصارک ولسوال او نور ځايي طالب مسوولین له ملک ضابط خان سره په دې قضیه کې په مستقیم ډول شریک دي. هغه تور پورې کوي، چې دغه طالب چارواکي په ښکاره د محکمې پرېکړه ردوي او وایي، چې د دې موضوع پرېکړه باید د محکمې پر ځای د قومي جرګې له لارې وشي.

نوموړي پر ځايي طالب مسوولینو د دوه ګوني چلند تور پورې کړی او له لوړپوړو طالب چارواکو یې غوښتي، چې عدالت تامین کړي او حق حقدار ته وسپاري.

تر اوسه په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو د فضل د دغو تورونو او ادعاوو په اړه رسما څه نه دي ویلي او نه یې هم د محکمې د پرېکړې د نه پلي کېدو علت روښانه کړی دی.

په داسې حال کې چې د ځمکو پر سر شخړې او د ځايي مسوولینو له خوا د پرېکړو نه پلي کېدل په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو شکایتونه راپارولي دي، د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د قانوني بنسټونو د کمزورتیا له امله په تېرو میاشتو کې د خلکو د خپلسري نیولو او مجازاتو کچه هم لوړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا یوازې د ننګرهار ولایت د یوه اوسېدونکي روایت دی او افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

ننګرهار کې د یوې موسسې کارمندانو شکایت: له دوه نيمو مياشتو راهيسې یې معاشونه نه‌دي راکړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۱
100%

ننګرهار کې د اې‌ار‌سي‌ای (د افغانستان د مقاومت او اقلیم نوښت) موسسې يو شمېر کارمندانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رالېږلي پيغام کې ادعا کړې، چې له نږدې دوه نيمو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له سختو اقتصادي او معيشتي ستونزو سره مخ دي.

دغو کارمندانو ويلي، د معاشونو ځنډ د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او اوس د کور کرايې، د ماشومانو لګښتونو، خوراکي توکو او نورو لومړنيو اړتياوو د برابرولو توان نه‌لري.

د دوی په وينا، تر اوسه د معاشونو د نه‌ورکړې په اړه کوم روښانه وضاحت نه‌دی ورکړل شوی او د ادارې مسوولان هره ورځ ورته وايي، چې معاشونه به "نن يا سبا" حواله شي، خو د دوی په خبره، له دې ژمنو دوه نيمې مياشتې تېرې شوي، خو لا هم معاشونه یې نه‌دي ورکړل شوي.

دوی زياته کړې، چې ياده موسسه د خوړو نړيوال پروګرام په همکارۍ د مرستندويه توکو د وېش پروژې پلي کوي، خو د خپلو کارمندانو د معاشونو او کاري حقونو ستونزو ته لازمه پاملرنه نه‌کوي.

دوی له اړوندو ادارو او مسوولو بنسټونو غوښتي، چې د دوی ستونزه په جدي توګه وڅېړي او د پاتې معاشونو د ورکړې لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د ننګرهار ولایت د یو شمېر خلکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

ننګرهار کې موټر چلوونکي د تېلو له لوړې بیې شکایت کوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱
100%

د ننګرهار یو شمېر موټرچلوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د تېلو بیه په ناڅاپي ډول لوړه شوې او د هر لېټر په نرخ کې ۹ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. د دوی په وینا، مخکې یو لېټر تېل په ۶۷ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې ده.

موټرچلوونکي وایي، د تېلو د بیې دغه لوړوالی د دوی پر ورځني عاید او اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز کړی او که نرخونه همداسې لوړ پاتې شي، د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې به هم په سختۍ پوره کړای شي.

دوی له طالبانو او اړوندو ادارو غواړي، چې د تېلو د بیو د کنټرول لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د بازار د نرخونو د لوړېدو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې دا له ننګرهار څخه د یو شمېرو موټرچلوونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د سرپل یو اوسېدونکی: د دغه ولایت خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۶ GMT+۱
100%

د سرپل یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه ولایت ډېرې سیمې او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. نوموړي د اوبو کمښت لاملونه په ځينو سیمو کې په خپلسرې توګه د خلکو له‌خوا د څاه ګانو کېندل، اوږدمهاله وچکالي، د بارانونو نشتوالی او له اوبو سره نه احتیاط یاد کړي.

دغه اوسېدونکي دارنګه د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په اړه ویلي، چې د سرپل په ډېرو سیمو کې خلک په خپلسري ډول ژورې څاګانې کېندي او بیا د برمو په زور په لویه اندازه اوبه ضایع کوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: «یو لامل د ژورو څاه‌ګانو بې‌شمېره کېندل دي. د بېلګې په توګه په یوه کلي کې چې شاوخوا ۷۰ کورنۍ ژوند کوي، له ۷۵ څخه زیاتې ژورې څاه‌ګانې کېندل شوې دي. د دغه څاه‌ګانو ډېری یې په ځواکمنو یو انچه او دوه انچه پمپونو سمبالې دي او په دوامداره توګه ترې اوبه اېستل کېږي، چې له امله یې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په چټکۍ راټیټه شوې ده».

د اوبو د کمښت له کبله ډېرې کورنۍ اړې دي، چې د څښاک اوبو برابرولو لپاره اږده واټنونه ووهي. د سرپل دغه اوسېدونکي له خلکو، ځایي مسوولینو او اړوندو ادارو غوښتي، چې ژر تر ژر دې د ژورو څاه ګانو د کېندنې مخنیوی وکړي؛ څو د یادې ستونزې د پراخېدو مخه ونیول شي.