طالبانو څنګه یوه افغانه ښځه په جرمني کې له زدهکړو بېبرخې کړې؟

د یوې افغانې مېرمنې خاوند افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي لیک ویلي، چې طالبان له میاشتو راهیسې نجونو ته د اګزیټ په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکوي. نوموړی زیاتوي چې د اګزیټ ازموینې کارت نه لرلو له امله افغان مېرنې په جرمني کې زدهکړو ته له دوام ورکولو پاتې شوې دي.
«زه دا لیک استوم ترڅو روښانه کړم چې د طالبانو کړنو څنګه په جرمني کې زما د مېرمنې پر ژوند او زدهکړو اغېز کړی دی. طالبان له میاشتو راهیسې نجونو ته د اګزیټ په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکوي. له همدې امله هغه نجونې چې طب یې پای ته رسولی، ځکه چې د اګزیټ ازموینې کارت نه لري، په جرمني کې له کاندیدۍ او زدهکړو بېبرخې شوې دي. زما مېرمنې پرېکړه کړې وه چې دوه اونۍ وروسته په جرمني کې د طب د تخصص ازموینه ورکړي. هغې لومړي دوه درې پړاوونه بشپړ کړي وو او ټول اسناد یې هم تایید شوي وو. واک ته د طالبانو په بېرته راستنېدو سره، دا ډله د ټولو غوښتنې ردوي او حتی ټول تایید شوي اسناد لغوه کوي. ډېری کسان وروسته له هغه چې د تخصص دورې ته ننوځي، رد ځواب ترلاسه کوي او غواړي بېرته لاړ شي او څو سمستره نور درس ووایي ترڅو له طب څخه فارغ شي. په دې توګه، طالبان یوازې پر هغو ښځو اغېز نه کوي چې په افغانستان کې دننه دي. هغوی دلته په اروپا کې هم په یو ډول زما د مېرمنې د زدهکړو د دوام مخه نیولې ده. ما غوښتل چې تاسو دا ستونزه مطرح کړئ.»
افغانستان انټرنشنل په خپلواکه توګه د دې لیک اعاوې نه تاییدوي، دا یوازې د یوه جرمني مېشتي افغان د هغې ستونزې تجربه ده، چې خپله ورسره مخامخ شوی دی.
