• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

ایران: د کویټ او بحرین کې مو د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱

د ایران سياه پاسداران ځواکونو ویلي، چې په کویټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. تهران دا اقدام د امریکا د «دوامداره بریدونو» په غبرګون کې بللی او د نورو بریدونو د دوام خبرداری یې ورکړی دی.

د ایران د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې له مخې، د ایران پوځ د امریکا پر پوځي مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

د ایران پوځ ادعا کړې چې په کویټ کې یې د امریکا د پوځي ځواکونو د «پېټریوت» دفاعي سیستم، د مهماتو زېرمتون او راداري مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران د پوځ په وینا، په یوه بله بېله حمله کې د بحرین په خاوره کې د امریکا د پوځ د مخابراتي سیستم او راداري مرکز هم هدف ګرځول شوی دی.

د ایران پوځ په خبرپاڼه کې ویلي: «د سیمې د ناامنۍ او د دغو اقداماتو پایلې به د امریکا او اسراییلو پر غاړه وي. که دا بریدونه تکرار شي، سختو ځوابونو ته به مخه کړو.»

تر اوسه د امریکا، کویټ او بحرین چارواکو د ایران د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۴

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۵

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

•
•
•

نور کیسې

وال سټریټ ژورنال: ایران غواړي د هرمز تنګي نفوذ پراخه کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
وال سټریټ ژورنال: ایران غواړي د هرمز تنګي نفوذ پراخه کړي
100%

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د هرمز تنګي پر سر د خپل نفوذ او کنټرول د پیاوړتیا هڅه کوي او دا موضوع د بندیزونو د کمېدو په پرتله ستراتیژیک لومړیتوب ګڼي.

راپور زیاتوي چې تهران ځان د وروستۍ جګړې بریالی ګڼي او باور لري چې د هرمز تنګي د کنټرول او د فارس خلیج پر اقتصاد د نفوذ له لارې به وکولای شي په منځني ختیځ کې نوی سیمه‌ییز نظم رامنځته کړي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي، «د هرمز تنګي نوی نظم باید د ایران پر محور ومنل شي.» د ایران د پارلمان ریس محمدباقر قالیباف هم ویلي، «هرمز تنګی به یوازې د ایران د ترتیباتو له مخې پرانیستی وي، نه د امریکا د ګواښونو له لارې.»

راپور خبرداری ورکوي چې دغه تګلاره ښايي د سیمې لپاره له دوامدارو تاوتریخوالو، د نړیوالو انرژۍ بازارونو له بې‌ثباتۍ او د فارس خلیج پر هېوادونو د احتمالي نویو بریدونو له خطر سره مل وي.

د کارنیګي په نوم د سولې نړیوال بنسټ د ایران د چارو شنونکي کریم سجادپور د راپور له مخې ویلي، ایران له جګړې دا پایله اخیستې چې امتیازات د فشار او زور له لارې ترلاسه کېدای شي، د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د اقداماتو، د هرمز تنګي د ګواښ او د نفتو د بیو د لوړولو په وسیله.

د راپور له مخې، تهران د فارس خلیج د نفتو شتمن هېوادونه د خپل طبیعي نفوذ ساحه ګڼي او هڅه کوي د هرمز تنګي د کنټرول په بنسټ په سیمه کې خپل نفوذ لا بنسټیز کړي. راپور زیاتوي چې د خلیج هېوادونه نه یوازې د نفتو او ګازو د صادراتو، بلکې د ګڼو نورو حیاتي توکو د لېږد لپاره هم پر هرمز تنګي تکیه لري.

راپور همداراز یادونه کوي چې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د سعودي عربستان، قطر او عمان چارواکو ګډون د تهران او د خلیج د ځینو هېوادونو د اړیکو د بدلېدونکي وضعیت یوه نښه بلل شوې ده.

.

امریکا: په هرمز تنګي کې پر سوداګریزې بېړۍ د برید وروسته مو پر ایران نوي بریدونه کړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱
امریکا: په هرمز تنګي کې پر سوداګریزې بېړۍ د برید وروسته مو پر ایران نوي بریدونه کړي
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو له لوري د هرمز تنګي له لارې پر روانې قبرسۍ کانټینري بېړۍ تر برید وروسته، امریکايي ځواکونو د ایران پر ضد د روانې اوونۍ درېیم پړاو بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا پر وخت د ماښام په ۷:۱۵ بجو یې ځواکونه وروسته له هغې پر ایران د بریدونو درېیم پړاو پیل کړ، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو د هرمز تنګي له لارې پر روانې د قبرس بیرغ لرونکې کانټینري بېړۍ M/V JFS Galaxy برید وکړ.

د سنټکام د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د بېړۍ یو ملکي عمله‌غړی ورک شوی او بېړۍ د عرشې د اورلګېدنې او د انجن خونې د پراخ زیان له امله د خپل سفر د دوام وړتیا له لاسه ورکړې ده.

سنټکام ادعا کړې چې ایران تر دې مخکې هم پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو مسول بلل شوی و او «د تفاهم یادښت ته د ژمنتیا د ښودلو لپاره یو بل فرصت هم ورکړل شو، خو بیا هم په دې برخه کې پاتې راغی.»

د امریکا مرکزي قومندانۍ زیاته کړې: «متحده ایالات به د هغو بریدیزو وړتیاوو په کمزوري کولو سره، چې ایران یې د ملکي سمندري کارکوونکو او سوداګریزو بېړیو پر ضد کاروي، پر تهران دروند لګښت تحمیل کړي.»

