• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشري حقونو کمېسیون: د خیبر د تیرا درې بې‌ځایه شوي له بشري ناورین سره مخ دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په یوه تازه راپور کې ویلي، د خیبر ولسوالۍ د تیرا درې د اوسېدونکو جبري بې‌ځایه کېدو پراخ بشري ناورین رامنځته کړی، چې پکې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله، د خلکو د عاید له منځه تګ، د مرستو ځنډ او د بې‌ځایه کېدو د پرېکړې په اړه ګډوډي شامله ده.

د «شخړې له امله بې‌ځایه شوي؛ په تیرا درې کې بشري ناورین» تر سرلیک لاندې راپور د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۹مه د کمېسیون د حقیقت موندنې د پلاوي له سفر وروسته خپور شوی دی.

پلاوي په خیبر کې له بې‌ځایه شویو کورنیو، سوداګرو، خبریالانو، روغتیايي کارکوونکو او حکومتي چارواکو سره لیدنې کړې دي.

د راپور له مخې، د تیرا امنیتي وضعیت له ۲۰۲۳ کال راهیسې خرابېده، په ۲۰۲۴ کال کې لا پسې کړکېچن شو او په ۲۰۲۵ کال کې یې وضعیت سخت کړ.

د سیمې اوسېدونکي وايي، وسله‌وال په سیمه کې فعال وو، خو باور لري چې امنیتي ځواکونه د هغوی د مهارولو توان درلود.

راپور زیاتوي، له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې، وروسته له هغې چې خلکو د سیمې پرېښودو او یا د دولت په غوښتنه د وسله‌والو ولسي ډلو جوړولو ته غاړه کېنښوده، د خوړو او درملو پر لېږد محدودیتونه ولګېدل. د خلکو په وینا، په همدې موده کې د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو په ګډون له ۲۰ تر ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د ژمي په سختو شرایطو کې د خلکو ډله‌ییز بې‌ځایه کېدل پیل شول. راپور وايي، یو شمېر نوي زېږېدلي ماشومان د سختې یخنۍ، واورې او د مناسبې مرستې د نشتوالي له امله مړه شوي دي. د سیمې اوسېدونکو دغه بې‌ځایه کېدل «جبري» بللي او امنیتي ځواکونه یې مسوول ګڼلي دي.

د راپور له مخې، بې‌ځایه شوي ادعا کوي چې یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه کورنیو تر اوسه د لېږد او نورو مرستو پیسې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې ډېری نورې کورنۍ لا هم له مرستو بې‌برخې دي. خلکو ویلي، چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې یوازې دوه میاشتې وروسته به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي، خو دا ژمنه عملي نه شوه.

د اقتصادي زیانونو په اړه راپور وايي، شاوخوا ۳۶۰۰ دوکانونه تړل شوي او نږدې ۸ زره سوداګر او دوکانداران بې‌کاره شوي دي. سوداګرو ویلي، نه یوازې دوی ته بدیل بازار برابر نه شو، بلکې اجازه هم ورنه کړل شوه چې خپل مالونه له درې وباسي، چې له امله یې مېوې، سبزي او نور ژر خرابېدونکي توکي له منځه ولاړل.

د راپور له مخې، د مالدارۍ او چرګانو فارمونو ته هم سخت زیان اوښتی، ځکه ډېری کورنۍ ونه توانېدل خپل څاروي له ځان سره انتقال کړي.

د باړې د خبریالانو ټولنې استازو ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د وسله‌والو حضور زیات شوی و، خو د خلکو پرله‌پسې خبرداریو ته پام ونه شو. دوی ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو، ډزو او بې‌پیلوټه بریدونو کې هم ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
راپور وايي، د زده‌کړو بهیر هم سخت اغېزمن شوی دی.

د ورسک د یوازیني دولتي لېسې د زده‌کوونکو شمېر له شاوخوا ۲۵۰۰ څخه ۳۵۰ ته راټیټ شوی دی.

د راپور له مخې، خبریالانو ویلي، دا لا هم روښانه نه ده چې د خلکو د بې‌ځایه کېدو پرېکړه چا کړې وه، خو د خلکو عمومي باور دا دی چې امنیتي ځواکونو د سیمې د تخلیې غوښتنه کړې او ملکي ادارې یوازې د هغې پرېکړې اعلان کړی دی.

د ښځو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی. بې‌ځایه شویو ښځو د مرستو ځنډ، د استوګنې خراب شرایط، د خوړو کمښت او روغتیايي ستونزې یادې کړې دي. روغتیايي کارکوونکو ویلي، د ناامنۍ او بې‌ځایه کېدو له امله د امیندوارو ښځو ستونزې او د سقط پېښې زیاتې شوې دي.

په مقابل کې، امنیتي او ملکي چارواکو د کمېسیون پلاوي ته ویلي چې بې‌ځایه کېدل جبري نه وو، بلکې د قومي مشرانو له ۲۴ کسیزې کمېټې سره د هوکړې له مخې ترسره شوي دي. دوی ویلي، تر اوسه لسګونه زره کورنۍ ثبت شوي او ډېری یې مرستې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په خپلو سپارښتنو کې له خیبر پښتونخوا حکومت غوښتي چې د خلکو د خوندي او رضاکارانه ستنېدو زمینه برابره کړي، پاتې مرستې ژر ورکړي، د ملکي مرګ‌ژوبلې او د خلکو د شتمنیو د زیان په اړه خپلواکې پلټنې وکړي او د روغتیا، زده‌کړو، سرپناه او د ژوند د بېرته رغولو لپاره بیړني اقدامات ترسره کړي.

کمېسیون خبرداری ورکړی چې د تیرا درې اوسېدونکي لا هم د ناامنۍ، نه پوره شویو ژمنو او نیمګړو بشري مرستو ترمنځ له سخت وضعیت سره مخ دي.

ډېر لیدل شوي

 طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې
۱
ځانګړی

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۲

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

۳

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی

۴

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۵۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

۵

ډېمن مک‌وېلسن: د افغانستان د ډیموکراسۍ کیسه د طالبانو په بیا واکمنېدو پای ته نه ده رسېدلې

•
•
•

نور خبرونه

د بورډ بازار خاموشي؛ د افغان کډوالو د ایستلو عملیاتو سوداګري سخته اغېزمنه کړې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د حکومت د عملیاتو له رسمي پیل سره، د پېښور د بورډ بازار لسګونه افغان سوداګر وايي د نیول کېدو، جبري ایستلو او نامعلوم برخلیک له امله یې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي او اړ شوي چې خپله شتمني او سوداګریز توکي په ټیټه بیه وپلوري.

د پېښور په بورډ بازار کې، چې له کلونو راهیسې د افغان سوداګرو یو مهم سوداګریز مرکز بلل کېږي، سوداګر وايي د عملیاتو له پیل وروسته د دوی پر کاروبار او ورځني ژوند منفي اغېزې زیاتې شوې دي.

د بورډ بازار یو افغان سوداګر شاه فیصل، چې د ده په وینا له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په دغه بازار کې دوکان لري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، هره ورځ له کوره د وتلو پر مهال د نیول کېدو وېره ورسره وي.

هغه وویل: «هر سهار چې له کوره وځو، دا اندېښنه راسره وي چې که ونیول شو، بیا به څه وکړو؟ له نیول کېدو وروسته مستقیم ایستل کېږو، حال دا چې زموږ مېرمنې، ماشومان او ټوله کورنۍ په پېښور کې پاتې کېږي.»

شاه فیصل وايي، د جبري ایستلو تر څنګ له مالي ستونزو سره هم مخ دی. د هغه په خبره، پر ځینو کسانو یې پیسې پاتې دي او خپله هم نورو ته پوروړی دی، نو که په ناڅاپي ډول وایستل شي، د مالي حسابونو تصفیه به ورته ناشونې شي.

هغه زیاته کړه: «موږ دلته په میلیونونو روپۍ پانګونه کړې او خپل کاروبار مو جوړ کړی دی. که افغانستان ته ولېږل شو، زموږ ټول کاروبار به له منځه ولاړ شي، ځکه هلته اوس هېڅ سوداګریز بنسټ نه لرو.»

د بورډ بازار بل افغان سوداګر شاهد ګل هم وايي، کورنۍ یې له نسلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او دی له څو کلونو راهیسې د برېښنایي وسایلو کاروبار کوي.

د هغه په وینا، درې واړه ماشومان یې د پېښور په ښوونځیو کې زده‌کړې کوي او د افغانستان له ژوند سره هېڅ بلدتیا نه لري، ځکه ټول په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي دي.

شاهد ګل وویل: «دا دوکان زما پلار جوړ کړی و او ما نور هم پراخ کړ. که اوس افغانستان ته ولېږل شو، نه هلته کور پېژنو او نه کاروبار. هغه څه چې مو دلته د کلونو په اوږدو کې جوړ کړي، ښايي په یوه ورځ یې پرېږدو.»

هغه زیاتوي چې د عملیاتو له پیل وروسته په بازار کې د پېرېدونکو شمېر هم کم شوی، ځکه ډېری افغان سوداګر د نیول کېدو له وېرې یا دوکانونه ژر تړي او یا هم د خپل کاروبار د بشپړ تړلو لپاره چمتووالی نیسي.

د سوداګرو په وینا، ګڼې افغان کورنۍ هم اړ شوې چې د احتمالي نیول کېدو یا ایستلو له وېرې خپل کورني او سوداګریز توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري، څو لږ تر لږه نغدې پیسې برابرې کړي.

بورډ بازار، چې د پېښور له سترو سوداګریزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د افغان سوداګرو مهم کاروباري مرکز پاتې شوی دی. د سیمه‌ییزو سوداګرو د ټولنو د معلوماتو له مخې، د روانو عملیاتو له امله د بازار سوداګریز فعالیتونه په څرګند ډول کمزوري شوي او ګڼ دوکانونه یا تړل شوي او یا هم د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

منظور پښتين: د «پنجابي استعمار» په پاليسيو کې د پښتنو وژنه روانه ده او زېرمې یې لوټل کيږي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور پښتين ويلي، پښتانه د «وحشي پنجابي استعمار» له ظلمونو، جبرونو او «وحشي» پاليسيو او دښمنیو سره مخ دي. هغه څرګنده کړه، چې په اوسني وخت کې ټول پښتانه «ملي يووالي» ته اړتيا لري.

