• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوریې نوي پارلمان په دمشق کې د لومړي ځل لپاره غونډه کړې

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د سوریې نوي پارلمان یکشنبې په ورځ د چنګاښ پر ۲۱مه د لومړي ځل لپاره په دمشق کې غونډه کړې ده. الشرع په دمشق کې پارلمان ته په خپله وینا کې له وکیلانو وغوښتل چې «دا شورا د مسوولیت او وړتیا یوه نمونه کړي» او دا یې «د حقیقت او عدالت ټربیون» وباله.

هغه وویل: «سوریه یو داسې ویاړلی تاریخ لیکي چې د هغې اتلولي منعکسوي او موږ د ملت او فرد دواړو د جوړولو له مسوولیت سره مخ یو.»

دغه پارلمان ته په سوریه کې د یوه ټولشموله نوي نظم د جوړولو لپاره د الشرع د ژمنې د ازموینې په توګه لیدل کیږي.

د سوریې د لنډمهاله حکومتي ترتیباتو له مخې، د ۲۱۰ څوکیو لرونکي پارلمان دوه پر درېیمه برخه غړي تېر کال د سیمه ییزو ټاکنیزو حوزو له خوا غوره شوي وو او پاتې یو پر درې برخه یې د جولای په لومړۍ نېټه د احمد الشرع له خوا ونومول شول.

چارواکو ویلي دي چې دا سیسټم ځکه اړین و چې د کلونو جګړې له امله میلیونونه خلک بې ځایه شوي وو او دا یې ناممکنه کړې وه چې د نفوس پر کره شمېر یا د رایې ورکوونکو پر لېستونو تکیه وشي.
دا پارلمان ۲۱ ښځینه وکیلانې لري چې له دې جملې ۱۵ یې احمد الشرع نومولې دي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی
۱

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۲

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په یوه کال کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه