د کینیا د پلازمېنې نایروبي یو ۲۸ کلن ځوان د مرغانو سره د خپلې ځانګړې اړیکې له امله په «مارغه سړي» مشهور شوی دی.
هغه په ښار، کلیو او کوڅو کې د رنځورو او ټپي شویو مارغانو لټه کوله او د درملنې سربېره یې خواړه ورته چمتو کول.
راجرز اولو ماګوتا وايي، د هغه هدف د ښاري او وحشي مرغانو ژغورل، پالنه او بېرته طبیعت ته سپارل دي. هغه ټپي، ناروغ او کمزوري مرغان پېدا کوي، په خپل کور کې یې ساتي، خواړه ورکوي او تر رغېدو وروسته یې بېرته ازادوي.
راجرز وايي، د ده لپاره دا یوازې شوق نه، بلکې د ژغورنې یو ماموریت دی. هغه تر اوسه له بېلابېلو مرغانو سره ژوند کړی، چې پکې مارابو لکلک، غواييچرګ، افریقايي مقدس ایبس، جغد، کوترې او تور باز شامل دي.
د راجرز ځانګړې طریقې هغه نور هم مشهور کړی دی. هغه مرغان پر خپل سر، اوږو او لاسونو کښېنوي، ورسره نږدې اړیکه ساتي او ان په ټولنیزو رسنیو او عامه پروګرامونو کې یې له خلکو سره شریکوي.
خو راجرز دا اندېښنې ردوي او وايي چې د مرغانو د ساتنې پر مهال د پاکوالي او احتیاط اصول مراعاتوي. هغه زیاتوي چې ځینې مرغان یې له ډېر کم عمره ساتلي او له اوږدې مودې راهیسې ورسره دي.
راجرز یوازې د مرغانو ژغورنه نه کوي؛ هغه د نایروبي د چاپېریال ساتنې په فعالیتونو کې هم برخه اخلي، د سیندونو او کثیفو سیمو پاکولو کې مرسته کوي او خلکو ته د طبیعت د ساتنې پیغام رسوي.
که څه هم د هغه د ژوند طرز لا هم د روغتیايي بحثونو موضوع ده، خو راجرز باور لري چې انسان او طبیعت کولی شي یو ځای ژوند وکړي.
د نایروبي لپاره هغه یوازې یو «مارغه سړی» نه دی؛ بلکې یو ځوان دی چې غواړي د ژوو د ساتنې او له طبیعت سره د مهربانۍ پیغام خپور کړي.