• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

شپږیزه لیګ؛ امو نهنګانو سپین غر او مس عینک بست ته ماتې ورکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د شپږیزې لیګ په لومړی سیالۍ کې امو نهنګانو د سپین غر بازانو لوبډلې ته د ۸ ویکټو په توپیر او دویمه سیالۍ کې بیا مس عینک اتلانو د بست ساتونکو ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

لومړۍ لوبه د امو نهنګانو او سپین غر بازانو لوبډلو ترمنځ تر سره شول او امو نهنګانو د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې سپین غر بازانو د ۷ لوبغاړو په زیان سره امو نهنګانو ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه برخه کې امنو نهنګانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۷،۲ اورونو کې پوره کړ او سپین غر بازانو ته یې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دویمه لوبه د بست ساتونکو او مس عینک اتلانو ترمنځ تر سره شوه. د لوبې پچه د بست ساتونکو وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

بست ساتونکو د لوبې په لومړی برخه کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره سیالي لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ. خو د بست ساتونکو له ټاکل شوې هدف څخه دفاع ونه شوای کړای او د مس عینک اتلانو ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې پوره او لوبه یې د درې ویکټو په توپیر وګټله.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني د غمرازۍ لپاره کابل کې د شاپور ځدراڼ کور ته ورغلی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د هغه کور ته تللی او د نوموړي له کورنۍ سره یې غمرازي کړې او تسلیت یې ویلی دی.

سراج‌الدین حقاني د شاپور ځدراڼ مړینه یوه لویه ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ او د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره یې همدردي کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې سراج‌الدین حقاني شاپور ځدراڼ یو پیاوړی او پر ولس ګران ځوان وباله. د نوموړي په وینا، حقاني ویلي، چې د دغه ملي لوبغاړي مړینې چې د سختې ناروغۍ او تکلیف سره مل و، ډېر هېوادوال ودردول.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند د معلوماتو له مخې، د لسګونه زره هېوادوالو په ګډون د شاپور ځدراڼ د جنازې او فاتحې مراسم په بشپړ امن او نظم سره ترسره شول. په دغو مراسمو کې د کرېکټ ملي لوبډلې ګڼو لوبغاړو او د هېواد د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې د هېواد د دغه پخواني ملي لوبغاړي له کورنۍ سره غمرازي ښودلې چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د کریکټ او نورو ورزشي رشتو مینه والو او مسوولینو د شاپور ځدراڼ پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

شاپور ځدراڼ څو ورځې وړاندې په هند کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ او بیا یې جنازه کابل ته ولېږدول او هلته د مرنجان په تپه کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغان کډوالو د تکواندو لوبډله د مالیزیا په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۱
100%

په مالیزیا کې د مېشتو افغان کډوالو د تکواندو لوبډله له ۱۵ ورزشکارانو سره د مالیزیا د تکواندو په ۱۸م پړاو نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي. افغان ورزشکاران به په څلورو کټګوریو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې سیالي وکړي.

د شته معلوماتو پر بنسټ، دا سیالۍ د ۱۲ څخه د زیاتو هېوادونو د تکواندوکارانو ترمنځ د جولای په ۱۱مه او ۱۲مه نېټه په کوالالامپور ښار کې ترسره کېږي.

د افغان کډوالو لوبډله د فهیم‌الله بره‌کي په مشرۍ په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.

په دغو سیالیو کې د ګډون موخه د ورزشکارانو لپاره د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو د فرصت برابرول، د هغوی د تخنیکي کچې لوړول او په مالیزیا کې د مېشتو افغان تکواندوکارانو په منځ کې د غوره استعدادونو پېژندل ښودل شوي دي.

افغان ایلېون لوبډلې د ازبکستان لوبډلې ته په دوستانه لوبه کې د ۱۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
100%

د افغان ایلېون لوبډلې او د ازبکستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر منځ یوازینۍ شل اوریزه دوستانه سیالي نن په خوست کې ترسره شوه او افغان لوبډلې د ازبکستان لوبډلې ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ازبکستان لوبډلې وګټله او د افغان ایلېون لوبډلې په وړاندې یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د لوبې په لومړی برخه کې افغان ایلېون لوبډلې د حسن عیسی خېل ۱۲۰ او عمران میر ۷۴ منډو په مټ سیالي لوبډلې ته په شل اورونو کې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دوهمه برخه کې د ازبکستان لوبډلې ونه شو کړای ټاکل شوی هدف پوره کړي او افغان لوبډلې د ۱۹۹ منډو په توپیر سیالي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان ایلېون لوبډله له ازبکستان کرېکټ لوبډلې سره سبا دوستانه سیالۍ کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې افغان ایلېون لوبډله به سبا د ازبکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د یوولسم پړاو «ای انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا» په لړ کې یوازینۍ شل اوریزه دوستانه سیالي ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه سیالي چې د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د شپږیزې کرکټ لیګ له ځنډ وروسته ترسره کېږي، د افغانستان پر وخت به سبا سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي.

