له سپېدارو تر پستې؛ افغانان د زرغون افغانستان لپاره ونې کري

په افغانستان کې، چې د څو لسیزو جګړو له امله یې پراخ ځنګلونه له منځه تللي، اوس په بېلابېلو سیمو کې د ونو د کرلو او د ځنګلونو د بیا راژوندي کولو هڅې چټکې شوې دي.

په افغانستان کې، چې د څو لسیزو جګړو له امله یې پراخ ځنګلونه له منځه تللي، اوس په بېلابېلو سیمو کې د ونو د کرلو او د ځنګلونو د بیا راژوندي کولو هڅې چټکې شوې دي.
ځايي اوسېدونکي او چاپېریالي کارپوهان وايي، خلک یو ځل بیا د ونو اقتصادي او چاپېریالي ارزښت ته متوجه شوي دي.
د تخار ولایت د چهارباغ کلي مشر غلام علي پویا وايي، پخوا د دوی په سیمه کې د پستې پراخ ځنګلونه موجود وو، خو د جګړو او کورنیو شخړو پر مهال پرې کېدل او هېڅ چت یې د مخنیوي توان نه درلود.
د کارپوهانو په وینا، د ۱۹۷۹م کال د شوروي یرغل څخه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر پای پورې د افغانستان شاوخوا نیمايي ځنګلونه له منځه ولاړل.
په ختیځو ولایتونو کې لرګي پاکستان ته قاچاق کېدل او په مرکزي او شمالي سیمو کې خلک د سون توکو لپاره ونې پرې کولې.
سره له دې، د وروستیو دوو لسیزو په ترڅ کې د ځنګلونو د له منځه تلو بهیر تر یوه بریده ورو شوی دی. د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۱م کال راهیسې په هېواد کې د ځنګلونو پوښښ ۳۵ سلنه زیات شوی، خو لا هم په ۲۰۲۵م کال کې یوازې ۲،۵ سلنه خاوره په ځنګلونو پوښل شوې ده.
په چهارباغ کې د اغا خان پرمختیايي شبکې په مالي ملاتړ د شاوخوا یو مربع کیلومتره په اندازه کوچنی ځنګل جوړ شوی، چې سپېدار، پاولونیا، انار او خرمالو ونې پکې کرل شوې دي. دغه ځنګل د یوې کروندګرې، بس بیګم احمدي، پر ځمکه جوړ شوی، خو د کلي ټولو شاوخوا ۳۵۰ کورنیو ته هم د استفادې لپاره پرانیستی دی.
بس بیګم احمدي وايي، د دغو ونو په شتون کې یې چاپېریال شین شوی او پاکه هوا تنفس کوي. نوموړې هیله لري، په راتلونکې کې د مېوو او کورنیو مرباوو له پلورلو هم عاید ترلاسه کړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیم بدلون مشر روح الله امین وايي، حکومت موخه ټاکلې چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ ۲۰۰ میلیونه ونې کېنوي. د هغه په وینا، تېر کال د اته میلیونه ونو د کرلو هدف ټاکل شوی و، خو په پای کې ۱۷ میلیونه ونې کېنول شوې.
هغه زیاتوي، د روان کال لپاره د نهو میلیونه ونو د کرلو هدف ټاکل شوی، خو د اوبو کمښت، د څارویو له خوا د نیالګیو زیانمنېدل او د اقلیم بدلون لا هم سترې ننګونې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم د ځايي ټولنو په همکارۍ د ۲۰۱۹م کال راهیسې شاوخوا پنځه میلیونه ونې کرلې دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د ونو له زیاتېدو سره نه یوازې چاپېریال شین شوی، بلکې هغه مرغان هم بېرته راستانه شوي چې کلونه یې په سیمه کې څرک نه لګېده.
د چهارباغ د کلي مشر غلام علي پویا وايي: «که غواړئ مرغان بېرته راستانه شي، د قفس پر ځای د خپل کور ترڅنګ ونه وکرئ.»