• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ په سوېلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۹ GMT+۱

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو په ځانګړي ډول د متخصصو ښځینه ډاکټرانو کمښت د ښځینه ناروغانو د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده. اوس‌مهال په کندهار، روزګان او نورو سویلي ولایتونو کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي.

سیمه‌ییزې روغتیايي سرچینې او اوسېدونکي وایي، په تېرو څو کلونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر په پرله‌پسې ډول کم شوی او اوس‌مهال د کندهار، روزګان، هلمند او نورو سویلي ولایتونو په کچه یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې پاتې دي.

د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، په هلمند، زابل او روزګان کې هیڅ متخصصه ښځینه ډاکټره نه‌شته. د پخوانیو روغتیايي رسمي معلوماتو له مخې، درې کاله وړاندې په کندهار ولایت کې ۴۱ ښځینه متخصصې ډاکټرانې ثبت شوې وې.

یوه روغتیايي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «دا مهال په کندهار کې یوازې درې ښځینه متخصصې ډاکټرانې کار کوي؛ خو له دې ډلې یوه یې ډېری وخت په کندهار کې نه وي».

د سرچینې په وینا، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ترڅنګ یوشمېر نورې ښځینه روغتیايي کارکوونکې لکه قابلې، روغتیاپالې او نورې مسلکي ښځې هم د سختو شرایطو له امله له خپلو دندو لرې پاتې شوې دي.

په کندهار کې د جمهوري نظام پرمهال د روغتیا یو پخوانی چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي که څه هم هغه مهال په ولسوالیو کې جګړې روانې وې او د ناامنیو له امله د تګ‌راتګ ستونزې خورا ډېرې وې؛ خو په ښارونو او نسبتا خوندي سیمو کې ډېری روغتیايي کارکوونکو خپلې دندې ترسره کولې.

سرچینه زیاتوي: «که څه هم په ولسوالیو کې جګړې وې او لارې به اکثره وخت د طالبانو په ماینونو پوښل شوې وې؛ خو په ښارونو او هغه سیمو کې چې د تګ‌راتګ ګواښ تر ټولو لوړ و، ډېری روغتیايي کارکوونکې په کار بوختې وې چې متخصصې ښځینه ډاکټرانې هم په‌کې وې؛ خو کره شمېر يې معلوم نه وو».

روغتیايي سرچینې وایي، د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه، له هېواده د مسلکي ښځینه ډاکټرانو وتل، د کار سخت شرایط او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت محدودېدل د ښځینه روغتیايي ځواک د کمېدو لامل شوي دي.

د سویلي ولایتونو اوسېدونکي وایي، که څه هم په ښارونو کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو شمېر کم شوی؛ خو په ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې وضعیت تر دې هم کړکېچن دی. د دوی په وینا، په ډېرو ولسوالیو کې نه متخصصه ښځینه ډاکټره شته او نه هم د ښځینه ناروغانو لپاره کافي عمومي ډاکټرانې، قابلې او نورې روغتیايي کارکوونکې.

100%

د روزګان د چهارچینو ولسوالۍ یو اوسېدونکی وایي، په دغه ولایت کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالی د خلکو لپاره لویه ستونزه ده. هغه وایي: «زموږ په روزګان کې متخصصه ډاکټره نه‌شته او موږ اړ یو چې لومړی کندهار او بیا کابل یا هرات ته ولاړ شو، دلته که ناروغان وړو د ناروغ وضعیت مو نور هم خرابېږي».

زابل هم د هغه سویلي ولایتونو له ډلې دی، چې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی. د شته روغتیايي معلوماتو له مخې درې کاله وړاندې لا په زابل کې هېڅ ښځینه متخصصه ډاکټره نه وه ثبت شوې او یوازې څو ښځینه عمومي ډاکټرانې وې. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، ښځینه ناروغانې ډېری وخت د تخصصي درملنې لپاره کندهار ته انتقالېږي.
هلمند هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی. د دغه ولایت د موسى‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکو څه موده وړاندې د ښځینه عمومي ډاکټرې د نشتوالي له امله اعتراض کړی و او د روغتیايي مرکز د فعالیت بندېدو ګواښ خبره یې کړې وه. د هلمند اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې یوازې متخصصې ښځینه ډاکټرانې نه دي کمې؛ بلکې په ځینو سیمو کې حتی عمومي ښځینه ډاکټرانې هم نه‌شته.

د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه یو اوسېدونکی وایي: «سره له دې چې دلته متخصصه نه‌شته، ان عادي ښځینه ډاکټرانې هم کمې دي، چې هرې ډاکټرې ته ناروغ ورولو درملنه یې نه کېږي بیا مجبور یو پر بله خوا ولاړ شو».

100%

د طالبانو له واک وروسته د ښځینه روغتیايي ځواک وضعیت

د سویلي ولایتونو اوسېدونکي او روغتیايي سرچینې وایي، په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د زده‌کړې او کار په برخه کې محدودیتونو د ښځینه روغتیايي ځواک پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی.

د نجونو پر منځنۍ زده‌کړو له محدودیتونو وروسته د ښځینه محصلینو لپاره پوهنتونونو ته د تګ مخه ونیول شوه او وروسته د ښځینه طبي زده‌کړو او مسلکي روغتیايي روزنې لارې هم له جدي محدودیتونو سره مخ شوې.

د روغتیايي سرچینو په وینا، د دغه وضعیت له امله د راتلونکو کلونو لپاره د ښځینه ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې راپورونو هم په بېلابېلو وختونو کې خبرداری ورکړی، چې د ښځو د طبي زده‌کړې محدودول د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د راتلونکي کمښت ګواښ زیاتوي.

ډېر لیدل شوي

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه
۱

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه

۲

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په بیشکک کې د طالبانو د استازي له شتون پرته پیل شوه

۳

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ یوه نه‌هېرېدونکې سزا؛ زرمینه د ۳۰زره کسانو پر وړاندې ووژل شوه

۴

امیر خان متقي: طالبان له امریکا سره د اړیکو عادي کېدل غواړي

۵

د تورخم لارې بندښت؛ په پاکستان کې د چایو پر سوداګرۍ اغېز کړی

•
•
•

نور خبرونه

بي‌بي‌سي: افغانستان ته د ۶ مېلیونه راستنېدونکو کډوالو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۱
100%

بي‌بي‌سي په خپل یو تازه راپور کې افغانستان ته په نږدې درېیو کلونو کې له ایران او پاکستان نه د ۶مېلیونه کډوالو د بېرته ستنېدو، د هغوی د ناوړه بشري وضعیت، د ښځو او نجونو د راتلونکي او پخوانیو پوځیانو د امنیتي ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په راپور کې هغه ستونزو ته هم اشاره شوې، چې راستنېدونکي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د خپل ژوند د بیا پیلولو پرمهال ورسره مخ دي. د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، مېلیونونه افغانان په تېرو څو لسیزو کې د پناه، کار او اقتصادي فرصتونو لپاره پاکستان او ایران ته تللي وو، اوس د دغه دواړو هېوادونو له لوري پر بې‌اسناده کډوالو د فشارونو له زیاتېدو سره د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی دی.

بي‌بي‌سي د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ په حواله ویلي، چې له درېیو کلونو په کمه موده کې شاوخوا شپږ مېلیونه افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. ملګري ملتونه دغه بهیر بې‌ساری بولي او وایي، ډېری راستنېدونکي داسې مهال افغانستان ته راګرځي چې د سرپناه، کار او لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

راپور کاږي، یوازې سږکال له پاکستان او ایران نه شاوخوا یو مېلیون نور افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دغه بهیر یوازې پر بې‌اسناده کډوالو محدود نه‌دی؛ بلکې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو د اېستلو په اړه هم اندېښنې شته.

د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي له افغانستان نه د لسیزو راهیسې بهر اوسېدلي او ځینې یې ان په افغانستان کې زېږېدلي هم نه‌دي، له همدې امله یوشمېر کورنۍ له راستنېدو وروسته له سرپناه، کار، عاید او د ژوند لومړنیو امکاناتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، د لارو په شاوخوا کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له لوري لنډمهاله پنډغالي جوړ شوي؛ څو راستنېدونکو ته د لنډې مودې لپاره سرپناه برابره شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ټینګار کوي، چې د کډوالو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له انساني کرامت سره سم ترسره شي.

په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی، په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري پر زده‌کړو او د ښځو پر عامه ژوند د محدودیتونو له امله. د راپور له مخې، د پاکستان او ایران له لوري راستنېدونکې ښځې او نجونې ښايي له هغو محدودیتونو سره مخ شي چې په افغانستان کې د دوی پر زده‌کړو او ټولنیز حضور لګېدلي دي.

بي‌بي‌سي وايي، د کډوالو د راستنېدو بهیر په داسې شرایطو کې دوام لري چې افغانستان له سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، سږکال په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې د هېواد د ټول نفوس نږدې نیمایي برخه جوړوي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، شاوخوا یو مېلیون ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي. راپور همداراز د هغو پخوانیو افغان امنیتي سرتېرو او دولتي کارکوونکو امنیتي اندېښنې رااخلي، چې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یو شمېر دغه کسان د خپل راتلونکي او امنیت په اړه اندېښمن دي.

بي‌بي‌سي په خپل راپور کې زیاتوي، چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو محدودیتونه د افغانستان له نړۍوالو اړیکو سره له مهمو ننګونو څخه دي او د نړۍوالې ټولنې له لوري د مرستو او ملاتړ پر جلبولو هم اغېز کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، په دومره لویه کچه د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر په معاصر تاریخ کې بې‌ساری دی او د افغانستان لپاره د راستنېدونکو د ادغام او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې جدي ننګونه رامنځته کوي.

شهاب‌الدین دلاور: د دوحې تر تړون وروسته امریکا تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب‌الدین دلاور وايي، د دوحې تړون پرمهال یې د امریکا له ګډې کمېټې سره د افغانستان، طالبانو، امریکا او د تړون چارې څارلې. د هغه په خبره، امریکا تر وتلو وروسته تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې؛ خو دوی له یوه تکي هم نه‌دي په شا شوي.

دغه طالب چارواکي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي: «واشنګټن د دوحې تر تړون او له افغانستان نه تر وتلو وروسته تر ۳زره زیاتې سرغړونې کړې دي. موږ یوه تېروتنه هم نه‌ده کړې».

هغه که څه هم د یادو سرغړونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي؛ خو یوازې یې له افغانستان نه پر ځنډ د امریکا د وتلو موضوع یاده کړې ده. د نوموړي په خبره، له امریکا سره د دوحې په تړون کې پټې هیڅ مادې نه‌شته او یوازې یو عملي شرط په هوکړه کې نه‌و.
شهاب‌الدین دلاور وایي: «د امریکا یو شرط دا و، چې له افغانستان نه د وتلو پرمهال باید د دوی امنیت خوندي شي او پوځي اډې به افغانانو ته سپاري، موږ ورسره ومنله. دغه ټکی ځکه په هوکړه کې نه‌و راغلی، چې عملي کار یې غوښت او موږ ترسره کړ».

دلاور زیاتوي، چې د دوحې له تړون څخه یې د افغانستان د ازادۍ موخه ترلاسه کړه. نوموړی وایي: «امریکا له یوې خوا پر یوې خبرې ټینګار کاوه، چې امارت نه بلکې طالبان په رسميت پېژنو او بل اړخ ته یې بیا داسې غوښتنې درلودې لکه له یوه رسمي حکومت چې یې کوي».
هغه وایي: « دا اوس که دوی پوه شي ښه به وي، چې دوی موږ مخکې لا په رسمیت پېژندلي یو. دا چې راسره کېناستل دلته یې په رسمیت وپېژندلو، تعهدات یې راسره کول، د اوربند غوښتنه یې درلوده او داسې چلند به یې کاوه چې د دې ټولو معنا داده چې تاسو یو نظام یاست».

دغه طالب چارواکی ټینګار کوي، چې دوی له ټولې نړۍ سره دیپلوماتیک، اقتصادي او سوداګریز تړونونه غواړي او نور له هیچاسره بل دول تړون نه غواړي او نه هم اړتیا ورته لري. نوموړی د نورو طالب چارواکو په څېر یو ځل بیا وايي، چې حکومت یې ټولګډونه دی او د ازبک، تاجک، پشه‌يي، بلوڅ، هزاره او نورو قومونو استازې په‌کې دي.

بین‌الافغاني مذاکرات ولې ناکام شول

شهاب الدین دلاور وایي، افغاني مذاکرات یې ښه وو او پرمهال یې په مېړانه له افغان حکومت خخه ۵زره او په مقابل کې یې دوی زر بندیان خوشې کړل. د هغه په خبره، له افغان حکومت سره ان د خپلو بندیانو نوملړ هم نه‌و.

نوموړي وویل، د افغان حکومت مذاکرات ځکه ناکام شول چې په ټیم کې یې د باور وړ غړي نه‌وو او داسې کسان یې ټاکلي وو چې د افغانستان د ناکامۍ لامل شول. هغه په دې اړه وویل: «د افغان حکومت په مذکراتي ټیم کې د عطامحمد نور، دوستم او نورو سیاسیونو زامن او کشران هلکان ټاکل شوي وو، دوی مذاکرات جدي نه ګڼل». نوموړي‌ ویلي، چې طالبانو پر یوه مهال «سیاسي پروسه او جهاد، پوځي او سیاسي‌ قوت» روان کړي‌ وو.

هغه زیاته کړه، که څه هم د بین‌الافغاني خبرو پرمهال دوی د کابل تر دروازو رسېدلي وو؛ خو کابل ته د ننوتو پلان یې نه‌لاره. نوموړی وايي، د چور او ګډوډۍ د مخنيوي او د افغان چارواکو له وتلو وروسته کابل ته داخل شول.

شاه محمود میاخېل: د افغانستان لپاره باید د وسله‌والې جګړې پر ځای فکري مبارزه پیاوړې شي

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وايي، افغانان باید د وسله‌والې جګړې پر ځای فکري مبارزې ته لومړیتوب ورکړي؛ ځګه وسله‌والې جګړې یوازې د جګړه‌مارو لوری او ځای بدلوي او د هېواد بنسټیزې ستونزې نه‌شي حل کولی.

د میاخېل په خبره، د جګړو دوام افغانستان له نړۍوال پرمختګ څخه ډېر وروسته پاتې کړی دی. میاخېل د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) پر اېکس پااڼه په یوه لیکنه کې ویلي، چې وسله‌واله جګړه د بې‌ګناه خلکو د وژل کېدو، د کورونو او کلیو ویجاړېدو او د قانون د حاکمیت د کمزوري کېدو لامل کېږي. هغه افغانستان د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د وسله‌والو جګړو «ښه لابراتوار» بللی دی.

نوموړي ویلي، په وسله‌والو جګړو کې ډېری وخت یوازې د ټوپک خاوندان او د واک لوبغاړي بدلېږي، یوه وسله‌واله ډله ماتې خوري او بله ډله واک ته رسېږي. د هغه په باور، د جګړو دوام افغانستان له نړۍوال پرمختګ څخه ډېر وروسته پاتې کړی دی.

میاخېل ټینګار کړی: «فکري مبارزه د ناورین رامنځته کولو او د خلکو د وژلو پر ځای د ستونزو د حل لارې، بدیل نظریات او د ژوند د ښه کېدو طرحې وړاندې کوي». هغه ویلي، چې د فکري مبارزې لګښت د جګړې پرتله ډېر کم دی او هېوادونه په اصل کې د فکر او نظر په ځواک پرمختګ کوي.

هغه د طالبانو پر واکمنۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو حکومت په «ناسم لوري» روان دی. میاخېل ورته مهال خبرداری ورکړی، چې د طالبانو مخالفت باید د داسې بل لوري د ملاتړ لامل نه‌شي چې تېر تاریخ او کړنې یې له طالبانو سره بنسټیز توپیر نه‌لري.

د نوموړي په وینا، هر افغان باید د خپلې مبارزې په اړه د شخصي او لنډمهاله ګټو پر ځای د ولس او هېواد د ګټو، زیانونو او راتلونکو پایلو محاسبه وکړي. هغه ټینګار کړی، که مبارزه وسله‌واله وي که فکري، ښایي په لنډ وخت کې پایله ورنه کړي.

میاخېل د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو ته په اشارې ویلي، چې په دې موده کې وسله‌والې مبارزې ډېرې شوې؛ خو د ملي او فکري مبارزې لپاره کافي کار نه‌دی شوی.

هغه همداراز ویلي، چې وسله‌واله جګړه ډېری وخت د جګړې د تمویل لپاره د استخباراتي ادارو، ګاونډیو هېوادونو او نورو بهرنیو سرچینو مرستو ته اړتیا پیدا کوي؛ خو فکري مبارزه د خپل هدف د څارلو لپاره ورته نامشروع ملاتړ ته اړتیا نه‌لري.

میاخېل د خواله رسنیو پر کاروونکو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ځینې کسان د دوامداره منفي څرګندونو له لارې د افغانانو ترمنځ بې‌باوري، کرکه او ملي نفاق ته لمن وهي. د هغه په باور، سیاسي او فکري مبارزه باید د خواله رسنیو د منفي بحثونو پر ځای د محاسبې او ملي ګټو پر بنسټ ترسره شي.

پاکستان د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژې د چټکولو غوښتنه وکړه

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان رېل‌پټلۍ چې د «ټرانس‌افغان» په نوم هم یادېږي، د چټکتیا غوښتنه وکړه. دغه لیدنه د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې شوې ده.

شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل، چې د یادې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د مطالعې ژر بشپړېدل او د شته څو ډوله ترانسپورتي لارو پراخ استعمال اړین دی. هغه دغه رېل‌پټلۍ د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلونې د پراختیا او پاکستان بندرونو ته د ازبکستان د لاسرسي لپاره مهمه پروژه وبلله.

درې واړه هېوادونو د تېرکال په چنګاښ میاشت کې د یادې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د ترسره کولو پر سر هوکړه کړې وه؛ خو د رېل‌پټلۍ د جوړولو عملي کار لاتراوسه نه‌دی پیل شوی.

تر دې وړاندې د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال ویلي و، چې د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ د جوړولو لګښت زیات شوی او د نویو ارزونو له مخې ښايي تر ۷ مېلیارد ډالرو واوړي. د یادې پروژې لګښت مخکې شاوخوا ۴.۶ مېلیارد ډالره اټکل شوی و.

دغه ټینګار داسې مهال کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی پر ډیورنډ کرښه د نښتو او په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو لامل شوی دی.

پر ډیورنډ کرښه نښتې د دواړو هېوادونو د لارو د تړل کېدو او سوداګریزو راکړو ورکړو د درېدلو لامل شوې دي. پاکستان هڅه کړې، چې د افغان کډوالو په اېستلو او د سوداګریزو اړیکو په درولو سره پر طالبانو فشار زیات کړي او د پاکستان په اړه د یادې ډلې په چلند کې بدلون راولي.

د دغه ترینګلتیاوو له دوام سره لا څرګنده نه‌ده، چې پاکستان او د طالبانو اداره به څنګه د داسې یوې سترې پروژې د عملي کولو لپاره ګډ کار وکړي؛ ځکه د یادې پروژې پلي کېدل نږدې امنیتي، سیاسي او تخنیکي همکارۍ ته اړتیا لري. همداراز لا روښانه نه‌ده، چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات به د یادې پروژې پر راتلونکي څومره اغېز وکړي.

د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی

د شهباز شریف او شوکت میرضیایف په لیدنه کې پر دې هم ټینګار شوی، چې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري دې تر ۲۰۲۹کال پورې دوه مېلیارد ډالرو ته لوړه شي، پانګونې دې پراخې شي او اقتصادي همکارۍ دې پیاوړې شي.

د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ پروژه د سیمه‌ییز اتصال له مهمو طرحو څخه ده. که دغه پروژه عملي شي کولای شي د منځنۍ اسیا هېوادونو پر محدودو سوداګریزو لارو تکیه کمه کړي او د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټي لارې په توګه د افغانستان موقعیت لا پیاوړی کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په بیشکک کې د طالبانو د استازي له شتون پرته پیل شوه

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱
100%

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه د دو شنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې پیل شوه. تمه کېږي چې په دې غونډه کې به د افغانستان اړوندو امنیتي اندېښنو، ترهګرۍ او د نشه یي توکو قاچاق په اړه هم بحثونه وشي. خو دغې غونډې ته طالبان نه دې وربلل شوي.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان د رسمي «څارونکي غړي» په توګه پاتې شوی، خو واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، افغانستان د دې سازمان په هېڅ کلنۍ سرمشریزه کې حضور نه لري.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو د مشرانو اصلي ناسته به سبا، سې شنبه ترسره شي.

د سرمشریزې په لومړۍ ورځ، غړي هېوادونه په ځانګړي ډول دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ترسره کوي.

په دې ناسته کې، د غړو هېوادونو مشران د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون، د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او بلاروس له مشرانو سره راټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په د دې غونډې له نورو ګډونوالو څخه دي. ترکیه د شانګهای د همکارۍ سازمان بشپړ غړی نه دی او په دې سازمان کې د خبرو اترو د شریک په توګه ځای لري.

د دې غونډې په څنډه کې د هېوادونو د مشرانو ترمنځ ګڼې دوه اړخیزې لیدنې پلان شوي دي.

په دغه غونډه کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ، انرژي، ټرانسپورټ او سیمه ییز اتصال د بحث وړ موضوعات دي.

ټاکل شوې چې د سرمشریزې په پای کې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د «بیشکک اعلامیه» تصویب شي او قرغزستان به د دې سازمان دوره‌يي ریاست پاکستان ته وسپاري.

په افغانستان کې د تروریستي ډلو، په ځانګړي ډول د داعش، له فعالیتونو اندېښنه د شانګهای د همکارۍ سازمان په بحثونو کې اوږده مخینه لري.

غړي هېوادونه، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان، په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو فعالیتونه د سیمې امنیت ته یو ګواښ بولي او تمه کېږي چې دا اندېښنه د ناستې د امنیتي بحثونو په اډانه کې هم مطرح شي.

د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو هم د چنګاښ په ۲۴مه ناسته کې د افغانستان د امنیت موضوع مطرح کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له افغانستان څخه رامنځته شوې ترهګري د خپل هېواد تر ټولو جدي امنیتي ننګونه وبلله او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یو باثباته او له ترهګرۍ څخه پر پاک افغانستان ټینکار وکړ.

د شانګهای همکارۍ سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې اېښودل شوی او اوس مهال ۱۰ بشپړ غړي لري.