ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته؛ شپږ کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د پهاړپور په شاه حسنخېل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ډزو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ د پهاړپور په شاه حسنخېل سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ډزو په پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، په نښته کې د یوې کورنۍ پنځه غړي او د بلې کورنۍ یو غړی وژل شوي دي.
ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، دغه نښته د دواړو ډلو ترمنځ د پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

د خيبرپښتونخوا د مرکزي ښار د پوليسو مشر (سيسيپياو) میا سعيد احمد ويلي، د بېرته ستنولو پر مهال افغان کډوال باید ونهځورول شي. هغه خبرداری ورکړی، چې پولیس باید د ستنولو پر مهال له افغان کډوالو سره ناسم چلند ونهکړي او په هېڅ ډول پیسې ترې وانهخیستل شي.
د پېښور د پوليسو مشر د دغې ادارې اړوند په فېسبوک پاڼه کې ویلي: «د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر مهال که هر پولیس چارواکی یا سرتیری له هغوی سره په بد چلند، بداخلاقۍ، بډو اخیستلو، د پیسو په غوښتلو یا هر ډول مالي ګټه ترلاسه کولو کې ښکېل وپېژندل شي، پر وړاندې به یې سخت قانوني او اداري چلند وشي».
نوموړي پر پوليسو غږ کړی: «ټول چارواکي او سرتېري دې د قانون، امانتدارۍ او د انساني درناوي له مخې خپلې دندې ترسره کړي».
د پېښور د پوليسو مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د څلورو واړو ایالتونو مشرانو سکرترانو، د ګلګت بلتستان مشر سکرتر، د دغه هېواد تر کنټرول لاندې د کشمیر مشر سکرتر او د اسلاماباد مشر کمېشنر ته د یوه مکتوب په لېږلو سره په جدي توګه سپارښتنه کړې، «چې د ۲۰۲۶م کال د جولای له ۱۰مې وروسته له معتبرې ویزې او قانوني اسنادو پرته هر افغان باید سمدستي ونیول شي او بېرته افغانستان ته ولېږدول شي».
د پاکستان دغې پرېکړې درېیمو هېوادونو ته په تمه افغانان سخت اندېښمن کړي او د کډوالو عالي کمېشنري بیا پر خپله خوښه ستنېدنې ټينګار لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) مشر منظور پښتين ويلي، پښتانه د «وحشي پنجابي استعمار» له ظلمونو، جبرونو او «وحشي» پاليسيو او دښمنیو سره مخ دي. هغه څرګنده کړه، چې په اوسني وخت کې ټول پښتانه «ملي يووالي» ته اړتيا لري.
منظور پښتين د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په يوه ويډيويي پیغام کې وويل، پښتون ملت د تاريخ په هغه پړاو کې ژوند کوي، چې له هرې خوا یې د ولسونو وژنې روانې دي او زیاته یې کړه: «له يوې خوا د پښتنو وژنې روانې دي او بله خوا یې ورته داسې پاليسيانې جوړې کړي دي چې وژنې په پنجابي استعمار ور وا هم نه وړي. که تاسو وګورئ په دې نږدې ورځو کې ګڼ پښتانه ووژل شول خو دوی په داسې طريقه دا کار کوي، چې پنجابی د دې کار مسوول هم نهپاتې کيږي».
هغه زياته کړه: «له هر اړخه د پنجابي استعمار او زور او جبر يا پاليسيو کې د پښتنو وژنې روانې دي، يوازې دا هم نه چې په پښتونخوا کې دوی پښتانه وژني اوس خو په بر وطن افغانستان کې هم په عامو ولسونو بمبار کوي په پکتيا کې یې عام ولسي وګړي بمبار کړي ښځې او ماشومان یې وژلي دي».
نوموړي همداراز زياته کړه: «د پښتنو د وسايلو قدرتي زېرمې لوټل کيږي د مومندو د ماربلو نه تر خيبر پورې او بيا د وزيرستان د ګازو پورې او د (بلوچستان) د دوکۍ او هرنايي د سکرو د کانونو پورې، پښتانه وژل کيږي هم او لوټل کيږي هم».
پښتین د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو هنه اوړک او زيارت کې په دې وروستيو کې د رامنځته شویو ناامنیو په تړاو وويل: «په هنه اوړک، کوېټه او زیارت کې پرلت روان دی هلته څو ورځې مخکې ګڼ پښتانه د طالب او حکومت په نامه ووژل شول، دوی وايي، چې طالبان راغلي وو که طالبان وو که ترهګر وو».
