افغان ښځینه هنرمندانو ته په امریکا کې د عاید نوې دروازې پرانیستل شوي

افغانې سوداګرې چې له افغانستانه تر وتلو وروسته په امریکا کې مېشته شوي، د سانتافې په نړیوال لاسي هنرونو بازار کې د افغاني ښځینه هنرمندانو د لاسي صنایعو په نندارې او پلورلو سره هڅه کوي چې د هغوی د عاید او اقتصادي ملاتړ زمینه برابره کړي.
په دغو سوداګرو کې ۲۱ کلنه صنم مرادي هم شامله ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې، د طالبانو له واکمنېدو یو کال وروسته، له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود. نوموړې اوس د نړیوال لاسي هنرونو په بازار کې د یوه غیرانتفاعي بنسټ استازیتوب کوي او دا یې درېیم کال دی چې په دغه نندارتون کې ګډون کوي.
مرادي د ترکمني لاسي صنایعو په نوم له یوه بنسټ سره کار کوي، چې په افغانستان کې له شلو څخه زیاتو ښځینه هنرمندانو ته د عاید زمینه برابروي.
د بنسټ په وینا، که دغه ښځې له دې لارې عاید ترلاسه نه کړي، نو ډېری به یې د ژوند د اړتیاوو د برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ شي.
سږ کال د سانتافې په نړیوال لاسي هنرونو بازار کې د افغانستان درې بنسټونه ګډون لري او هڅه کوي د افغاني ښځو لاسي صنایع نړیوالو بازارونو ته ورسوي او د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ وکړي.
