ټرمپ: د ایران هر برید ته به ۲۰ برابره سخت او پرېکنده ځواب ورکړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د واشنګټن وروستي بریدونه پر درېیو بېړیو د ایران د برید په غبرګون کې شوي. هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران هر نوی برید به له «۲۰ چنده سخت» ځواب سره مخ شي.
هغه ادعا کړې، چې ایراني چارواکي د هوکړې غوښتونکي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اېرفورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې ایراني چارواکي «ناروغان» دي.
نوموړي زیاته کړې، خپله د هغه کسانو د نوملړ په سر کې دی چې د ایران لهخوا ګواښل شوي دي. ټرمپ د امریکا وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، متحده ایالاتو پر ایران «سخت ګوزار» کړی او پر درېیو بېړیو د دغه هېواد د تېرې ورځې بریدونو ته یې سخت ځواب ورکړی.
هغه خبرداری ورکړی، که ایران یو ځل بیا برید وکړي امریکا به «۲۰ چنده سخت» ځواب ورکړي. د امریکا ولسمشر دارنګه وویل، چې دوی پر اېران برلاسي دي او ادعا یې وکړه چې ایراني چارواکي د یوې هوکړې غوښتونکي دي. هغه زیاته کړه، دی نه پوهېږي چې ایا دغه حکومت د هوکړې ارزښت لري او که چېرې هوکړې ته ورسېږي، ایا ژمن به پاتې شي که نه؟ ټرمپ دارنګه وویل، چې ایراني چارواکو لږ وړاندې له امریکا سره اړیکه نیولې او د هوکړې غوښتنه یې کړې ده.
