• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیویارک ښاروال: مصر د فوټبال په نړیوال جام کې د بې‌عدالتۍ قرباني شو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د نیویارک ښاروال زهران ممداني د ۲۰۲۶ نړیوال جام د یو پر اتم پړاو کې له ارجنټاین سره د مصر د ملي لوبډلې د جنجالي ماتې په غبرګون کې د لوبڅارۍ پر پرېکړو نیوکه کړې او ویلي یې دي، مصر د بې‌عدالتۍ قرباني شوی او حق یې غلا شوی دی.

د مصر او ارجنټاین لوبه، چې ارجنټاین په ۳-۲ وګټله، د لوبڅار او ویډیویي مرستندویه لوبڅار د څو بحث‌پارونکو پرېکړو له امله د مصريانو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوه.

د مصر د ملي لوبډلې روزونکي حسام حسن او یو شمېر لوبغاړو تر لوبې وروسته ادعا وکړه چې لوبڅاري د ارجنټاین په ګټه شوې ده. د مصر د لوبډلې یوه لوبغاړي ان نړیوال جام «له مخکې طرحه شوی» وباله.

ممداني، چې د نیویارک د بسونو د ترانسپورتي سیستم د ښه‌والي د طرحې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل د دې پروژې له برکته به خلک هر کال له دوو ورځو ډېر د تګ راتګ وخت سپموي.

هغه د ټوکې په انداز وویل: «دا وخت به د کورنۍ سره د سهارنۍ خوړلو، د خپلو ماشومانو د لوبو د لیدلو او له ملګرو سره د دې خبرې د منلو لپاره ولرئ چې مصر پرون د بې‌عدالتۍ قرباني شو».

د نیویارک ښاروال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې هره ورځ له سپمول شویو شپږو دقیقو سره به څه کوي وویل: «ښايي د مصر د غلا شوي حق صحنې بیا بیا وګورم. یوازې کافي ده د ویډیویي مرستندویه لوبڅار پرېکړه یو ځل بیا وګورئ».

د مصر اعتراضونه هغه وخت نور هم زیات شول چې د دویمې نیمایي پر مهال د مصطفی زیکو ګول، د مرستندویه لوبڅار له ارزونې وروسته، د برید د پیل په بهیر کې د یوې خطا له امله مردود اعلان شو. دغه پرېکړه د مصر د لوبغاړو او روزنیز کادر له سخت غبرګون سره مخ شوه او د مصر د فوټبال فدراسیون د همدې موضوع په تړاو فیفا ته رسمي شکایت هم ثبت کړی دی.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

د شاپور ځدراڼ پلار: په کابل کې د کرېکټ جوړېدونکی لوبغالی دې د شاپور ځدراڼ په نوم ونومول شي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱
د شاپور ځدراڼ پلار: په کابل کې د کرېکټ جوړېدونکی لوبغالی دې د شاپور ځدراڼ په نوم ونومول شي
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تیز توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ پلار د خپل زوی د جنازې په مراسمو کې د افغانستان له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې په کابل کې د کرېکټ جوړېدونکی لوبغالی د شاپور ځدراڼ په نوم ونوموي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدران چې له اوږدې ناروغی وروسته په هند کې ومړ، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبغاړو ترڅنګ د هغه زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و.

د شاپور ځدراڼ د جنازې پرمهال د هغه پلار له افغان کرېکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چې د شاپور د خدمتونو د یاد په موخه دې په کابل کې د کرېکټ جوړیدونکی لوبغالی د هغه په نوم ونومول شي.

شاپور ځدراڼ د پکتیا ولایت اوسېدونکی و او د افغانستان د کرېکټ د لومړي نسل لوبغاړو څخه شمېرل کېده.

نوموړي د افغانستان لپاره لومړۍ شل اوریزه نړۍواله لوبه په ۲۰۱۰ کې او وروستۍ په ۲۰۲۰ کې ولوبوله او همدارنګه لومړۍ پنځوس اوریزه نړۍواله لوبه یې په ۲۰۰۹ کې او وروستۍ یې په ۲۰۱۹ کې وکړه.

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره ۴۳ یو ورځنۍ او ۳۲ شل اوریزې لوبې کړې دي.

د شاپور ځدراڼ مړی په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۹ GMT+۱
د شاپور ځدراڼ مړی په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو
100%

د کرېکټ بورډ مسوولینو، د ملي‌ لوبډلې لوبغاړو او په زرګونه هېوادوالو د افغان کرېکټ ستوري شاپور ځدراڼ جنازه د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره او په مرنجان غونډۍ کې یې خاورو ته وسپارله.

د شاپور ځدراڼ پلار له ټولو ګډونوالو مننه کړې، چې په یاد درد او غم کې یې ورسره برخه اخیستې. هغه له کرېکټ بورډ غوښتنه وکړه، چې د لوبغاړو او هېوادوالو په مشوره دې د کرېکټ نوی جوړېدونکی لوبغالی د شاپور ځدراڼ په نوم کړي.
ورته مهال د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کرېکټ په برخه کې د شاپور ځدراڼ مړینه لویه ضایعه بللې او ژمنه یې کړې، چې دوی به د شاپور پر لوبیز ژوند مستند جوړ کړي.
د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) مشر جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړۍوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي. د کرېکټ نړۍوالې شورا مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نورو نړۍوالو پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو، د کرېکټ لوبې نړۍوالو مبصرینو، افغان لوبغاړو او په زرګونه کسانو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او افغانانو ته یې تسلیت ویلی.

