• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بورډ بازار خاموشي؛ د افغان کډوالو د ایستلو عملیاتو سوداګري سخته اغېزمنه کړې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د حکومت د عملیاتو له رسمي پیل سره، د پېښور د بورډ بازار لسګونه افغان سوداګر وايي د نیول کېدو، جبري ایستلو او نامعلوم برخلیک له امله یې سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن شوي او اړ شوي چې خپله شتمني او سوداګریز توکي په ټیټه بیه وپلوري.

د پېښور په بورډ بازار کې، چې له کلونو راهیسې د افغان سوداګرو یو مهم سوداګریز مرکز بلل کېږي، سوداګر وايي د عملیاتو له پیل وروسته د دوی پر کاروبار او ورځني ژوند منفي اغېزې زیاتې شوې دي.

د بورډ بازار یو افغان سوداګر شاه فیصل، چې د ده په وینا له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په دغه بازار کې دوکان لري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، هره ورځ له کوره د وتلو پر مهال د نیول کېدو وېره ورسره وي.

هغه وویل: «هر سهار چې له کوره وځو، دا اندېښنه راسره وي چې که ونیول شو، بیا به څه وکړو؟ له نیول کېدو وروسته مستقیم ایستل کېږو، حال دا چې زموږ مېرمنې، ماشومان او ټوله کورنۍ په پېښور کې پاتې کېږي.»

شاه فیصل وايي، د جبري ایستلو تر څنګ له مالي ستونزو سره هم مخ دی. د هغه په خبره، پر ځینو کسانو یې پیسې پاتې دي او خپله هم نورو ته پوروړی دی، نو که په ناڅاپي ډول وایستل شي، د مالي حسابونو تصفیه به ورته ناشونې شي.

هغه زیاته کړه: «موږ دلته په میلیونونو روپۍ پانګونه کړې او خپل کاروبار مو جوړ کړی دی. که افغانستان ته ولېږل شو، زموږ ټول کاروبار به له منځه ولاړ شي، ځکه هلته اوس هېڅ سوداګریز بنسټ نه لرو.»

د بورډ بازار بل افغان سوداګر شاهد ګل هم وايي، کورنۍ یې له نسلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او دی له څو کلونو راهیسې د برېښنایي وسایلو کاروبار کوي.

د هغه په وینا، درې واړه ماشومان یې د پېښور په ښوونځیو کې زده‌کړې کوي او د افغانستان له ژوند سره هېڅ بلدتیا نه لري، ځکه ټول په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي دي.

شاهد ګل وویل: «دا دوکان زما پلار جوړ کړی و او ما نور هم پراخ کړ. که اوس افغانستان ته ولېږل شو، نه هلته کور پېژنو او نه کاروبار. هغه څه چې مو دلته د کلونو په اوږدو کې جوړ کړي، ښايي په یوه ورځ یې پرېږدو.»

هغه زیاتوي چې د عملیاتو له پیل وروسته په بازار کې د پېرېدونکو شمېر هم کم شوی، ځکه ډېری افغان سوداګر د نیول کېدو له وېرې یا دوکانونه ژر تړي او یا هم د خپل کاروبار د بشپړ تړلو لپاره چمتووالی نیسي.

د سوداګرو په وینا، ګڼې افغان کورنۍ هم اړ شوې چې د احتمالي نیول کېدو یا ایستلو له وېرې خپل کورني او سوداګریز توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري، څو لږ تر لږه نغدې پیسې برابرې کړي.

