د غزني اوسېدونکی: له ۱۴۰۰کال راهیسې مې دنده نهده موندلې

د غزني پوهنتون له کرنې پوهنځي يو فارغ شوی محصل وایي، له ۱۴۰۰کال راهیسې تراوسه پورې یې دنده نهده موندلې. هغه زیاته کړې: «په دې موده کې مې هرې ادارې، موسسې او بنسټ ته د کار غوښتنلیک سپارلی؛ خو هېڅ مثبته پایله مې نهده ترلاسه کړې».
دغه ځوان وايي، دامهال په ډېرو ادارو کې روابط، پېژندلګوي او اړیکې لومړیتوب دي او هغه محصلین چې د لوړو زدهکړو له اسنادو سره د کار هیله لري بېبرخلیکه پاتې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې بېکارۍ یې پر ژوند اغېز کړی. هغه له مسوولو طالب چارواکو غوښتنه کړې، چې د پوهنتون فارغ شویو محصلینو غږ واوری. هغه ویلي: «موږ زدهکړې وکړې، څو خپل راتلونکی جوړ کړو، خو اوس خپله هم د خپل راتلونکي لپاره کومه روښانه هیله نه وینو».
