• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بنګله‌دېش کې د سختو سېلابونو له امله ۴۴ کسان مړه شوي دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۱

په بنګله‌دېش کې د موسمي بارانونو او سختو سېلابونو له امله ۴۴ کسان مړه شوي او له یو میلیون څخه زیات نور په خپلو سیمو کې بند پاتې دي. د دغه هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، سېلابونو په اوو سویل ختیځو ولسوالیو کې د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.

د بنګله‌دېش د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په اوو سویل ختیځو ولسوالیو، چاټوګرام، کوکس بازار، بندر‌بان، رانګامتي، خاګراچاري، مولوي‌بازار او هابيجنګ کې سېلابونو د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی او شاوخوا ۲۶۷ زره او ۹۱۸ کورنۍ یې په خپلو کورونو کې ایسارې کړې دي.

د بنګله‌دېش پوځ او سمندري ځواکونو د کښتیو په وسیله اغېزمنو شویو سیمو ته خواړه، څښاک اوبه، درمل او نور اړین توکي لېږدوي.

د دغه هېواد د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې او مرستو وزیر اقبال حسین چاټوګرام ته د سفر پر مهال وویل چې حکومت د سېلاب ځپلو د ملاتړ لپاره ټولې شونې هڅې کوي او له هغو خلکو یې وغوښتل هغه کسان چې کورونه یې اوبو لاندې کړي، نږدې پناه ځایونو ته دې ولېږدول شي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

زیلنسکي: روسیې پر اوکراین له ۱۲۰ ډېرو بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۲ توغندیو بریدونه کړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۶ GMT+۱
زیلنسکي: روسیې پر اوکراین له ۱۲۰ ډېرو بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۲ توغندیو بریدونه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۱۲۰ څخه د ډېرو بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۲ توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې په پلازمېنه کییف کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي له ناټو د هغو ژمنه شویو دفاعي مرستو د چټک عملي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

زیلنسکي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د روسیې په بریدونو کې په کییف کې ملکي زیربناوې، د استوګنې ودانۍ، دفترونه او یوه دیني مدرسه زیانمنه شوې او بیړني ژغورونکي ټیمونه د بریدونو په ځایونو کې د ژغورنې او بیارغونې چارې پر مخ وړي.

هغه زیاته کړې چې د اودیسا، سومي، خارکیف او چرنیهیف په سیمو کې هم د بریدونو له امله د زیانونو د ارزونې او بیارغونې هڅې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي: «روسیې د شپې له خوا له ۱۲۰ څخه ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې او ۱۲ توغندي وتوغول چې نیمايي یې بالستیک توغندي وو.»

زیلنسکي ادعا کړې چې د اوکراین هوايي مدافع ځواکونو د بریدونو ډېری هدفونه شنډ کړي، خو بالستیک توغندي یې نه دي توانېدلي چې نسکور کړي.

هغه له نړیوالو متحدانو وغوښتل چې د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د شوې ژمنې له مخې دفاعي مرستې ژر عملي کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د «پېټریاټ» دفاعي سیسټمونو د جوازونو، او د اروپا د ګډ بالستیک ضد دفاعي پروژې پر چټک پرمختګ باید ژر اقدام وشي او دا مهال د اوکراین د ټولو دولتي ادارو لومړیتوب هم همدا دی.

شمالي کوریا: د اټومي بې‌وسلې کېدو بهیر باید د امریکا او د هغې له متحدانو پیل شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱
شمالي کوریا: د اټومي بې‌وسلې کېدو بهیر باید د امریکا او د هغې له متحدانو پیل شي
100%

شمالي کوریا د ناټو د وروستۍ سرمشریزې پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې د نړیوال اټومي بې‌وسلې کېدو لپاره باید لومړی امریکا او د هغې متحدان خپلې وسلې او پوځي پراختیاوې محدودې کړي.

پیونګ‌یانګ ناټو هم تورنه کړې چې د خپلو پوځي ایتلافونو د پیاوړتیا او وسلو د زیاتولو له لارې نړیوال کړکېچ لا پسې ژوروي.

د رویټرز د راپور له مخې، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې، چې د دولتي خبري اژانس KCNA خپره کړې، ویلي چې متحده ایالات او متحدان یې د ناټو له وروستۍ سرمشریزې وروسته د پوځي ایتلافونو د پراختیا او د وسلو د سیالۍ د چټکتیا هڅه کوي.

اعلامیه زیاتوي چې د ناټو مشرانو د شمالي کوریا د «خپلواکو او مشروع حاکمیتي حقونو» کارول د ګواښ په توګه انځور کړي دي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ناټو د دفاعي لګښتونو په زیاتولو او د اسیا ـ ارام سمندر سیمې له خپلو متحدانو سره د پوځي همکاریو په پراخولو، د ائتلافونو ترمنځ د تقابل پر سیاست لا ټینګار کړی دی.

پیونګ‌یانګ ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه د اټومي بې‌وسلې کېدو رښتینې اراده لري، نو دا بهیر باید له امریکا او د هغې له متحدانو څخه پیل شي، نه له شمالي کوریا.

بلوچستان کې د پوځي عملیاتو دوام؛ اعلی وزیر سرفراز بګټي د ۷۵ وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړ

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۴ GMT+۱
بلوچستان کې د پوځي عملیاتو دوام؛ اعلی وزیر سرفراز بګټي د ۷۵ وسله‌والو له وژل کېدو خبر ورکړ
100%

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ادعا کړی، چې د جولای له پنځمې راهیسې په بېلابېلو استخباراتي او پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۵ وسله‌وال وژل شوي دي. نوموړي ویلي، چې دا عملیات د مانګي بند پر امنیتي پوستې له برید وروسته پیل شوي او په بریالیتوب سره پرمخ روان دي.

