د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ له مانګي ډیم نه د تښتول شویو ۲۱ پولیسو مړي موندل شوي

د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم له سیمې څخه د تښتول شویو ۲۱ پولیس سرتېرو په ډزو وژل شوي مړي موندل شوي او د کوټې سول روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم له سیمې څخه د تښتول شویو ۲۱ پولیس سرتېرو په ډزو وژل شوي مړي موندل شوي او د کوټې سول روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کوټې د سول روغتون لهخوا په خپور شوي نوملړ کې راغلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۴ کسان د زیارت، درې د سنجاوي، یو د موسیخېل، یو د لورلایي، یو د عبدالله کلا او یو هم د پنجاب د سرګودها ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې د جولای په ۶مه وسلهوالو د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ. په دغه برید کې په لومړي سر کې نهه پولیس سرتېري وژل شوي وو او ۲۱ نور یې وسلهوالو تښتولي وو.
د دغه ۲۱ تښتول شویو سرتېرو له وژل کېدو سره په یاده پېښه کې د وژل شویو پولیسو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویاند احمد شریف چودري پرون په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د زیارت د عملیاتو پرمهال ۱۵ وسلهوال هم وژل شوي دي.
بلخوا، په کوټه کې د هنه اوړک او زیارت د پېښو پرضد پیل شوی پرلت پنځمې ورځې ته هم غځېدلی دی. د پرلت ګډونوال وايي، تر هغو به خپل اعتراض ته دوام ورکړي؛ څو غوښتنې یې ونه منل شي.
پرلت کوونکي غواړي، چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر سره مستقیمې خبرې وکړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) خبر ورکړی، په تېره اونۍ کې ۶۳۸ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوشې شویو کسانو کې د طب پوهنځي یوشمېر محصلان هم شامل وو. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نهلرلو له امله نیول شوي وو او بېلابېلو مودو پورې بندیان وو.
دغه وزارت زیاته کړې، چې له دې ډلې ۵۱۸ کسان د تورخم او ۱۲۰ نور د سپین بولدک له لارې ستانه شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره عمليات لاهم دوام لري. د پاکستان حکومت لهخوا افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضرب الاجل هم نن پای ته رسېږي او سر له سبا به د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د نیولو عملیات پیل شي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له ۲۰۲۳کال راهیسې څه باندې ۲،۱ مېليونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. یوشمېر افغان کډوال بیا نیوکه کوي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د ایران پر وړاندې د بریدونو په وروستي پړاو کې شاوخوا ۹۰ پوځي موخې په نښه کړې دي. یادې مرکزي قوماندانۍ زیاته کړې، چې دغه بریدونه د تېرې شپې د عملیاتو دوام و.
د سېنټکام په وینا؛ په دغه موخو کې د هوايي دفاع سیستمونه، د ساحلي څار تجهیزات، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د ساتنې ځایونه، سمندري پوځي وړتیاوې او د ایران د ساحلونو په اوږدو کې پوځي لوژستیکي تاسیسات شامل دي.
سېنټکام زیاته کړې، دغه بریدونه د تېرې شپې د عملیاتو دوام و چې پرمهال یې شاوخوا ۸۰ پوځي موخې، د سپاه پاسداران تر ۶۰ زیاتې چټکې پوځي بېړۍ هم په نښه شوې وې. د یادې قوماندانۍ په وینا؛ دغه عملیات په هرمز تنګي کې د ایران د حکومت لهخوا پر درېیو سوداګریزو بېړیو د برید په غبرګون کې شوي دي.
ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د واشنګټن وروستي بریدونه پر درېیو بېړیو د ایران د برید په غبرګون کې شوي. هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران هر نوی برید به له «۲۰ چنده سخت» ځواب سره مخ شي.
