د ۱۴۰۴کال (د وږي په ۹مه) د شپې شاوخوا ۱۲ بجې ۶،۰ درجې زلزلې کونړ او د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې. په دغه زلزله کې نږدې ۲زره کسان مړه، تر درې نیم زرو ډېر ټپیان او تر ۸زرو ډېر کورونه ویجاړ شول.
نورګل دره، مزاردره، څوکۍ، وټهپور، ماڼوګۍ او چپه دره د کونړ له هغه ولسوالیو دي، چې د یادې زلزلې له امله ترټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. په دغه سیمو کې ګڼو کورنیو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
زلزله هم د نورو طبیعي پېښو په شان په خلکو کې وېره خپروي او د اروپوهانو په وینا، هغه زلزله ځپلي چې په دغه پېښو کې یې د کورنیو غړي لهمنځه تللي، د نورو پېښو په شان په ډېرو کې د ټراما لامل کېږي.
د نورګل درې اوسېدونکې شېنکۍ چې د څلورو ماشومانو مور ده وایي، لایې هم د ماشومانو له زړونو د زلزلې وېره نهده ختمه شوې او لاهم په خوب کې د زلزلې ویجاړوونکې شېبې ګوري. هغه وایي، که څه هم تر زلزلې وروسته په ځینو برخو کې د بېلابېلو بنسټونو له لارې ورسره مرستې شوې دي؛ خو لاهم اروایي ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړې زیاتوي، چې دغه وضعیت یې د ماشومانو پر زدهکړو هم اغېز کړی او د تېر پرتله ژر درس نهشي زده کولی او هر وخت د وېرې احساس ورسره وي. نوموړې له نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د دوی ماشومانو لپاره د اروایي ملاتړ پروګرامونه پیل کړي.
په دې اړه په کابل کې د یوه پوهنتون استاد او ارواپوه د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:« ټراما نه یوازې په اغېزمنو کسانو؛ بلکې په نورو هغه کسانو کې چې د دغه کسانو وضعیت ګوري هم پیدا کېږي. له دغه کسانو سره باید اروایي مرستې وشي، باید د دوی درملنه وشي او اروایي مشورې ورکړل شي. که دغه ټراما په دوی کې پاتې شي؛ نو د اوږدمهال لپاره د دوی په چارو، احساساتو او کړنو اغېز کوي او دغه ټراما نه یوازې دا چې پر دوی ان په راتونکې کې د دوی پر ماشومانو هم اغېز کوي».
هغه زیاتوي، دغه ډول پېښې او ناورینونه د خلکو اروایي حالت له کنټروله باسي، داسې حالت کې وېره، بېوسي، اندېښنې او بېکفایتي رامنځته کېږي.
خو دغه زیانمنې شوې کورنۍ د دغه ستونزو ترڅنګ د زلزلې له لومړیو شېبو وروسته د ژوند د بېرته جوړولو هڅې پیل کړې؛ خو د یو کال په تېرېدو د ډېرو کورنیو لپاره د بیارغونې دغه بهیر لاهم بشپړ شوی نهدی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر دوشنبه (د وږي ۹مه) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له زلزلې د یو کال په تېرېدو سره هم سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
اوچا وايي، زلزلهځپلو کورنیو ته لاهم د دایمي سرپناه، لومړنیو خدمتونو او د معیشت د بېرته جوړولو لپاره مرستو ته اړتیا ده. په افغانستان کې د اوچا د دفتر استازې اېمي مارټین وايي، له زلزله ځپلو کورنیو سره د خبرو پرمهال ډېرو کورنیو غوښتنه کړې چې دایمي سرپناه ورته برابره شي؛ څو وکولای شي خپل ژوند او د عاید سرچینې بېرته ورغوي.
د اوچا په وینا، د دایمي سرپناه برابرولو بهیر د اړتیا پرتله ورو روان دی او له همدې امله یو شمېر کورنۍ لاهم نهشي کولی خپلو اصلي سیمو ته ستنې شي.