سرفراز بګټي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د «شعبان» په نوم په ګډو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۹ وسله‌وال او د جولای له پنځمې تر اوسه په ټولیزه توګه ۷۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې په کچهر سیمه کې پر زېري پولیس سټیشن د وسله‌والو یو برید هم ناکام کړای شوی دی.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پوځ له مشر عاصم منیر سره په کوېټه کې د ملي عمل پلان د ایالتي اپېکس کمېټې په غونډه کې وویل، چې د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه په ګډه او یو غږ پرېکړه کړې، چې په بلوچستان کې به «ترهګري» په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر احمد شریف چودري بیا په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د جولای له پنځمې راهیسې په بلوچستان کې د وسله‌والو په بریدونو او تر هغې وروسته عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي، چې ډېری یې امنیتي سرتېري دي. نوموړي ادعا وکړه، چې د دغو بریدونو تر شا د هند او په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو لاس دی چې په وینا یې، د پاکستان ثبات نه‌شي زغملی.

په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د بریدونو نوې څپه پیل شوې، چې له امله یې د پاکستان لسګونه سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه ادعاګانې په کلکه رد کړې دي، چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه تنظیمېږي.

د انرژۍ نړیواله اداره: اوکراین د روسیې د تېلو تولید کم کړی دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۱
د انرژۍ نړیواله اداره: اوکراین د روسیې د تېلو تولید کم کړی دی
100%

د انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، د اوکراین له خوا د روسیې د انرژۍ پر بنسټونو د پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله به د روسیې د نفتو تولید سږ کال شاوخوا درې سلنه راکم او هره ورځ ۸،۹ میلیونه بېرلو ته ورسېږي.

د انرژۍ نړۍوالې ادارې په خپل راپور کې ویلي، د اوکراین له خوا د روسیې انرژۍ پر تاسیساتو په ځانګړي ډول د نفتو پر تصفیه خونو، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي، چې موخه یې د مسکو د جګړې هڅې کمزورې کول بلل شوي دي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې په خپل میاشتني راپور کې ویلي، پر تصفیه خونو، د زېرمه کولو تاسیساتو او د لېږد پر زیربناوو دوامدار بریدونه د روسیې د نفتو د تولید راتلونکی کمزوری کوي.

یادۍ ادارې ویلي، د همدې وضعیت له امله یې د روان او راتلونکي کال لپاره د روسیې د نفتو د تولید وړاندوینه په ترتیب سره هره ورځ ۸۵ زره او ۱۵۰ زره بېرله راکمه کړې او د اټکل شوې مودې لپاره یې اوسط تولید ۸،۸ میلیونه بېرله په ورځ کې ټاکلی دی.

د راپور له مخې، دغو بریدونو روسیه دې ته هم اړه کړې چې روانه اوونۍ د ډیزلو صادرات بند کړي او د پټرولو او جټ تېلو پر بهرنیو پلورونو هم محدودیتونه ولګوي، څو د کورني بازار د سونتوکو کمښت جبران کړي.

د انرژۍ نړیواله اداره اټکل کوي چې روسیه، چې د نړۍ درېیم ستر د نفتو تولیدوونکی هېواد دی، به سږ کال هره ورځ ۸،۹ میلیونه بېرله او په ۲۰۲۷ کال کې ۸،۸ میلیونه بېرله نفت تولید کړي، په داسې حال کې چې دا اندازه په ۲۰۲۵ کال کې ۹،۲ میلیونه بېرله وه.

ادارې ویلي، د روسیې د خامو نفتو تولید د جون په میاشت کې د مې میاشتې په پرتله هره ورځ ۱۲۰ زره بېرله زیات شوی او ۸،۸۶ میلیونه بېرلو ته رسېدلی، خو لا هم د اوپیک پلس ډلې له ټاکل شوې ونډې ۹۰۰ زره بېرله کم دی.

روسیې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې، چې د اوکراین د جګړې له پیل شاوخوا یو کال وروسته و، د نفتو د تولید رسمي معلوماتو خپرول بند کړل.

د هسپانیا په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۹ نور لادرکه دي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱
د هسپانیا په ځنګلونو کې د اور لګېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۹ نور لادرکه دي
100%

د هسپانیا په سویل کې د ځنګلي اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور لادرکه شوي دي. د اندلس سیمې د بېړنیو پېښو د ادارې مشر انتونیو سانز ویلي چې په مړو شویو کسانو کې یو تن د اسپانیا وګړی دی او نور ټول بهرني سیلانیان ښکاري.

د اندلس سیمې د بېړنیو پېښو د ادارې مشر انتونیو سانز وویل، دغو کسانو په خپلو ځایونو کې د پاتې کېدو لارښوونې له پامه غورځولې وې او د الیمریا ولایت په لوس ګالاردوس سیمه کې یې د موټرو په واسطه د تېښتې هڅه کوله، چې د اور په لمبو کې بند پاتې شول.

انتونیو سانز زیاته کړې، چې په یوه موټر کې څلور تنه مړه شوي، چې د موټر د ښي لوري سټیرینګ څخه ښکاري چې برېتانویان وو.

نوموړي وویل، چې اووه تنه نور له خپلو موټرو څخه د ښکته کېدو او په پښو د تېښتې پر مهال مړه شوي دي، ځکه دغه لاره د تخلیې په رسمي پلان کې شامله نه وه.

د کارپوهانو په وینا، د دوبي په لومړیو کې پرله پسې تودوخې د هسپانیا ځمکې وچې کړې او د ځنګلي اورلګېدنې فصل یې له وخته مخکې پیل کړی دی.

د روان کال له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې شاوخوا ۵۷ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې، چې دا په اروپايي ټولنه کې د ټولو سوځېدلو سیمو ۴۰ سلنه برخه جوړوي.