بورډ بازار، چې د پېښور له سترو سوداګریزو مرکزونو څخه شمېرل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د افغان سوداګرو مهم کاروباري مرکز پاتې شوی دی. د سیمه‌ییزو سوداګرو د ټولنو د معلوماتو له مخې، د روانو عملیاتو له امله د بازار سوداګریز فعالیتونه په څرګند ډول کمزوري شوي او ګڼ دوکانونه یا تړل شوي او یا هم د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

ډېر لیدل شوي

د ایران پارلمان غړی: د امریکا د اقتصادي فشارونو په لړ کې له افغانستان سره سوداګري ګټوره ده
۱
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ایران پارلمان غړی: د امریکا د اقتصادي فشارونو په لړ کې له افغانستان سره سوداګري ګټوره ده

۲
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

۳
ځانګړی

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۴

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

۵

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۵۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

•
•
•

نور خبرونه

منظور پښتين: د «پنجابي استعمار» په پاليسيو کې د پښتنو وژنه روانه ده او زېرمې یې لوټل کيږي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور پښتين ويلي، پښتانه د «وحشي پنجابي استعمار» له ظلمونو، جبرونو او «وحشي» پاليسيو او دښمنیو سره مخ دي. هغه څرګنده کړه، چې په اوسني وخت کې ټول پښتانه «ملي يووالي» ته اړتيا لري.

منظور پښتين د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په يوه ويډيويي پیغام کې وويل، پښتون ملت د تاريخ په هغه پړاو کې ژوند کوي، چې له هرې خوا یې د ولسونو وژنې روانې دي او زیاته یې کړه: «له يوې خوا د پښتنو وژنې روانې دي او بله خوا یې ورته داسې پاليسيانې جوړې کړي دي چې وژنې په پنجابي استعمار ور وا هم نه وړي. که تاسو وګورئ په دې نږدې ورځو کې ګڼ پښتانه ووژل شول خو دوی په داسې طريقه دا کار کوي، چې پنجابی د دې کار مسوول هم نه‌پاتې کيږي».

هغه زياته کړه: «له هر اړخه د پنجابي استعمار او زور او جبر يا پاليسيو کې د پښتنو وژنې روانې دي، يوازې دا هم نه چې په پښتونخوا کې دوی پښتانه وژني اوس خو په بر وطن افغانستان کې هم په عامو ولسونو بمبار کوي په پکتيا کې یې عام ولسي وګړي بمبار کړي ښځې او ماشومان یې وژلي دي».

نوموړي همداراز زياته کړه: «د پښتنو د وسايلو قدرتي زېرمې لوټل کيږي د مومندو د ماربلو نه تر خيبر پورې او بيا د وزيرستان د ګازو پورې او د (بلوچستان) د دوکۍ او هرنايي د سکرو د کانونو پورې، پښتانه وژل کيږي هم او لوټل کيږي هم».

پښتین د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو هنه اوړک او زيارت کې په دې وروستيو کې د رامنځته شویو ناامنیو په تړاو وويل: «په هنه اوړک، کوېټه او زیارت کې پرلت روان دی هلته څو ورځې مخکې ګڼ پښتانه د طالب او حکومت په نامه ووژل شول، دوی وايي، چې طالبان راغلي وو که طالبان وو که ترهګر وو».

هغه د پاکستان پوځ ته په خطاب سره وويل: «د پاکستان پوځه: ستا ادارې دا خلک جوړ کړي او تربيه کړي دي. دوی دا په خپله منلې هم ده. نن چې څه روان دي دا د هغې پايلې دي».

منظور پښتين د پاکستان پوځ ته په اشارې سره زياته کړه: «دوی بيا داسې چاپيريال جوړ کړی، چې موږ په ترهګرۍ کې له وژل شویو سره ولاړ يو دوی داسې ولاړ وي چې موږ به اوس عمليات کوو، دوی داسې عمليات کوي چې ترهګري ختموي نه، بلکې په عملياتو کې په خپله ترهګري کوي، کورونه ړنګوي، ماينونه ښخوي، خلک وژنې او لادرکه کوي».

