• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو په کار د طالبانو بندیز؛ په بادغیس کې انلاین سوداګري ښځو ته د عاید نوې سرچینه ګرځېدلې

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

په بادغیس ولایت کې د خواله رسنیو د کارونې له زیاتېدو او د ښځو لپاره د حضوري کار د فرصتونو له کمېدو سره، انلاین سوداګري د ګڼو ښځو او نجونو لپاره د عاید مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.

لاله اکرمي چې نږدې یو کال کېږي د انلاین پلور په برخه کې فعالیت کوي وايي، د کار موندنې او مالي خپلواکۍ لپاره یې دغه کاروبار پیل کړی دی. هغې وویل، خپل کاروبار یې یوازې د ۷زره افغانیو په پانګونې پیل کړی او اوس ورسره یوشمېر نورې نجونې هم کار کوي او عاید ترلاسه کوي.
د هغې په وینا؛ د پوستکي او ویښتو د ساتنې محصولات پلوري او کاروبار یې ورو ورو پراخ شوی دی.
یوې بلې انلاین سوداګرې زیبا احساس ویلي، چې د ښځو پر کار د محدودیتونو له امله یې انلاین سوداګري غوره کړې ده. هغې زیاته کړه، د انلاین کار له امله په خپلواک ډول کار کوي؛ خو عاید یې یوازې د شخصي لګښتونو یوه برخه پوره کوي او د کورنۍ ټولې اړتیاوې نه‌شي پرې برابرولای.
ارزو چې له دوو کلونو راهیسې انلاین سوداګري کوي وايي، خپل کاروبار یې په لږې پانګې پیل کړی او اوس د هېواد له څو ولایتونو پېریدونکي لري.
فوزیه ایماق هم وايي، د جامو، بوټونو، بکسونو او د ښکلا د وسایلو انلاین پلور یې د اقتصادي فعالیت یوازینۍ لار ده. خو دغه ښځې وايي، عاید یې ثابت نه‌دی او د کمې پلورنې له ستونزې سره مخ دي.
له زده‌کړو بې‌برخې شوې نجلۍ اصیلا عثماني ویلي، د کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې انلاین سوداګري پیل کړې؛ خو د پلور کمښت د دوی تر ټولو ستره ستونزه ده.
په همدې حال کې د ټېکنالوژۍ کارپوه میرویس صدیقي وايي، انلاین سوداګري د ښځو او ځوانانو لپاره د کار نوې فرصتونه رامنځته کړي دي. د هغه په وینا؛ د محصول کیفیت، له پېرودونکو سره ښه چلند، کره معلومات او پر وخت سپارنه د انلاین سوداګرۍ د بریالیتوب مهم لاملونه دي.
سره له دې د انټرنېټ کمزوری زېربنا، لوړې بیې او د خلکو کم باور لا هم په افغانستان کې د انلاین سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

کرزي د سږني کانکور په ازموینه کې د نجونو پر نشتوالي خواشیني ښودلې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۱
کرزي د سږني کانکور په ازموینه کې د نجونو پر نشتوالي خواشیني ښودلې
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سږني کانکور ازموینې د ترسره کېدو هرکلی کړی، خو په ازموینه کې د نجونو د نه ګډون له امله یې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د ټولو وګړو زده کړه حیاتي ارزښت لري.

کرزي د چارشنبې په ورځ په اېکس پاڼې د سږني کانکور ازموینې هرکلی کړی او هغو ځوانانو ته یې د بریالیتوب هیله کړې، چې د لوړو زده کړو موسساتو ته بریالي شوي.

هغه بریالیو زده کوونکو ته سپارښتنه کړې چې د علومو په زده کړه کې لا زیاتې هڅې وکړي او لوړو علمي کچو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

پخواني ولسمشر له کانکور څخه د نجونو د بې برخې کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ټولګډونه زده کړو پر حیاتي اهمیت یې ټینګار کړی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې د نجونو پر مخ ژر د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او هغوی ته هم د زده کړو فرصت برابر شي، څو افغانستان د خپلو نجونو او هلکانو د پوهې او تخصص په مټ د پرمختګ او ودې پر لور ګامونه واخلي.

د طالبانو د ازموینې ادارې په وینا، سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۲۰زره کسانو کډون کړی و، چې له دې ډلې به ۷۴زره او ۵۰۰ د لوړو زده‌کړو موسساتو ته جذب شي.

