تر جبري ستنېدو وروسته؛ افغان ښځې د خصوصي سکټور په برخه کې په کمو تنخواوو پر دندو بوختې دي
له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو تر جبري ستنېدو وروسته ګڼې افغان ښځې هڅه کوي، چې د خصوصي سکټور په محدودو کاري فرصتونو کې د خپل ژوند د دوام لپاره کار پیدا کړي.
۲۱ کلنه فاطمه ابراهیمي چې له ایران نه افغانستان ته ستنه شوې، د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د وچې مېوې په یوه فابریکه کې کار موندلی دی. هغې ویلي، په شپږ کسیزه کورنۍ کې یوازینۍ کارکوونکې ده او د کورنۍ ټول مسوولیتونه یې ترغاړې دي. فاطمې ویلي، څلور کاله یې په ایران کې د شنو خونو او خیاطۍ په برخه کې کار کاوه؛ خو د کډوالو په اړه د ایران حکومت د سختو تګلارو له امله بېرته افغانستان ته ستنه شوه. د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یادې فابریکې د ۴۰۰ کارکوونکو له ډلې شاوخوا ۴۰ سلنه راستنېدونکي دي، چې ډېری یې ښځې دي. فاطمه وايي، د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د بندیزونو له امله همدا کار د دوی لپاره یو مهم فرصت دی. د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او د ښځو پر ډېرو کاري برخو یې هم محدودیتونه وضع کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح هم مزارشریف ته د سفر په لړ کې ویلي، د راستنېدونکو لپاره یوازې بېړنۍ مرستې بسنه نهکوي؛ بلکې د دوامداره کار او عاید فرصتونه هم ضروري دي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو هم ویلي، له خصوصي سکټور سره ګډ کار کولی شي راستنېدونکو ته د اوږدمهاله اقتصادي ثبات زمینه برابره کړي. په همدې حال کې د مزارشریف په نهرشاهي ولسوالۍ کې د غالۍ اوبدلو په یوه مرکز کې هم لسګونه راستنېدونکې ښځې په کار بوختې دي. ۲۰ کلنې مرسل سادات چې له ایران نه تازه ستنه شوې وايي، په ایران کې یې د افغانستان پرتله ښه عاید لاره؛ خو اوس په میاشت کې یوازې ۲۵ ډالر ترلاسه کوي چې د ژوند اړتیاوې نه پوره کوي. د غالۍ اوبدلو د مرکز مسووله صالحه احمدزۍ وايي، د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او پراخه بېوزلي د دوی تر ټولو سترې ستونزې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ د راستنېدونکو افغانانو یوازې درې سلنه رسمي دندې لري او ډېری یې د بېوزلۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.