• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شمالي کوریا: د اټومي بې‌وسلې کېدو بهیر باید د امریکا او د هغې له متحدانو پیل شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱

شمالي کوریا د ناټو د وروستۍ سرمشریزې پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې د نړیوال اټومي بې‌وسلې کېدو لپاره باید لومړی امریکا او د هغې متحدان خپلې وسلې او پوځي پراختیاوې محدودې کړي.

پیونګ‌یانګ ناټو هم تورنه کړې چې د خپلو پوځي ایتلافونو د پیاوړتیا او وسلو د زیاتولو له لارې نړیوال کړکېچ لا پسې ژوروي.

د رویټرز د راپور له مخې، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې، چې د دولتي خبري اژانس KCNA خپره کړې، ویلي چې متحده ایالات او متحدان یې د ناټو له وروستۍ سرمشریزې وروسته د پوځي ایتلافونو د پراختیا او د وسلو د سیالۍ د چټکتیا هڅه کوي.

اعلامیه زیاتوي چې د ناټو مشرانو د شمالي کوریا د «خپلواکو او مشروع حاکمیتي حقونو» کارول د ګواښ په توګه انځور کړي دي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ناټو د دفاعي لګښتونو په زیاتولو او د اسیا ـ ارام سمندر سیمې له خپلو متحدانو سره د پوځي همکاریو په پراخولو، د ائتلافونو ترمنځ د تقابل پر سیاست لا ټینګار کړی دی.

پیونګ‌یانګ ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه د اټومي بې‌وسلې کېدو رښتینې اراده لري، نو دا بهیر باید له امریکا او د هغې له متحدانو څخه پیل شي، نه له شمالي کوریا.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان کې د پوځي عملیاتو دوام؛ اعلی وزیر سرفراز بګټي د ۷۵ وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړ

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۴ GMT+۱
بلوچستان کې د پوځي عملیاتو دوام؛ اعلی وزیر سرفراز بګټي د ۷۵ وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړ
100%

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ادعا کړی، چې د جولای له پنځمې راهیسې په بېلابېلو استخباراتي او پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۵ وسله‌وال وژل شوي دي. نوموړي ویلي، چې دا عملیات د مانګي بند پر امنیتي پوستې له برید وروسته پیل شوي او په بریالیتوب سره پرمخ روان دي.

سرفراز بګټي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د «شعبان» په نوم په ګډو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۹ وسله‌وال او د جولای له پنځمې تر اوسه په ټولیزه توګه ۷۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په کچهر سیمه کې پر زېري پولیس سټیشن د وسله‌والو یو برید هم ناکام کړای شوی دی.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پوځ له مشر عاصم منیر سره په کوېټه کې د ملي عمل پلان د ایالتي اپېکس کمېټې په غونډه کې وویل، چې د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه په ګډه او یو غږ پرېکړه کړې، چې په بلوچستان کې به «ترهګري» په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر احمد شریف چودري بیا په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د جولای له پنځمې راهیسې په بلوچستان کې د وسله‌والو په بریدونو او تر هغې وروسته عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي، چې ډېری یې امنیتي سرتېري دي. نوموړي ادعا وکړه، چې د دغو بریدونو تر شا د هند او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو لاس دی چې په وینا یې، د پاکستان ثبات نه‌شي زغملی.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د بریدونو نوې څپه پیل شوې، چې له امله یې د پاکستان لسګونه سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاګانې په کلکه رد کړې دي، چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه تنظیمېږي.

د انرژۍ نړیواله اداره: اوکراین د روسیې د تېلو تولید کم کړی دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۱
د انرژۍ نړیواله اداره: اوکراین د روسیې د تېلو تولید کم کړی دی
100%

د انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، د اوکراین له خوا د روسیې د انرژۍ پر بنسټونو د پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله به د روسیې د نفتو تولید سږ کال شاوخوا درې سلنه راکم او هره ورځ ۸،۹ میلیونه بېرلو ته ورسېږي.