هغه په ډاګه: «دوی [د پاکستان پوځ] بيا هغه غرونه هم لوټي چې په کومو کې قدرتي زېرمې (معدنيات) وي. بيا د ترهګرۍ د ختمولو په نوم له نړۍ نه ډالرې هم اخلي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې پیغام کې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ډرون بريدونو په اړه یې وويل: «په خيبر، په شمالي وزيرستان، پېښور او نورو سيمو کې د اورکزو او هنګو ولسوالۍ پورې، (کواډکاپټر) ډرون بريدونه کيږي، ښځې او ماشومان په‌کې وژل کيږي په هر حال کې د پښتون وينه توييږي».

منظور پښتين د پښتنو د يو والي غږ وکړ او ویې ويل: «پښتانه په جلا جلا توګه له دې حالاتو څخه نه‌شي وتلی. د پښتنو ډلې او کلي به ټول د دې لپاره يو کيږي. پي‌ټي‌اېم د ملت راټولو لپاره هڅې کړي او د خيبر جرګه یې کړې ده. ملت له يووالي څخه محرم دی. پښتانه داسې لارې ته اړتیا لري، چې دوی خپلواکي ترلاسه کړي. پي‌ټي‌اېم په دې کار کوي خو حالات ورته سخت دي ناهيلې کېږئ مه».

پښتین په پکتيا کې ترسره شوې بمبارۍ، د ستور مزلي عبدالاحد مومند او کرېکټر شاه پور ځدران په مړينه هم خواشيني څرګنده کړه. هغه د پي‌ټي‌اېم د فعال ګيله‌من وزیر د تلين نمانځلو غږ وکړ او څرګنده یې کړه، چې پي‌ټي‌اېم به یې نمانځي.

منظور پښتين د بلوڅو او کشميريانو له مبارزې سره د پي‌ټي‌اېم لخوا د ملاتړ په تړاو هم څرګندونې وکړې.

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت او کشمېر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي. دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ګلګت بلتستان، خیبر پښتونخوا او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون ټولو ایالتونو ته امر کړی، چې سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹- د جولای ۱۰مه) د بې‌اسنادو افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل کړي.

100%
د افغانانو د نیولو په تړاو د پاکستان مکتوب

د پاکستان دغه امر په دغه هېواد کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه هغه افغانان چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه هېواد ته د لنډ مهالي پناه اخیستنې لپاره راغلي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، سخت اندېښمن دي.

یو شمېر دغه افغانان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته په بیا ستنېدنې سره یې له نورو ستونزو سربېره ژوند ته خطر دی او دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

دوی وايي، چې پاکستان ته د دایمي اوسېدونې لپاره نه‌دي راغلي او دمګړۍ یې په نورو هېوادونو کې د پناه‌غوښتنې کېسونه روان دي او د چارو په بشپړېدو سره به یادو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی زیاتوي، خپلو هېوادونو ته د هغو کسانو لېږل چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي د کډوالو په تړاو د نړۍوالو قوانینو، کنوانسیونونو او اصولو خلاف چاره ده.

یو له دغو کسانو د هویټ د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «زه د جمهوري نظام پر مهال یو مهم نظامي افسر وم. د طالبانو په بیا راتګ سره د خپل او خپلې کورنۍ د ژوند ژغورنې لپاره پاکستان ته راغلم. خو هر کله چې دلته امنیتي وضعیت او یا هم له طالبانو سره یې اړیکې خرابې شي، نو پر افغانانو ظلم او همداراز شړل یې پیلېږي».

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر په ټپه درولی او په دې سره د ډېریو افغانانو د ویزو موده پایته رسېدلې ده. یاد افغان زیاتوي: «موږ هم غواړو چې دلته [پاکستان کې] په قانوني توګه ژوند وکړو، خو پاکستان د ویزو د تمدیدولو پروسه درولې ده. که دغه پروسه شروع شي، نو اول کس به یم چې خپله ویزه به تمدید کړم».