د پاکستان د پوځ په وینا، په تېرو ۳ ورځو کې په بلوچستان کې په درېیو وسلهوالو بریدونو کې ۴۲ پوځيان او پولیس وژل شوي دي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام دغه وضعیت د واکدارانو غفلت، بېغوري او بېکفایتي پایله بولي او د یوې لویې غمیزې د رامنځته کېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د جمعیت علمای اسلام ګوند په بلوچستان کې د امنیت پر وړاندې اوسنی «ګډوډ حالت» د اندېښنې وړ او د خلکو د ژوند او مال ساتنه یو بنسټیز حق بللی دی او په وینا یې، د نا امنیو دغې څپې ته په جدي توګه پام نهکول او په دولتي کچه د اغېزناکو ګامونو نشتوالی «د لازیاتې اندېښنې لامل دی».
د دغه ګوند ویاند اسلم غوري د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې: «د واکدارانو غفلت، بېتفاوتي او بېکفایتي د یوې لویې غمیزې د رامنځته کېدو بوی ورکوي. ترکیبي نظام په تدریجي ډول خپل منطقي پای ته نږدې کېږي».
غوري څرګنده کړې: «د خلکو د هیلو خلاف، تحمیل شوي حکومتونه د دې وړتیا نهلري چې خلکو ته امن او امان برابر کړي».
نوموړي په بلوچستان کې د ناامنیو روان وضعیت د بېبرخې توبونو پایله بللې او په ډاګه یې ویلي: «د خلکو بېبرخې توب او د سرچینو غیرعادلانه وېش د ناامنیو بنسټیز لاملونه دي».
دغه ګوند وړاندیز کړی، چې چارواکي باید په بېړني ډول سره کېني او د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او کشمیر د وضعیت په اړه د اجماع پر بنسټ یوه کړنلاره جوړه کړي.
په بلوچستان کې د روانې اونۍ په بریدونو کې ۴۲پاکستاني سرتېري وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په بلوچستان ایالت کې د جولای له شپږمې راهیسې په درېیو وسلهوالو بریدونو کې ۴۲ پوځيان او پولیس او همداراز ۵۴ وسلهوال وژل شوي دي.
د جرمني حکومت غواړي له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې جرمي مخینه نه لري. د جرمني تاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه پنځه افغانان، چې هېڅ یو یې جرم نه دی کړی، دا مهال له جرمني د ایستلو په تمه دي.
ورځپاڼه وايي، دغه معلومات یې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له شوراګانو ترلاسه کړي دي. د جرمني د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو د هغو افغانانو د دقیق شمېر له خپرولو ډډه کړې چې په ورته وضعیت کې دي.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.
اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی او په بدل کې یې په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د شمېر له زیاتېدو سره موافقه کړې ده.
د تاز د راپور له مخې، له هغو پنځو افغانانو څخه چې اوس د ایستلو په تمه دي، څلور یې د بایرن او یو یې د هسن په ایالت کې په توقیف کې ساتل کېږي. یو بل افغان چې د نیدرزاکسن ایالت د ایستلو په توقیفخونه کې بندي و، د سېشنبې په ورځ خوشې شو.
د نیدرزاکسن د کډوالو شورا ویلي، د هغه د خوشې کېدو لامل دا و چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې د یوې رسمي پرېکړې په خبرولو کې تېروتنه کړې وه.
تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.
ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.
بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.
کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.
د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو که هر ډول برید ترسره کړي، واشنګټن به ورته څو برابره سخت ځواب ورکړي.
د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپد «ایر فورس ون» الوتکې په ترڅ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ایراني چارواکو څه موده وړاندې ورسره اړیکه نیولې او د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هیله یې څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري پر ایران ترسره شوي بریدونه، د ایران له لوري پر سوداګریزو بېړیو د شویو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او د غبرګون کچه یې «یو پر شل» وه.
ټرمپ ټینګار وکړ: «موږ پر هغوی ډېر سخت ګوزار وکړ. هر کله چې هغوی برید وکړي، موږ به څو چنده سخت ځواب ورکړو.»
د امریکا ولسمشر د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو څرګندونې یې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او پوځي ترینګلتیا لا هم دوام لري.