د انرژۍ نړۍوالې ادارې په خپل راپور کې ویلي، د اوکراین له خوا د روسیې انرژۍ پر تاسیساتو په ځانګړي ډول د نفتو پر تصفیه خونو، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي، چې موخه یې د مسکو د جګړې هڅې کمزورې کول بلل شوي دي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل میاشتني راپور کې ویلي، پر تصفیه خونو، د زېرمه کولو تاسیساتو او د لېږد پر زیربناوو دوامدار بریدونه د روسیې د نفتو د تولید راتلونکی کمزوری کوي.

یادۍ ادارې ویلي، د همدې وضعیت له امله یې د روان او راتلونکي کال لپاره د روسیې د نفتو د تولید وړاندوینه په ترتیب سره هره ورځ ۸۵ زره او ۱۵۰ زره بېرله راکمه کړې او د اټکل شوې مودې لپاره یې اوسط تولید ۸،۸ میلیونه بېرله په ورځ کې ټاکلی دی.

د راپور له مخې، دغو بریدونو روسیه دې ته هم اړه کړې چې روانه اوونۍ د ډیزلو صادرات بند کړي او د پټرولو او جټ تېلو پر بهرنیو پلورونو هم محدودیتونه ولګوي، څو د کورني بازار د سونتوکو کمښت جبران کړي.

د انرژۍ نړیواله اداره اټکل کوي چې روسیه، چې د نړۍ درېیم ستر د نفتو تولیدوونکی هېواد دی، به سږ کال هره ورځ ۸،۹ میلیونه بېرله او په ۲۰۲۷ کال کې ۸،۸ میلیونه بېرله نفت تولید کړي، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۵ کال کې ۹،۲ میلیونه بېرله وه.

ادارې ویلي، د روسیې د خامو نفتو تولید د جون په میاشت کې د مې میاشتې په پرتله هره ورځ ۱۲۰ زره بېرله زیات شوی او ۸،۸۶ میلیونه بېرلو ته رسېدلی، خو لا هم د اوپیک پلس ډلې له ټاکل شوې ونډې ۹۰۰ زره بېرله کم دی.

روسیې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې، چې د اوکراین د جګړې له پیل شاوخوا یو کال وروسته و، د نفتو د تولید رسمي معلوماتو خپرول بند کړل.

د هسپانیا په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۹ نور لادرکه دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱
د هسپانیا په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۹ نور لادرکه دي
100%

د هسپانیا په سویل کې د ځنګلي اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور لادرکه شوي دي. د اندلس سیمې د بېړنیو پېښو د ادارې مشر انتونیو سانز ویلي چې په مړو شویو کسانو کې یو تن د اسپانیا وګړی دی او نور ټول بهرني سیلانیان ښکاري.

د اندلس سیمې د بېړنیو پېښو د ادارې مشر انتونیو سانز وویل، دغو کسانو په خپلو ځایونو کې د پاتې کېدو لارښوونې له پامه غورځولې وې او د الیمریا ولایت په لوس ګالاردوس سیمه کې یې د موټرو په واسطه د تېښتې هڅه کوله، چې د اور په لمبو کې بند پاتې شول.

انتونیو سانز زیاته کړې، چې په یوه موټر کې څلور تنه مړه شوي، چې د موټر د ښي لوري سټیرینګ څخه ښکاري چې برېتانویان وو.

نوموړي وویل، چې اووه تنه نور له خپلو موټرو څخه د ښکته کېدو او په پښو د تېښتې پر مهال مړه شوي دي، ځکه دغه لاره د تخلیې په رسمي پلان کې شامله نه وه.

د کارپوهانو په وینا، د دوبي په لومړیو کې پرله پسې تودوخې د هسپانیا ځمکې وچې کړې او د ځنګلي اورلګېدنې فصل یې له وخته مخکې پیل کړی دی.

د روان کال له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې شاوخوا ۵۷ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې، چې دا په اروپايي ټولنه کې د ټولو سوځېدلو سیمو ۴۰ سلنه برخه جوړوي.

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱
محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي
100%

د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي ویلي، تر هغې چې په پاکستان کې د پوځ او ملکي حکومت واکونه روښانه نه‌شي؛ د دغه هېواد سیاسي او امنیتي ستونزې به حل نه‌شي.