یو بل افغان خبریال د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، سره له دې چې د جولای د لسمې له ضرب‌الاجل مخکې هم د پولیسو له لوري د افغانانو د ځورونې او نیولو بهیر دوام درلود، خو سباني عملیات ډېری افغانان سخت اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي: «هسې هم پولیسو هره ورځ افغانان ځورول او نیول. ځینې یې د پیسو په بدل کې خوشې کول او ځینو چې پیسې نه‌درلودې نو حاجي کمپ ته به یې لېږداوه او له هغه ځایه به یې افغانستان ته په جبر سره استاوه. خو د کورنیو چارو وزارت اوسنی مکتوب چې نشر شوی ښايي دا ځل د افغانانو د نیونې عملیات پراخ وي او دغې چارې موږ ټول سخت ویرولي یو او پر دې نپوهېږو چې چېرې لاړ شو».

100%
د پاکستان د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو بهیر

له دې سره سم، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري پر خپل پخواني دریځ ولاړه ده او له پاکستان حکومت څخه غواړي چې د بیا ستنېدنې بهیر باید په خپله خوښه وي او له زور او جبر څخه کار وانه‌خیستل شي.

100%
په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي

په اسلام‌اباد کې د دغې کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړه، په افغانستان کې د نظام له بدلون سره د خبریالانو او پخوانیو نظامیانو په ګډ،و شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان د دوی په وینا له ګواښونو د خوندینې لپاره پاکستان ته راغلي: «دوی ته د تحفظ ضرورت دی».

قیصر اپریدي وايي: «موږ له شروع څخه همدا وایو چې پاکستان له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغانانو مېلمه پالنه کړې او اوس هم باید دغه بهیر او ملاتړ ته دوام ورکړي. کله چې په افغانستان کې حالات سم شي نو بیا که څوک په خپله خوښه ځي تللی شي».

نوموړي زیاته کړه: «موږ [د پاکستان] له حکومتي چارواکو سره په کتنو کې دا زور راوړو چې دغو خلکو ته پکار ده چې سهولت برابر شي او د ستنېدنې بهیر باید په رضا، باعزته او په خپله خوښه وي».

هغه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانان د اېستنې په صورت کې به بیاځلي پاکستان ته راشي، ځکه هلته د دوی په وینا، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی. نوموړي همداراز څرګنده کړه: «موږ دا وایو دغه وخت چې دغه خلک [افغانان] په زوره لیږلی کېږي، نو کېدای شي هغوی بیا راشي او بیا به همدا ستونزې وي. د واپسۍ پروسه باید رضاکارانه وي».

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ هم نیوکې لري، چې درېیمو هېوادونو ته یې د دوسیو بهیر ډېر ټکنی دی او دوی له کلونو راهیسې په تمه دي، خو لا تر اوسه درېیمو امنو هېوادونو ته نه‌دي استول شوي.

په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي په دې تړاو وايي، په ۲۰۲۲، ۲۳ او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو له لوري دغې کمېشنرۍ ته ډېره سهمیه ورکول کېده خو اوس یاد هېوادونه هم ډېر کم کډوال منلو ته زړه ښه کوي. نوموړی زیاتوي: «په ۲۰۲۲، ۲۳، او ۲۴ کلونو کې د کډوالو منونکو هېوادونو سهمیه زرګونه وو، خو اوس ډېر کم دی او دغه شمېر سلګونو ته راټيټ شوی دی. موږ هم جدي کېسونو ته لومړیتوب ورکوو».

له دې ټولو سره سره، ښايي سر له سبا (جمعه د چنګاښ ۱۹مه د جولای ۱۰مه) په ټول پاکستان کې د بې‌اسنادو افغانانو د نیونې بهیر پیل شي او د صادر شوي امر پر بنسټ به هر بې‌‌اسناده افغان سملاسي نیول کېږي او په چټکۍ سره به افغانستان ته لیږدول کېږي.

100%

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام (UNDP) مسوولینو سره په کتنه کې وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.