هغه د پاکستان پوځ ته په خطاب سره وويل: «د پاکستان پوځه: ستا ادارې دا خلک جوړ کړي او تربيه کړي دي. دوی دا په خپله منلې هم ده. نن چې څه روان دي دا د هغې پايلې دي».
منظور پښتين د پاکستان پوځ ته په اشارې سره زياته کړه: «دوی بيا داسې چاپيريال جوړ کړی، چې موږ په ترهګرۍ کې له وژل شویو سره ولاړ يو دوی داسې ولاړ وي چې موږ به اوس عمليات کوو، دوی داسې عمليات کوي چې ترهګري ختموي نه، بلکې په عملياتو کې په خپله ترهګري کوي، کورونه ړنګوي، ماينونه ښخوي، خلک وژنې او لادرکه کوي».
هغه په ډاګه: «دوی [د پاکستان پوځ] بيا هغه غرونه هم لوټي چې په کومو کې قدرتي زېرمې (معدنيات) وي. بيا د ترهګرۍ د ختمولو په نوم له نړۍ نه ډالرې هم اخلي».
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې پیغام کې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ډرون بريدونو په اړه یې وويل: «په خيبر، په شمالي وزيرستان، پېښور او نورو سيمو کې د اورکزو او هنګو ولسوالۍ پورې، (کواډکاپټر) ډرون بريدونه کيږي، ښځې او ماشومان پهکې وژل کيږي په هر حال کې د پښتون وينه توييږي».
منظور پښتين د پښتنو د يو والي غږ وکړ او ویې ويل: «پښتانه په جلا جلا توګه له دې حالاتو څخه نهشي وتلی. د پښتنو ډلې او کلي به ټول د دې لپاره يو کيږي. پيټياېم د ملت راټولو لپاره هڅې کړي او د خيبر جرګه یې کړې ده. ملت له يووالي څخه محرم دی. پښتانه داسې لارې ته اړتیا لري، چې دوی خپلواکي ترلاسه کړي. پيټياېم په دې کار کوي خو حالات ورته سخت دي ناهيلې کېږئ مه».
پښتین په پکتيا کې ترسره شوې بمبارۍ، د ستور مزلي عبدالاحد مومند او کرېکټر شاه پور ځدران په مړينه هم خواشيني څرګنده کړه. هغه د پيټياېم د فعال ګيلهمن وزیر د تلين نمانځلو غږ وکړ او څرګنده یې کړه، چې پيټياېم به یې نمانځي.
منظور پښتين د بلوڅو او کشميريانو له مبارزې سره د پيټياېم لخوا د ملاتړ په تړاو هم څرګندونې وکړې.
د خیبر پښتونخوا سوداګرو او موټر چلوونکو له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم لارې تړل پاتې کېدو له امله یو وار بیا اعتراض کړی. دوی خبرداری ورکړی، که سوداګریزې لارې ژر تر ژره خلاصې نهشي؛ نو دوی به تر اسلاماباد پورې لاریونونه وکړي او د پېښور–تورخم لویه لاره به وتړي.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنې مشر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم له لارې د سوداګرۍ په ټپه درېدو له امله سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د هغه په وینا، له دې لارې به هره ورځ د صادراتو ارزښت شاوخوا ۲.۵ مېلیون ډالره او د وارداتو ارزښت نږدې ۵۴۰ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو اوس د لارې تړل پاتې کېدو له امله دغه سوداګریزه راکړه ورکړه په بشپړه توګه په ټپه درېدلې ده.
نوموړي د پاکستان له فدرالي او ایالتي حکومتونو غوښتي، چې د سوداګرو پرمخ دې لارې ژرترژره پرانیزي. هغه ټینګار وکړ، که دغه ستونزه ژر هواره نهشي؛ نو د دوی اعتراضونه به تر اسلاماباد پورې وغځېږي او د پېښور–تورخم لویه لاره به هم وتړي.
شینواري دا هم وویل، چې د پنجاب سوداګرو ته د سوداګریزو زیانونو د جبران لپاره مرستې ورکړل شوې؛ خو د خیبر پښتونخوا د سوداګرو د تاوان جبران لپاره تراوسه هېڅ اقدام نهدی شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د لارو د اوږدمهاله تړل پاتې کېدو له امله دواړو هېوادونو ته درانه اقتصادي زیانونه اوښتي دي. د دوی په وینا؛ پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته شاوخوا ۴۹۵ مېلیونه امریکايي ډالر زیان رسېدلی دی.