سږ د پنځم پرله‌پسې کال لپاره طالبانو له نجونو پرته د کانکور ازموینه واخیسته.

طالبانو اوس‌مهال نږدې د زده‌کړو له ټولو بهیرونو نجونې منع کړې او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

بېنېټ: د کرېکټ نړیواله شورا دې د افغان ښځو کرېکټ لوبډله په رسمیت و پيژني

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱
بېنېټ: د کرېکټ نړیواله شورا دې د افغان ښځو کرېکټ لوبډله په رسمیت و پيژني
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي‌ د کرېکټ له نړۍوالې شورا غوښتې، چې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډله په رسمیت و پېژني او ملاتړ یې وکړي.

نوموړي د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې څخه د ملاتړ په موخه او کرېکټ د نړۍوالې شورا د کلنۍ عمومي غونډې د پیلېدو پرمهال د چارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۸مه پر اېکس لیکلي، چې د کړېکټ نړۍواله شورا دې د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډله په رسمیت وپیژني.

بېنېټ زیاته کړې، چې د روان کال په اګسټ میاشت کې د افغان ښځو د کرېکټ ملي لوبډلې مالي مرستې پای ته رسیږي او د کرېکټ نړۍواله شورا باید د یادې لوبډلې ملاتړ دوامداره وساتي.

نوموړي د فوټبال نړۍوال فدراسیون ته په اشارې ویلي، لکه څنګه چې فیفا د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې د ستونزې د حل او ملاتړ لپاره لاره پیدا کړه، د کرېکټ نړۍواله شورا هم ورته اقدام کولای شي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د افغان ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې د ملاتړ یوازینۍ لاره د یادې لوبډلې په رسمیت پېژندل دي.

ښځینه فعالانې وایي له نجونو پرته کانکور د جنسیتي توپیر روښانه بېلګه ده

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۶ GMT+۱
ښځینه فعالانې وایي له نجونو پرته کانکور د جنسیتي توپیر روښانه بېلګه ده
100%

د ارغواني شنبو غورځنګ د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینې د اعلان شوې پایلې په غبرګون ویلي، چې له نجونو پرته کانکور د جنسیتي توپير روښانه بېلګه ده. دغه غورځنګ زیاته کړې، ښځې له خپلو حقونو محرومول د انسانیت پر وړاندې جرم او د برابرو فرصتونو او عادلانه سیالۍ له اصل سرغړونه ده.

د یاد غورځنګ غړې هیله شینوارې په یوه ویډیويي پیغام کې وایي، که طالبانو د کانکور په ازموینه کې د ازاد، عادلانه او مساوي سیالۍ په اصل باور لرلای؛ نو هیڅکله به یې ښځې له دغه ملي ازموینو نه بې‌برخې کولې.

هغې زیاته کړې: «د کانکور له ملي ازموینو د ښځو اېستل نه یوازې د افغان ښځو او نجونو محرومول دي‌؛ بلکي دا د جنستي تبعیض یوه بېلګه ده». هیلې شینوارې د ښځو په وړاندې د تبعیضي‌ چلند د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «له ملي‌ ازموینو او له خپلو حقونو د ټولنې د نیمایي برخې لرې کول د انسانیت پر وړاندې جرم او د مساوي فرصتونو او عادلانه سیالۍ له اصل څخه سرغړونه ده».

د دغه غورځنګ یوې بلې غړې ثریا روشن هم د کانکور پر وروستیو اعلان شویو پایلو نیوکې کړې او ویلي‌ یې دي، چې د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینه هیڅ قانوني او اخلاقي اعتبار نه‌لري.

هغې زیاته کړې: «د طالبانو د نامشروع حکومت تر سیوري لاندې دغه ازموینه لکه د طالبانو د خپل اعلان کړي حکومت په څېر یو‌جنسه، نامشروع او د منلو وړ نه‌ده».

د طالبانو د ازموینې ادارې په وینا؛ سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۲۰زره کسانو کډون کړی و، چې له دې ډلې به ۷۴زره او ۵۰۰ د لوړو زده‌کړو موسساتو ته جذب شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پنځم پرله‌پسې کال لپاره طالبانو له نجونو پرته د کانکور ازموینه واخیسته. طالبانو اوس‌مهال نږدې د زده‌کړو له ټولو بهیرونو نجونې منع کړې او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

د ښځو د خوځښت شبکه: له نجونو پرته کانکور د جنسیتي اپارتاید رسمي سند دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
د ښځو د خوځښت شبکه: له نجونو پرته کانکور د جنسیتي اپارتاید رسمي سند دی
100%

د «ښځو د خوځښت شبکې» په نوم اعتراضي غورځنګ د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ویلي، هغه کانکور چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي، د جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف رسمي سند دی.