100%

د سیاسي استازولیو شورا: د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه درنه ضایعه ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
 د سیاسي استازولیو شورا: د شاپور ځدراڼ مړینه د افغانستان د کرکټ لپاره یوه درنه ضایعه ده
100%

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د پخواني نامتو لوبغاړي شاپور ځدراڼ مړینه د کرېکټ او هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

په یو رسمي پیغام کې، چې د چنګاښ په ۱۷مه خپور شوی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د شاپور ځدراڼ کورنۍ، خپلوانو، د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې غړو او ټولو ورزش‌پالو ته خپله ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کړی دی.

د همغږۍ شورا په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې ارواښاد شاپور ځدراڼ د خپل ځانګړي استعداد، ملي ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې د نورو غښتلو لوبغاړو تر څنګ، په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان ملي بیرغ رپانده وساتلی و. د دغې شورا په وینا، نوموړي د افغانستان د کرېکټ په نړیوال معرفي کولو کې خورا ارزښتمنه او تاریخي ونډه درلوده او د هغه میراث به د هېواد د ورزشي تاریخ یوه روښانه برخه پاتې شي.

د دغه پخواني ملي لوبغاړي مړینې په کورني او نړیوال کچه د کریکټ مینه وال او لوبغاړي د خپګان په ټغر کېنولي دي. د افغانستان کرېکټ بورد هم د نوموړي د مړینې له امله د درناوي او همدردۍ په توګه د اشپګیزه کریکټ لیګ سیالۍ د دوو ورځو لپاره وځنډولې ترڅو د هېواد د دغه پخواني ستوري له کورنۍ سره غمشریکي وشي.

له بلې خوا، د شاپور ځدراڼ جسد نن له هندوستان څخه کابل ته انتقال شو او هلته د کرېکټ د اوسنیو او پخوانیو ستورو، د ورزشي ادارو د مسوولینو او په سلګونو مینه والو له خوا یې تود هرکلی وشو. د کرېکټ د دغه پیاوړي لوبغاړي جسد د کابل په هوایي ډګر کې د هغه د هم‌لوبو او مینه والو پر اوږو بدرګه شو او د خاورو ته سپارلو لپاره چمتو شو.

تر ۷۲کلونو وروسته؛ د سویس فوټبال ملي لوبډلې د نړۍوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱
تر ۷۲کلونو وروسته؛ د سویس فوټبال ملي لوبډلې د نړۍوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده
100%

د سویس فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې له کولمبیا سره تر ۱۲۰ دقیقو مساوي لوبې وروسته، د پنالټیو په وهلو کې د ۴–۳ امتیازونو په توپیر بریا خپله کړه. سویس له دغه بریا سره د ۱۹۵۴کال نړۍوال جام وروسته د لومړي ځل لپاره کوارټر فاینل ته لار ومونده.

د پنالټیو پرمهال د سویس ګول‌ساتونکي ګرګور کوبل د کوچو هرناندېز پنالټي ونیوله او د کولمبیا بل لوبغاړي داوینسون سانچس خپله پنالټي خطا کړه. وروسته د سویس لوبغاړي روبن وارګاس وروستۍ پنالټي په ګول بدله کړه او د سویس تاریخي بریا یې یقیني کړه.

وارګاس له لوبې وروسته وویل: «موږ په ټولو ۱۲۰ دقیقو کې خپله ټوله هڅه وکړه. د یوه پیاوړي سیال پر وړاندې مو لوبه وکړه او اوس مو تاریخ جوړ کړ». سویس چې تر دې وړاندې په څلورو پرله‌پسې نړۍوالو جامونو کې د شپاړس غوره لوبډلو له پړاو څخه بهر شوی و اوس به د شنبې په ورځ د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو (کوارټر فاینل) په لوبه کې له ارجنټاین سره مخامخ شي.

100%
100%
100%

یوراج سینګ او شعیب اختر د شاپور ځدران مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره لویه ضایع بللې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
یوراج سینګ او شعیب اختر د شاپور ځدران مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره لویه ضایع بللې
100%

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي یوراج سېنګ او پاکستاني پخواني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر د افغانستان د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دواړو شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ لپاره یو ریښتینی اتل بللی دی.

یوراج سېنګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د داسې چا له لاسه ورکول چې لوبې ته یې ډېر څه ورکړي دي، تل زړه ماتوونکی وي. هغه زیاته کړې چې د شاپور ځدراڼ مینه او ژمنتیا به تل په یاد وساتل شي.

د هند دغه پخواني ستوري د شاپور ځدراڼ کورنۍ او د افغانستان د کرېکټ ټولنې ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. د شاپور ځدراڼ مړینې په کورني او نړیواله کچه د کرېکټ د مینه والو او لوبغاړو غبرګونونه پارولي دي.

هم‌مهاله د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شعیب اختر هم د شاپور ځدراڼ مړینه لویه ضایع بللې او د افغانستان د کرېکټ په وده کې یې د هغه رول د پام وړ بللی دی.

یوراج سېنګ په خپل پیغام کې د شاپور ځدراڼ مړینه د کرېکټ د نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده. هغه ویلي چې د افغانستان کرېکټ په نړیواله کچه د داسې لوبغاړو د هڅو له امله نن دغه مقام ته رسېدلی دی.

شاپور ځدراڼ چې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخوانی چپ‌لاستی تېز توپ‌اچوونکی او د هېواد د کرېکټ له بنسټ اېښودونکو څخه و، د ۳۸ کلونو په عمر په نوې ډیلي کې د یوې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی له څو میاشتو راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې و او د افغانستان کرېکټ بورډ د هغه مړینه تایید کړې ده.