د یادې خونې د مسوولینو په خبره؛ د اقتصادي او سوداګریزو زیانونو ترڅنګ د خلکو ورځنی ژوند هم سخت اغېزمن شوی دی. ځایي سوداګر وایي، د لارو تړل کېدو دوه اړخیزه سوداګري، واردات، صادرات، ټرانزیټي راکړه ورکړه او د زرګونه کسانو د کار او روزګار سرچینې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په یوه خپره کړې ویډیو کې هغه کسان خلکو ته ښودلي چې د دغه ډلې په وینا، د بلوچستان د هرنایي ولسوالۍ د هنه اوړک په سیمه کې یې نیولي دي. ټي ټي پي ادعا کوي چې دغو کسانو د پاکستان د پوځ په ملاتړ د دوی پر ضد جګړه کوله.
په ویډیو کې د ټي ټي پي یو وسلهوال، چې د نیول شویو کسانو مخې ته ولاړ دی، وایي: «ستاسو بندیان نه ورک دي او نه هم وژل شوي، ټول همدلته ناست دي.»
په ویډیو کې یو تن وسله وال وایي: «یو تن ناروغ و، ډاکټر ته مو استولی، ټولو بندیانو ته چای او خواړه رسېدلي او د استراحت اسانتیاوې هم ورته برابرې شوې دي.»
هغه ادعا کوي چې دې ډلې له وړاندې سیمهییزو قومونو ته خبرداری ورکړی و چې د پاکستان له پوځ سره همکاري ونکړي، او دا جنګ چې د دوی په وینا د پاکستان د پوځ او طالبانو جنګ دی باید عام خلک ترې خپل اولادونه لرې وساتي.
یاد کس وایي: «دا د کفر او اسلام جګړه ده، د طالبانو او پوځ جګړه ده. موږ د خلکو د ملکیتونو د نیولو لپاره نه یو راغلي، خو دغو کسانو زموږ پر ضد لښکرکشي کړې وه، نو ځکه مو ونیول.»
دغه وسله وال کس په ویډيو کې خلکو ته په پېغام کې وایي، چې خپل ځوانان له دې جګړې لرې وساتئ. نوموړی زیاتوي: « ځکه که داسې ونه کړئ، وروسته به پښېمانه شئ، نه به د پاکستان پوځ درله پوښتنه وکړي او نه به بل څوک.»
هغه همداراز ادعا کوي: «پښتانه او بلوچ مظلوم قومونه دي، موږ کله هم پر مظلومانو ظلم نه کوو، زموږ هدف یوازې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دي.»
په ویډیو کې د ولي الرحمن په نوم د یوه نیول شوي کس یادونه هم کېږي او وسلهوال وایي: "ولي الرحمن د قومي مشرانو په ضمانت خوشې کوو."
د ټي ټي پي دغه ادعاوې تر اوسه د پاکستان د پوځ یا کومې خپلواکې سرچینې له لوري نه دي تایید شوې.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په زیارت سیمه کې رسنیو ته ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه جګړه پرېکنده پړاو ته رسېدلې ده او حکومت به په دې سختو شرایطو کې خپل ولس هېڅکله یوازې پرېنږدي.
هغه ټینګار وکړ چې که څه هم اوسني شرایط ستونزمن دي، خو د بلوچستان حکومت به له خپلو مسوولیتونو څخه شاته نه شي.
سرفراز بګټي اعلان وکړ چې د زیارت سیمې په وروستۍ پېښه کې د وژل شویو پولیسو د ماشومانو د زده کړې او پالنې ټول مسوولیت او لګښت به د بلوچستان حکومت پر غاړه واخلي.
د بلوچستان اعلی وزیر خپلې کابینې ته په خطاب کې وویل چې په تړلو خونو کې په ناسته د داسې سختو شرایطو مقابله نهشي کېدای. هغه زیاته کړه چې د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره باید چارواکي په خپله ډګر ته ووځي او د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
بګټي په خپلو خبرو کې ومنله چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو زیاته یې کړه چې حکومت د خلکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې په دې روانه جګړه کې به له ټولو شته امکاناتو څخه کار واخیستل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تحریک طالبان پاکستان د بلوچستان په زیارت سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید مسوولیت منلی دی. دغې ډلې ادعا کړې ده چې په دغه برید کې یې له ۲۰ څخه زیاتو پاکستاني ځواکونو ته مرګژوبله اړولې ده.