منظور پښتين د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په يوه ويډيويي پیغام کې وويل، پښتون ملت د تاريخ په هغه پړاو کې ژوند کوي، چې له هرې خوا یې د ولسونو وژنې روانې دي او زیاته یې کړه: «له يوې خوا د پښتنو وژنې روانې دي او بله خوا یې ورته داسې پاليسيانې جوړې کړي دي چې وژنې په پنجابي استعمار ور وا هم نه وړي. که تاسو وګورئ په دې نږدې ورځو کې ګڼ پښتانه ووژل شول خو دوی په داسې طريقه دا کار کوي، چې پنجابی د دې کار مسوول هم نه‌پاتې کيږي».

هغه زياته کړه: «له هر اړخه د پنجابي استعمار او زور او جبر يا پاليسيو کې د پښتنو وژنې روانې دي، يوازې دا هم نه چې په پښتونخوا کې دوی پښتانه وژني اوس خو په بر وطن افغانستان کې هم په عامو ولسونو بمبار کوي په پکتيا کې یې عام ولسي وګړي بمبار کړي ښځې او ماشومان یې وژلي دي».

نوموړي همداراز زياته کړه: «د پښتنو د وسايلو قدرتي زېرمې لوټل کيږي د مومندو د ماربلو نه تر خيبر پورې او بيا د وزيرستان د ګازو پورې او د (بلوچستان) د دوکۍ او هرنايي د سکرو د کانونو پورې، پښتانه وژل کيږي هم او لوټل کيږي هم».

پښتین د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو هنه اوړک او زيارت کې په دې وروستيو کې د رامنځته شویو ناامنیو په تړاو وويل: «په هنه اوړک، کوېټه او زیارت کې پرلت روان دی هلته څو ورځې مخکې ګڼ پښتانه د طالب او حکومت په نامه ووژل شول، دوی وايي، چې طالبان راغلي وو که طالبان وو که ترهګر وو».

هغه د پاکستان پوځ ته په خطاب سره وويل: «د پاکستان پوځه: ستا ادارې دا خلک جوړ کړي او تربيه کړي دي. دوی دا په خپله منلې هم ده. نن چې څه روان دي دا د هغې پايلې دي».

منظور پښتين د پاکستان پوځ ته په اشارې سره زياته کړه: «دوی بيا داسې چاپيريال جوړ کړی، چې موږ په ترهګرۍ کې له وژل شویو سره ولاړ يو دوی داسې ولاړ وي چې موږ به اوس عمليات کوو، دوی داسې عمليات کوي چې ترهګري ختموي نه، بلکې په عملياتو کې په خپله ترهګري کوي، کورونه ړنګوي، ماينونه ښخوي، خلک وژنې او لادرکه کوي».

هغه په ډاګه: «دوی [د پاکستان پوځ] بيا هغه غرونه هم لوټي چې په کومو کې قدرتي زېرمې (معدنيات) وي. بيا د ترهګرۍ د ختمولو په نوم له نړۍ نه ډالرې هم اخلي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې پیغام کې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ډرون بريدونو په اړه یې وويل: «په خيبر، په شمالي وزيرستان، پېښور او نورو سيمو کې د اورکزو او هنګو ولسوالۍ پورې، (کواډکاپټر) ډرون بريدونه کيږي، ښځې او ماشومان په‌کې وژل کيږي په هر حال کې د پښتون وينه توييږي».

منظور پښتين د پښتنو د يو والي غږ وکړ او ویې ويل: «پښتانه په جلا جلا توګه له دې حالاتو څخه نه‌شي وتلی. د پښتنو ډلې او کلي به ټول د دې لپاره يو کيږي. پي‌ټي‌اېم د ملت راټولو لپاره هڅې کړي او د خيبر جرګه یې کړې ده. ملت له يووالي څخه محرم دی. پښتانه داسې لارې ته اړتیا لري، چې دوی خپلواکي ترلاسه کړي. پي‌ټي‌اېم په دې کار کوي خو حالات ورته سخت دي ناهيلې کېږئ مه».

پښتین په پکتيا کې ترسره شوې بمبارۍ، د ستور مزلي عبدالاحد مومند او کرېکټر شاه پور ځدران په مړينه هم خواشيني څرګنده کړه. هغه د پي‌ټي‌اېم د فعال ګيله‌من وزیر د تلين نمانځلو غږ وکړ او څرګنده یې کړه، چې پي‌ټي‌اېم به یې نمانځي.

منظور پښتين د بلوڅو او کشميريانو له مبارزې سره د پي‌ټي‌اېم لخوا د ملاتړ په تړاو هم څرګندونې وکړې.