طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهیي توکو د قاچاق په تور د ۳۵ کسانو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په پنځو ولایتونو کې یې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور ۳۲ کسان نیولي ديي. دغه کسان په کندهار، ننګرهار، کندوز، لغمان او پنجشېر ولایتونو کې نیول شوي دي.
طالبانو ویلي، په پنځو ولایتونو کې له نیول شویو کسانو څخه یو کیلو ګرام چرس او ۶۵۵ دانې نشه یي ګولۍ ترلاسه شوې دي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت په وینا په کاپیسا ولایت کې یې هم نږدې پنځه زره دانې نشه یي ګولۍ ترلاسه کړې دي.
په دغه ولایت کې دوه تنه د ۴ زره او ۹۰۰ دانو نشه یي ګولیو او یوې اندازې چرسو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي. د طالبانو په خبره، چې نیول شوي تورن کسان د لا زیاتو څېړنو او قانوني پړاوونو تېرولو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
