• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۰ GMT+۱

د جرمني حکومت غواړي له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې جرمي مخینه نه لري. د جرمني تاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه پنځه افغانان، چې هېڅ یو یې جرم نه دی کړی، دا مهال له جرمني د ایستلو په تمه دي.

ورځپاڼه وايي، دغه معلومات یې د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له شوراګانو ترلاسه کړي دي. د جرمني د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو د هغو افغانانو د دقیق شمېر له خپرولو ډډه کړې چې په ورته وضعیت کې دي.

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د بشري وضعیت او د بشري حقونو د اندېښنو له امله د افغانانو ایستل درولي وو. دا بهیر د ۲۰۲۴ کال په مني کې بېرته پیل شو، خو یوازې هغه کسان یې رانغاړل چې په جرمونو محکوم شوي وو یا امنیتي ګواښ بلل کېدل.

اوسني حکومت هم تر اوسه همدا تګلاره تعقیب کړې، خو د ائتلافي حکومت په هوکړه کې راغلي چې په راتلونکې کې به د ایستلو لړۍ هغو کسانو ته هم وغځول شي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت په وروستیو اوونیو کې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی او په بدل کې یې په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتانو د شمېر له زیاتېدو سره موافقه کړې ده.

د تاز د راپور له مخې، له هغو پنځو افغانانو څخه چې اوس د ایستلو په تمه دي، څلور یې د بایرن او یو یې د هسن په ایالت کې په توقیف کې ساتل کېږي. یو بل افغان چې د نیدرزاکسن ایالت د ایستلو په توقیف‌خونه کې بندي و، د سې‌شنبې په ورځ خوشې شو.

د نیدرزاکسن د کډوالو شورا ویلي، د هغه د خوشې کېدو لامل دا و چې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې د یوې رسمي پرېکړې په خبرولو کې تېروتنه کړې وه.

تاز لیکلي چې د دغو کسانو دوسیې له یو بل سره ډېرې ورته دي او ټول هغه مهال د فدرالي پولیسو تر څار لاندې راغلي چې له جرمني بهر له سفره بېرته ستانه شوي وو.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانانو په اړه د فدرالي پولیسو چلند بدل شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده.

بلخوا، د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د غړې کلارا بونګر هغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې له طالبانو سره د همکارۍ په اړه یې کړې وې. خو تاز راپور ورکړی چې حکومت ډېرو پوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې یې د «دولت د ګټو» په پلمه له وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.

کلارا بونګر هم ویلي چې له طالبانو سره د جرمني د ادارو د همکارۍ اړوند معلومات پټ ساتل کېږي او خلکو ته نه وړاندې کېږي.

د جرمني حکومت همدارنګه ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې پورې یې ۸۷ افغان وګړي ایستلي دي. له دې ډلې ۷۷ تنه د درېیو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغو درېیو چارټر الوتنو لګښت له یو میلیون او ۶۰ زره یورو څخه ډېر ښودل شوی دی.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو که هر ډول برید ترسره کړي، واشنګټن به ورته څو برابره سخت ځواب ورکړي.

د اکسیوس د راپور له مخې، ټرمپد «ایر فورس ون» الوتکې په ترڅ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ایراني چارواکو څه موده وړاندې ورسره اړیکه نیولې او د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هیله یې څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري پر ایران ترسره شوي بریدونه، د ایران له لوري پر سوداګریزو بېړیو د شویو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او د غبرګون کچه یې «یو پر شل» وه.

ټرمپ ټینګار وکړ: «موږ پر هغوی ډېر سخت ګوزار وکړ. هر کله چې هغوی برید وکړي، موږ به څو چنده سخت ځواب ورکړو.»

د امریکا ولسمشر د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو څرګندونې یې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او پوځي ترینګلتیا لا هم دوام لري.

طالبانو له ازبکستاني سوداګرو د زړه او رواني ناروغانو د درملو برابرولو د همکارۍ غوښتنه کړې

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
طالبانو له ازبکستاني سوداګرو د زړه او رواني ناروغانو د درملو برابرولو د همکارۍ غوښتنه کړې
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې رييس شهاب‌ الدین دلاور له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره په کتنه کې د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو غوښتنه وکړه. ازبکستاني سوداګرو هم په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وواهه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې رييس شهاب‌ الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره په کتنه کې د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو او نورو روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، ازبکستاني سوداګرو هم په دې کتنه کې ډاډ څرګند کړی، چې د یادو ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو د برابرولو په برخه کې به له دې ادارې سره لازمې همکارۍ وکړي.

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له‌مخې، دې ادارې د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تخصصي روغتون جوړ کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به خپل فعالیت پیل کړي او په کلني ډول به شاوخوا ۲۰۰۰ د سوري زړه ناروغانو ته د عملیاتو او درملنې خدمتونه وړاندې کړي.