سنټکام ویلي، دغه بریدونه د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په امر ترسره کېږي.

په بنګله‌دېش کې د سختو سېلابونو له امله ۴۴ کسان مړه شوي دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۱
په بنګله‌دېش کې د سختو سېلابونو له امله ۴۴ کسان مړه شوي دي
100%

په بنګله‌دېش کې د موسمي بارانونو او سختو سېلابونو له امله ۴۴ کسان مړه شوي او له یو میلیون څخه زیات نور په خپلو سیمو کې بند پاتې دي. د دغه هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، سېلابونو په اوو سویل ختیځو ولسوالیو کې د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.

د بنګله‌دېش د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په اوو سویل ختیځو ولسوالیو، چاټوګرام، کوکس بازار، بندر‌بان، رانګامتي، خاګراچاري، مولوي‌بازار او هابيجنګ کې سېلابونو د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی او شاوخوا ۲۶۷ زره او ۹۱۸ کورنۍ یې په خپلو کورونو کې ایسارې کړې دي.

د بنګله‌دېش پوځ او سمندري ځواکونو د کښتیو په وسیله اغېزمنو شویو سیمو ته خواړه، څښاک اوبه، درمل او نور اړین توکي لېږدوي.

د دغه هېواد د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې او مرستو وزیر اقبال حسین چاټوګرام ته د سفر پر مهال وویل چې حکومت د سېلاب ځپلو د ملاتړ لپاره ټولې شونې هڅې کوي او له هغو خلکو یې وغوښتل هغه کسان چې کورونه یې اوبو لاندې کړي، نږدې پناه ځایونو ته دې ولېږدول شي.

زیلنسکي: روسیې پر اوکراین له ۱۲۰ ډېرو بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۲ توغندیو بریدونه کړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۶ GMT+۱
زیلنسکي: روسیې پر اوکراین له ۱۲۰ ډېرو بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۲ توغندیو بریدونه کړي
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۱۲۰ څخه د ډېرو بې‌پیلوټه الوتکو او ۱۲ توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې په پلازمېنه کییف کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي له ناټو د هغو ژمنه شویو دفاعي مرستو د چټک عملي کېدو غوښتنه هم کړې ده.

زیلنسکي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د روسیې په بریدونو کې په کییف کې ملکي زیربناوې، د استوګنې ودانۍ، دفترونه او یوه دیني مدرسه زیانمنه شوې او بیړني ژغورونکي ټیمونه د بریدونو په ځایونو کې د ژغورنې او بیارغونې چارې پر مخ وړي.

هغه زیاته کړې چې د اودیسا، سومي، خارکیف او چرنیهیف په سیمو کې هم د بریدونو له امله د زیانونو د ارزونې او بیارغونې هڅې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي: «روسیې د شپې له خوا له ۱۲۰ څخه ډېرې بې‌پیلوټه الوتکې او ۱۲ توغندي وتوغول چې نیمايي یې بالستیک توغندي وو.»

زیلنسکي ادعا کړې چې د اوکراین هوايي مدافع ځواکونو د بریدونو ډېری هدفونه شنډ کړي، خو بالستیک توغندي یې نه دي توانېدلي چې نسکور کړي.

هغه له نړیوالو متحدانو وغوښتل چې د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د شوې ژمنې له مخې دفاعي مرستې ژر عملي کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د «پېټریاټ» دفاعي سیسټمونو د جوازونو، او د اروپا د ګډ بالستیک ضد دفاعي پروژې پر چټک پرمختګ باید ژر اقدام وشي او دا مهال د اوکراین د ټولو دولتي ادارو لومړیتوب هم همدا دی.

شمالي کوریا: د اټومي بې‌وسلې کېدو بهیر باید د امریکا او د هغې له متحدانو پیل شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱
شمالي کوریا: د اټومي بې‌وسلې کېدو بهیر باید د امریکا او د هغې له متحدانو پیل شي
100%

شمالي کوریا د ناټو د وروستۍ سرمشریزې پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې د نړیوال اټومي بې‌وسلې کېدو لپاره باید لومړی امریکا او د هغې متحدان خپلې وسلې او پوځي پراختیاوې محدودې کړي.

پیونګ‌یانګ ناټو هم تورنه کړې چې د خپلو پوځي ایتلافونو د پیاوړتیا او وسلو د زیاتولو له لارې نړیوال کړکېچ لا پسې ژوروي.

د رویټرز د راپور له مخې، د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې، چې د دولتي خبري اژانس KCNA خپره کړې، ویلي چې متحده ایالات او متحدان یې د ناټو له وروستۍ سرمشریزې وروسته د پوځي ایتلافونو د پراختیا او د وسلو د سیالۍ د چټکتیا هڅه کوي.

اعلامیه زیاتوي چې د ناټو مشرانو د شمالي کوریا د «خپلواکو او مشروع حاکمیتي حقونو» کارول د ګواښ په توګه انځور کړي دي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ناټو د دفاعي لګښتونو په زیاتولو او د اسیا ـ ارام سمندر سیمې له خپلو متحدانو سره د پوځي همکاریو په پراخولو، د ائتلافونو ترمنځ د تقابل پر سیاست لا ټینګار کړی دی.

پیونګ‌یانګ ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه د اټومي بې‌وسلې کېدو رښتینې اراده لري، نو دا بهیر باید له امریکا او د هغې له متحدانو څخه پیل شي، نه له شمالي کوریا.