د بلوچستان په کوټه کې د هنه اوړک او زیارت پېښو په غبرګون پرلتونه لاهم روان دي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هنه اوړک او زیارت د وروستیو بریدونو په غبرګون په دوو بېلابېلو ځایونو کې احتجاجي پرلتونه دوام لري. د زیارت د مانګي ډیم له سیمې څخه د تښتول شویو ۲۱ پولیسو سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، د هغوی مړي پرون د کوټې سول روغتون ته ولېږدول شول.