افغاني سره میاشت دا مهال د هېواد په بېلابېلو مرکزونو کې نږدې ۱۵۰۰ رواني ناروغان تر درملنې لاندې لري او څه د پاسه ۱۵۰۰ نورو ناروغانو ته په خپلو کورونو کې روغتیايي خدمتونه او دوامداره درمل وړاندې کوي.

یونیسف: په افغانستان کې د پولیو بشپړ له منځه وړل لا هم ګډو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱
یونیسف: په افغانستان کې د پولیو بشپړ له منځه وړل لا هم ګډو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، ویلي چې افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره لا هم دوامداره او ګډو هڅو ته اړتیا شته.

هغه د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د کندهار ولایت د سفر پر مهال یې له هغو ماشومانو او کورنیو سره لیدلي چې د پولیو د واکسین په پروګرامونو کې یې ګډون کړی دی.

هغه ویلي، هر هغه ماشوم چې د پولیو واکسین ترلاسه کوي، افغانستان یو ګام د پولیو له ناروغۍ پاک راتلونکي ته نږدې کوي او د دې ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د یونیسف استازي همداراز د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت له شریکانو مننه کړې چې په افغانستان کې یې د واکسیناسیون له پروګرامونو ملاتړ کړی او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

یونیسف یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول خورا مهم دي او غوښتنه یې کړې چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د بیا خپرېدو د مخنیوي لپاره دې روانې هڅې دوام ومومي.

جرمني د ۷۷ افغان کډوالو د ایستلو لپاره له یو میلیون یورو ډېر لګښت کړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۱
جرمني د ۷۷ افغان کډوالو د ایستلو لپاره له یو میلیون یورو ډېر لګښت کړی
100%

د جرمني حکومت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۸۷ افغان کډوال له خپل هېواده ایستلي دي. د دغو کسانو له ډلې ۷۷ تنه د درېیو ځانګړو چارټر الوتنو او ۱۰ تنه د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د درېیو چارټر الوتنو ټول لګښت یو میلیون او ۶۰ زره یورو ښودل شوی دی.

دغه ایستل د ۱۴۰۴ کال د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر ۲۹مې ترسره شوي دي.

د جرمني حکومت دغه معلومات د دې هېواد په پارلمان کې د کيڼ ګوند د استازو د پوښتنو په ځواب کې خپاره کړي دي. د حکومت د څرګندونو له مخې، د استوګنې د قانون پلي کول او د کډوالو ایستل د ایالتونو مسؤلیت دی، خو فدرالي حکومت له دې بهیر څخه ملاتړ کوي.

حکومت دا هم تایید کړې چې د هغو کسانو د هویت د تثبیت، د پاسپورټونو او د سفر د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره چې د ایستلو پرېکړه یې شوې، د طالبانو له استازو سره یې غونډې کړې دي. خو د شخصي معلوماتو د خونديتوب او نړیوالو همکاریو د ملاحظاتو له امله یې د دغو استازو نومونه نه دي خپاره کړي.

د جرمني حکومت په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې طالبانو ته پیسې ورکړل شوې دي، او ویلي یې دي چې فدرالي پولیسو د افغان وګړو د هویت د تثبیت د غونډو لپاره طالبانو ته هېڅ ډول پیسې نه دي ورکړې.

خو حکومت د وري میاشتې د ۲۸مې هغې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د فدرالي ادارې په دفتر کې، د بن ښار کې جوړه شوې وه. دغه غونډه وروسته له هغې جنجالي شوه چې د جرمني د زېډ‌ ډي اېف او اېن ډي ار رسنیو راپور ورکړ چې یو شمېر افغانان چې د ایستلو له ګواښ سره مخ وو، د هویت د تثبیت او د سفر د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو استازي ته ورپېژندل شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا بهیر د فدرالي پولیسو له خوا ترسره شوی او د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې یوازې د غونډې ځای برابر کړی و.

د جرمني حکومت ټینګار کړی چې د ایستلو د بهیر د عملي کولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي او کاري اړیکې اړینې دي، خو دا د طالبانو د سیاسي رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

طالبان: پاکستان او ایران د چهارشنبې په ورځ ۳۳۵۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۱
طالبان: پاکستان او ایران د چهارشنبې په ورځ ۳۳۵۰ افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه کړي
100%

د طالبانو د کډوالو کمېسیون وايي، پاکستان او ایران یوازې د چهارشنبې په ورځ له بېلابېلو لارو ۶۳۵ کډوالې کورنۍ چې شمېر یې ۳۳۵۱ تنه کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۴۶۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۴۵۱ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د چهارشنبې په ماخوستن (د چنګاښ ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۸۰ کېږي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې ۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۸ کېږي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷ کېږي او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶ کېږي په جبر سره هېواد ته را اړول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې سربېره له ۴۵۱ کورنیو سره مرستې شوي او همداراز له کابل څخه ۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۱ کېږي خپلو ولایتونو ته د تللو لپاره څه باندې ۳۵۳ زره افغانۍ کرایې ورکړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.

د طالبانو د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام مسوولینو سره په کتنه کې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.