د پاکستاني طالبانو تحریک: په هرنایي کې نیول شوي کسان ژوندي دي او مناسب چلند ورسره کېږي

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په یوه خپره کړې ویډیو کې هغه کسان خلکو ته ښودلي چې د دغه ډلې په وینا، د بلوچستان د هرنایي ولسوالۍ د هنه اوړک په سیمه کې یې نیولي دي. ټي ټي پي ادعا کوي چې دغو کسانو د پاکستان د پوځ په ملاتړ د دوی پر ضد جګړه کوله.
