• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطر: د هرمز تنګي بریدونه د سیمه‌ییز ثبات لپاره روانې هڅې له ګواښ سره مخ کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. هغه په دغه خبرو کې ویلي، چې د هرمز تنګي بریدونه د سیمه‌ییز ثبات لپاره روانې هڅې له ګواښ سره مخ کوي.

شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه وغندل او ویې ویل، دغه بریدونه د تاوتریخوالي د کمښت له هڅو سره هم‌مهاله ترسره شوي او د سیمې د امنیت او ثبات په زیان دي.
د قطر لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې دغه ډول بریدونه پر نړۍوال سمندري امنیت منفي اغېز کوي، د باور فضا کمزورې کوي او د سیمه‌ییز ثبات لپاره روانې هڅې له ګواښ سره مخ کوي.
هغه همداراز له ټولو خواوو وغوښتل، چې خبرو او ډیپلوماسۍ ته ژمن پاتې شي او د تفاهم‌لیک پربنسټ شوې هوکړې عملي کړي؛ څو د سیمې امنیت، وروستۍ لاسته راوړنې او ثبات خوندي پاتې شي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د قطر لومړي وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېواد یې د تاوتریخوالي د مهار، د هر اړخیزې هوکړې د ترلاسه کولو او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

۵

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي