پټریوس د سېشنبې په ورځ د بریتانیا د مشرانو جرګې په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، دی له دې خبرې سره موافق نه دی چې د افغانستان جګړه یوازې د دې لپاره پای ته رسېدلې وای چې ډېره اوږده شوې وه. هغه وویل: «زما له نظره، موږ اړ نه وو چې په هغه وخت کې چې ټاکل شوې وه له افغانستانه ووځو، له دغه هېواده وتلي وای. زه همداراز باور لرم چې په بنسټیز ډول باید داسې مو نه وای کړي.»
پټریوس وویل، یوازې د جګړې اوږدېدل په خپله د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره بسنه کوونکی دلیل نه دی. د هغه په وینا، اصلي پوښتنه دا ده چې د جګړې د دوام انساني او مالي بیه له هغه هدف سره، چې جګړه یې د ترلاسه کولو لپاره روانه ده، څومره برابره ده.
هغه د خپلې دې لیدلوري د روښانه کولو لپاره د افغانستان جګړه د ویتنام له جګړې سره پرتله کړه. پټریوس وویل، د ویتنام جګړه د مرګژوبلې او مالي لګښت له پلوه داسې پړاو ته رسېدلې وه چې دوام ورکول یې ستونزمن وو؛ خو په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان حالت توپیر درلود او د لوېدیځ پوځي شتون تر ډېره محدودې او د دوام وړ کچې ته رسېدلی و.
د هغه په وینا، له وروستي وتلو مخکې شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري او ۸۵۰۰ ائتلافي ځواکونه په افغانستان کې مېشت وو. پټریوس وویل، لوېدیځو ځواکونو هغه مهال نور تر ډېره په لومړۍ کرښه کې جګړه نه کوله، بلکې د هغوی دنده سلا، روزنه، ملاتړ او د هغو امکاناتو برابرول وو چې افغان امنیتي ځواکونو لا هم په یوازې ځان نه شوای برابرولی.
هغه زیاته کړه چې طالبانو په هغه وخت کې د افغانستان هېڅ لوی ښار په خپل واک کې نه درلود.
د طالبانو د بندیانو پر خوشې کولو نیوکه
پټریوس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د طالبانو د زرګونو بندیانو پر خوشې کولو هم نیوکه وکړه. هغه وویل، د افغانستان پر حکومت باید فشار نه وای راوړل شوی چې شاوخوا ۵۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي؛ په ځانګړي ډول د داسې یوه تړون لپاره چې په پای کې د امریکايي ځواکونو له افغانستانه په وتلو تمام شو.
د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې هوکړه شوې وه چې تر پنځو زرو پورې طالب بندیان به د افغانستان د حکومت د زرګونو بندیانو په بدل کې خوشې کېږي، چې شمېر یې یو زرو کسانو ته رسېده. د اشرف غني حکومت په لومړي سر کې د تړون له دې برخې سره مخالفت وکړ، خو په پای کې زرګونه طالب بندیان خوشې شول.
د قراردادیانو وتل او د افغانستان هوايي ځواک ته زیان
پټریوس وویل، د لوېدیځو قراردادیانو وتل هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کمزوري کېدو له مهمو لاملونو څخه وو.
د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله له ۱۵ زرو څخه ډېرو لوېدیځو قراردادیانو هم افغانستان پرېښود. دغو کسانو د هغو پرمختللو امریکايي الوتکو او چورلکو د ساتنې او د الوتنې لپاره د چمتو ساتلو مهمه برخه پر غاړه لرله چې افغان ځواکونو ته سپارل شوې وې.
پټریوس وویل، څرګنده وه چې د دغو قراردادیانو له وتلو سره به د افغانستان هوايي ځواک د خپلې تخنیکي وړتیا یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.
هغه زیاته کړه چې دغو الوتکو او چورلکو د شاوخوا ۳۵ زرو افغان کومانډو ځواکونو د لېږد لپاره حیاتي ارزښت درلود. کومانډو ځواکونه به د هېواد بېلابېلو سیمو ته استول کېدل، څو له افغان پوځ او پولیسو سره د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مرسته وکړي.
د پټریوس په وینا، کله چې د الوتکو د ساتنې او ترمیم زمینه له منځه ولاړه، د کومانډو ځواکونو د چټک لېږد وړتیا هم په سختۍ سره کمه شوه. په پایله کې، دغو ځواکونو نور نه شوای کولی چې پر وخت جګړهییزو سیمو ته ورسېږي او د پوځ او پولیسو له ځواکونو ملاتړ وکړي.
هغه وویل، د دې وړتیا له منځه تلو د افغانستان د پخواني حکومت د پوځي ستراتېژۍ له مهمو بنسټونو څخه یو له منځه یووړ او د امنیتي ځواکونو د نړېدو بهیر یې لا چټک کړ.
یوازې د عسکرو شمېر پوځي ځواک نه شي ټاکلی
پټریوس د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، د یوه پوځي ځواک وړتیا یوازې د سرتېرو، الوتکو، بېړیو یا وسلو د شمېر له مخې نه شي سنجول کېدای.
د هغه په وینا، د قوماندې او ادارې څرنګوالی، لوژستیک، استخبارات، ټکنالوژي، صنعتي وړتیا او مسلکي اړیکې هم هغه عوامل دي چې ټاکي یو پوځ تر کومې کچې کولی شي له خپلو امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د دوحې تړون له افغانستانه د امریکايي او د هغوی د متحدو ځواکونو د پړاو په پړاو وتلو ته زمینه برابره کړه. په بدل کې، طالبانو ژمنه وکړه چې له ترهګرو ډلو سره به مبارزه کوي او د افغانانو ترمنځ به د سولې خبرو ته کېني. د افغانستان پخوانی حکومت په هغو خبرو کې چې د دغه تړون د رامنځته کېدو لامل شوې، ګډون نه درلود.
د تړون له لاسلیک وروسته، له امریکايي او ائتلافي ځواکونو سره د طالبانو مستقیمې نښتې په څرګند ډول کمې شوې، خو د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دغه ډلې بریدونه زیات شول. طالبانو د تړون له لاسلیک یوازې څو ورځې وروسته پر افغان ځواکونو خپل بریدونه بېرته پیل کړل.
د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو او د دوحې د تړون یو شمېر نیوکه کوونکو ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو ژمنې، د پوځي او هوايي ملاتړ کمېدو او د طالبانو د زرګونو بندیانو خوشې کېدو د افغانستان حکومت او امنیتي ځواکونه کمزوري کړل.
د طالبانو د بندیانو خوشې کول هم د دغه تړون له تر ټولو لانجمنو برخو څخه وو. د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو او امنیتي ځواکونو ویلي چې ځینې خوشې شوي بندیان بېرته د طالبانو لیکو ته ورغلل او جګړې ته ستانه شول.
د دوحې له تړون وروسته په میاشتو کې، طالبانو خپل ډېری پوځي فشار د افغانستان پر امنیتي ځواکونو متمرکز کړ، په داسې حال کې چې له امریکايي او ائتلافي ځواکونو سره د دغه ډلې مستقیمې نښتې نږدې په بشپړه توګه درېدلې وې.
دې وضعیت د افغانستان پر پخوانیو حکومتي ځواکونو دروند فشار راوړ او د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته، د افغانستان حکومت په لنډ وخت کې ړنګ شو.