کرېکټ بورډ ویلي چې د شپږیزې کرکټ لیګ د سیالیو په مهالوېش کې بدلون راوستل شوی او د نوي مهالوېش له مخې به افغان ایلېون لوبډله د ازبکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د «ای انډ یوازېنۍ شل اوریزې سوپرکولا لوبې» لپاره میدان ته ښکته شي.

د دې ترڅنګ، د شپږیزې کرکټ لیګ د سیالیو په دوام کې به د بند امیر ښاماران لوبډله د لیګ په ۱۲مه لوبه کې له بست ساتونکو لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، د شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د درناوي په موخه د شپږیزې لیګ سیالۍ دوه ورځې ځنډول شوې وې، چې اوس به د نوي مهالوېش له مخې بېرته دوام وکړي.

افغان ایلېون لوبډله له ازبکستان سره دا سیالي داسې مهال ترسره کوي چې د دواړو هېوادونو د کرېکټ اړیکې د پراختیا په حال کې دي او دا لوبه د ازبکستان لوبډلې لپاره هم د نړیوالو سیالیو د تجربې ترلاسه کولو یو فرصت بلل کېږي.

د نیویارک ښاروال: مصر د فوټبال په نړیوال جام کې د بې‌عدالتۍ قرباني شو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱
100%

د نیویارک ښاروال زهران ممداني د ۲۰۲۶ نړیوال جام د یو پر اتم پړاو کې له ارجنټاین سره د مصر د ملي لوبډلې د جنجالي ماتې په غبرګون کې د لوبڅارۍ پر پرېکړو نیوکه کړې او ویلي یې دي، مصر د بې‌عدالتۍ قرباني شوی او حق یې غلا شوی دی.

د مصر او ارجنټاین لوبه، چې ارجنټاین په ۳-۲ وګټله، د لوبڅار او ویډیویي مرستندویه لوبڅار د څو بحث‌پارونکو پرېکړو له امله د مصريانو له پراخو اعتراضونو سره مخ شوه.

د مصر د ملي لوبډلې روزونکي حسام حسن او یو شمېر لوبغاړو تر لوبې وروسته ادعا وکړه چې لوبڅاري د ارجنټاین په ګټه شوې ده. د مصر د لوبډلې یوه لوبغاړي ان نړیوال جام «له مخکې طرحه شوی» وباله.

ممداني، چې د نیویارک د بسونو د ترانسپورتي سیستم د ښه‌والي د طرحې د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل د دې پروژې له برکته به خلک هر کال له دوو ورځو ډېر د تګ راتګ وخت سپموي.

هغه د ټوکې په انداز وویل: «دا وخت به د کورنۍ سره د سهارنۍ خوړلو، د خپلو ماشومانو د لوبو د لیدلو او له ملګرو سره د دې خبرې د منلو لپاره ولرئ چې مصر پرون د بې‌عدالتۍ قرباني شو».

د نیویارک ښاروال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې هره ورځ له سپمول شویو شپږو دقیقو سره به څه کوي وویل: «ښايي د مصر د غلا شوي حق صحنې بیا بیا وګورم. یوازې کافي ده د ویډیویي مرستندویه لوبڅار پرېکړه یو ځل بیا وګورئ».

د مصر اعتراضونه هغه وخت نور هم زیات شول چې د دویمې نیمایي پر مهال د مصطفی زیکو ګول، د مرستندویه لوبڅار له ارزونې وروسته، د برید د پیل په بهیر کې د یوې خطا له امله مردود اعلان شو. دغه پرېکړه د مصر د لوبغاړو او روزنیز کادر له سخت غبرګون سره مخ شوه او د مصر د فوټبال فدراسیون د همدې موضوع په تړاو فیفا ته رسمي شکایت هم ثبت کړی دی.