اڅکزي د بلوچستان په تړاو د ټولو ګوندونو غونډې ته په وینا کې وویل، پاکستان د بېلابېلو قومونو ګډ فدراسیون دی او هېڅ قوم د بل قوم بادار یا غلام نه‌دی. هغه وویل، د ۱۹۷۳کال اساسي قانون د ټولو په سلا جوړ شوی و؛ خو وروسته بیا هم د قانون او ولسواکۍ پر ځای په زور حکومتونه چلېدلي دي.

د نوموړي په وینا؛ په یوه ولسواک نظام کې باید وسله‌وال ځواکونه د هېواد د دفاع مسوولیت ولري او سیاسي پرېکړې د خلکو منتخب استازي وکړي. اڅکزي زیاته کړه، باید دا پرېکړه وشي چې پوځ د پاکستان لپاره دی، که پاکستان د پوځ لپاره؛ ځکه تر هغې چې دغه پوښتنه ځواب نه‌شي، د هېواد ستونزې به دوام ولري.

هغه وویل، له باجوړ او خیبر څخه تر بلوچستان پورې ناامني روانه ده؛ خو اړوندې ادارې نه‌شي کولای یا نه غواړي د دغه پېښو اصلي لاملونه او عاملان په ګوته کړي. د هغه په وینا؛ بې‌انصافي د خلکو کرکه او نارضایتي زیاتوي او همدا چاره د تاوتریخوالي او ناامنۍ د پراخېدو لامل ګرځي.
اڅکزي همداراز وویل، پښتانه او بلوڅان د خپل هویت او خپلو حقونو لپاره اوږد تاریخ لري او د دوی غوښتنې باید د زور پر ځای د خبرو او سیاسي حل‌لارې له لارې واورېدل شي.

شمالي کوریا د اټومي ځواکونو د شمېر او وړتیا د لوړولو پرېکړه کړې

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱
شمالي کوریا د اټومي ځواکونو د شمېر او وړتیا د لوړولو پرېکړه کړې
100%

د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد مشرتابه د اټومي ځواکونو د شمېر زیاتولو او د هغوی د پوځي وړتیاوو د لوړولو لپاره نوي اقدامات تصویب کړي دي. د راپور له مخې، کیم جونګ اون د پوځ د عصري کولو او د هر ډول ګواښ پر وړاندې د دفاعي توان د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (کې سي این ای) ویلي، د واکمن کارګر ګوند د مرکزي پوځي کمېسیون په پراخې غونډه کې د هېواد د اټومي ځواکونو د لا پیاوړتیا او پوځي بنسټونو د عصري کولو لپاره یو لړ پرېکړې شوې دي.

د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په دې غونډه کې ویلي چې د هېواد امنیت او «ریښتینې سوله» یوازې هغه مهال تضمینېدای شي چې پیونګ یانګ یو داسې ځواکمن پوځ ولري چې د ټولو ګواښونو د مهارولو وړتیا ولري.

د دولتي رسنیو په وینا، په غونډه کې د جګړه‌ییزو سیسټمونو د تخنیکي زیربناوو د نوي کولو، د اټومي ځواکونو د کمیتي او وړتیاوو پراختیا او د پوځي اډو د معیاري کولو، تخصصي کولو او عصري کولو پلانونه هم تصویب شول.

په راپور کې راغلي چې ګډونوالو د شمالي کوریا د پوځي استخباراتو ادارې، د «ریکونسانس جنرال بیورو»، د رول د پراخولو په اړه هم بحث کړی، څو د کشفي او استخباراتي معلوماتو د راټولولو وړتیاوې پیاوړې شي.

د راپور له مخې، په غونډه کې د عصري سمندري اډو د جوړولو او د بېړیو جوړولو د فابریکو د ظرفیت د لوړولو موضوع هم وڅېړل شوه، چې د شمالي کوریا د سمندري ځواک په رول او ځایګي کې د ستر بدلون ښکارندويي کوي.

دا پرېکړې داسې مهال کېږي چې شمالي کوریا په وروستیو کلونو کې د خپلو اټومي او توغندیزو پروګرامونو پراختیا ته دوام ورکړی، هغه څه چې د امریکا، جنوبي کوریا او د سیمې د نورو هېوادونو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.