د زلزلې اغېز یوازې د کورونو تر ویجاړېدو محدود نه و. یادې زلزلې په کونړ کې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه هم زیانمن کړل او ګڼ شمېر زدهکوونکي د یادې طبیعي پېښې قرباني شول.
د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ۳۰۶ ښونځي او ښوونیز مرکزونه ویجاړ شوي. دغه وزارت وايي، په ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰زره زدهکوونکي د زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په کونړ کې ۲۶۸ زدهکوونکي مړه او ۸۶۲ نور ټپیان شوي دي. د پوهنې وزارت وايي، د زلزلې له امله یوشمېر زدهکوونکي له رواني او فزیکي ستونزو سره هم مخ شوي او د ښوونیزو مرکزونو د بیارغونې او د زدهکوونکو د رواني ملاتړ لپاره مرستو ته اړتیا ده.
د راپورونو له مخې، په اغېزمنو سیمو کې شاوخوا ۲۴۶زره ودانۍ چې کورونه، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه پکې شامل دي، زیانمنې شوې دي. سره له دې چې د زلزلهځپلو د کورونو د بیارغونې لپاره ځینې مرستې روانې دي؛ خو د اړتیا کچه لاهم لوړه ده.
خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څو میاشتې وړاندې په یو راپور کې ویلي و، چې د زلزلې له پېښې شاوخوا اته میاشتې وروسته هم په کونړ او ننګرهار کې سلګونه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کونړ ولایت د وټهپور ولسوالۍ اوسېدونکی مختار ساپی افغانستان انټرنشل پښتو ته وایي، چې د کونړ په زلزله کې یې کور نږدې بشپړ ویجاړ شوی او د کور ټول وسایل او د ژوند اړین توکي یې هم لهمنځه تللي دي.
ساپی وایي، اوسمهال په ننګرهار کې د خپلوانو په کور کې اوسېږي. د هغه په وینا، له زلزلې وروسته یې د همکارو موسسو په مرسته یوشمېر لومړني او د ژوند اړین توکي ترلاسه کړي؛ خو دغه مرستې د ده او نورو زلزلهځپلو کورنیو د اړتیاوو لپاره بسنه نهکوي او تر ټولو لومړیتوب ورته د یوې خوندي سرپناه جوړول دي.
ساپی وایي، په کونړ کې لاهم داسې کورنۍ شته چې د ګرمۍ، باران او سړې هوا پرمهال په مرستندویه خېمو کې ژوند کوي او د دایمي سرپناه جوړېدو ته په تمه دي؛ څو بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي.
هغه دغه زلزله د ختیځ افغانستان لپاره یوه ناڅاپي او دردوونکې پېښه بولي او وایي، د زلزلې له تېرېدو یو کال وروسته یې روغتیايي حالت لا هم بېرته عادي شوی نهدی.
شاوخوا ۷۶۰۰ کورنۍ لاهم د بېځایه شویو په لنډمهاله پنډغالو کې ژوند کوي. هغه خېمې چې د لومړنیو ورځو لپاره د لنډمهاله سرپناه په توګه برابرې شوې وې، د ځینو کورنیو لپاره اوس د اوږدې مودې د اوسېدو ځای ګرځېدلې دي؛ خو دغه خېمې د بارانونو، سړې هوا او نورو سختو اقلیمي شرایطو پر وړاندې کافي خونديتوب نهشي برابرولای.
یو کال تېر شو خو د کونړ د ډېرو زلزله ځپلو کورنیو لپاره د هغې شپې کیسه لا پای ته نهده رسېدلې. د کورنۍ د غړو له لاسه ورکولو درد ورسره پاتې دی، کورونه یې لا نهدي رغېدلي او د عادي ژوند د بېرته پیل لپاره لاهم مرستې ته اړتیا لري.
دوی اوس د بېړنیو مرستو ترڅنګ د داسې دایمي حل غوښتنه لري، چې وکولای شي له یو کال بېځایهتوب او ستونزو وروسته،یو ځل بیا خپل ژوند له سره پیل کړي.