دغه غورځنګ د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، په خپره کړې اعلامیه کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینې ترسره کېدل وغندل او ویې ویل: «د نجونو پرته کانکور د عدالت، انسانیت او د نړۍوال وجدان د سقوط سند دی».

په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو له ګډون پرته د کانکور د پایلو اعلان د بریا ورځ نه، بلکې د عدالت، برابرۍ او د افغانستان د راتلونکي د خښولو ورځ ده.

د ښځو د خوځښت شبکې غړو د طالبانو له‌خوا پر میلیونونو نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت یوازې د طالبانو د کړنو پایله نه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې د کلونو چوپتیا، بې‌عملۍ او ناکامو سیاستونو نتیجه هم ده.

اعتراض کوونکو ښځو ټینګار کړی چې طالبانو د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او ازادیو په محدودولو سره د جنسیتي اپارتاید زمینه برابره کړې او د افغانستان د نجونو راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی همداراز ویلي، د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو چوپتیا او بې‌پروايي طالبان لا زړور کړي او د ښځو حذف یې پر یوې عادي تګلارې بدل کړی دی.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د اندېښنو له څرګندولو او تکراري ژمنو هاخوا، د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب‌ورکولو او د افغان ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزناک او پرېکنده اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د سراسري کانکور پایلې اعلان کړې؛ هغه ازموینه چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه.

طالبانو یوازې په ۱۴۰۱ کال کې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړې وه، خو د پایلو له اعلان وروسته یې هغوی ته پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورنه کړه. له هغه وروسته د کانکور ټولې ازموینې د نجونو له ګډون پرته ترسره شوې دي.

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو د مهارتونو او اقتصادي ونډې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۱
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو د مهارتونو او اقتصادي ونډې پر پیاوړتیا ټینګار کړی
100%

په داسې حال کې چې افغانستان له ژور اقتصادي او ټولنیز ناورین سره مخ دی او د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه د پراختیا پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي؛ ملګرو ملتونو د ښځو د مهارتونو د لوړولو او د هغوی د اقتصادي ونډې پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په کابل کې یې د «چلنج فنډ» او د «سیسیها» پروژې له لارې ۲۰ ښځې د لمریزې برېښنا د تخنیکرانو په توګه روزلې دي. د دغه پروګرام له مخې؛ دغو ښځو د لمریزو برېښنايي سیستمونو د نصب، ساتنې او بیا کارونې عملي مهارتونه زده‌ کړي او اوس د روغتیا او زده‌کړو له ۵۰ څخه د ډېرو مرکزونو د لمریزې برېښنا د سیستمونو د تخنیکي ملاتړ چارې ترسره کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، دغه نوښت داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند ګڼ محدودیتونه لګېدلي. د دغه سازمان په وینا؛ د ښځو د مهارتونو پراختیا او د کار زمینې برابرول د هېواد د اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ لپاره مهم دي.

د یادې ادارې په باور؛ د ښځو ګډون کولای شي د افغانستان د انرژۍ سکټور پیاوړی کړي او د یو ټول‌ګډونه او دوامداره راتلونکې لپاره زمینه برابره کړي. دغه اداره وايي، چې د انرژۍ په برخه کې به د ښځو د ملاتړ پروګرامونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې وروستی راپور ښیي چې د دغه پروګرام د ټولنیز ـ اقتصادي ارزونې له مخې ۷۴ سلنه افغانان لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزې سره مخ دي.

راپور وايي، کمزوری اقتصاد، د ۲.۷ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د اقلیمي بدلونونو زیاتېدونکې اغېزې او د ښځو د ونډې کمېدل د خلکو پر معیشت او اساسي خدمتونو فشارونه لا زیات کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د ۲۰۲۵کال تر پایه د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت لاهم نازک او له ستونزو سره مخ دی او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه زیات شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو د زده‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو او ټولنیز حضور په برخو کې لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د دوامدار پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼل کېږي.